ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني طالبانو ته په خطاب کې: د پردیو دسیسو وسیله مه ګرځئ، راشئ یو بل ومنو

ولسمشر غني طالبانو ته په خطاب کې: د پردیو دسیسو وسیله مه ګرځئ، راشئ یو بل ومنو

author avatar
21 Mar 2021 - 14:03
ولسمشر غني طالبانو ته په خطاب کې: د پردیو دسیسو وسیله مه ګرځئ، راشئ یو بل ومنو
author avatar
21 Mar 2021 - 14:03

کابل (پژواک، د وري لومړۍ نېته ۱۴۰۰): ولسمشر غني وايي، پر طالبانو غږ کوي چې د پردۍ وسلې په توګه بايد استعمال نه شي؛ ځکه دا مهال افغانان د دوى منلو ته چمتو شوي دي.

هغه دغه څرګندونې نن د نوي ۱۴۰۰ لمریز کال نمانځنې مراسمو ته وکړې.

ولسمشر محمد اشرف غني وویل، اصلي موخه، هیله او عزم یې تلپاتې او عادلانه سوله ده چې له تېرو ۴۲ کلونو راهیسې د افغانستان له ولسه دغه بنسټیز حق اخیستل شوی دی.

دی وايي: “ان اشاالله سولې ته به نږدې شو خو تدبیر په کار دي؛ تلپاتې سوله هغه سوله ده چې د وینې تویېدو ختم په کې وي او د ولس او د خدای خوشحالي په کې وي، عادلانه سوله هغه سوله ده چې ټول یو او بل ومنو.”

هغه زیاته کړه چې دی واک ته نه دی راغلی، خدمت ته راغلی او د خدمت معنا دا ده چې د عادلانه سولې لپاره باید کار وشي.

ولسمشر زیاتوي: “طالبان هېڅ ډول مشروعیت د دې جګړې لپاره نه لري، ویاړ کوي چې بهرنیو قوتونو باندې یې حملې نه دي کړي خو چا مشروعیت درکړی چې د افغان اولاد ووژنئ؛ خپل ورور، خپل خور او خپل کور تباه کوئ؛ بس ده راشئ چې یو او بل ومنو او دا وطن په ګډه اباد کړو او پردي لاسونه بند کړو.”

غني طالبانو ته په اشارې وویل: “تاسو باندې غږ کوو چې د پردۍ وسلې په توګه مه استعمالېږئ، افغانان یئ، نور افغانان مو مني، تاسې یې هم ومنئ او ان شاالله په روغې جوړې به ټول یو او بل ومنو.”

هغه هیله څرګنده کړه چې ماشومان به په دغه کال کې له ګواښونو پرته ښوونځیو ته لاړ شي، څو د تېر کال درسونه جبران کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د افغانستان سولې په تړاو مسکو کې د سیمې هېوادونو، طالبانو او حکومت ترمنځ یوه ناسته وشوه.

د دې ناستې جزئیات د غونډې په پای کې د ترویکا هېوادونو (روسیې، امریکا، چین) او پاکستان ګډه اعلامیه خپره کړه چې په کې راغلي، سوله د خبرو له لارې په ترلاسه شوي سیاسي توافق سره راتلای شي، طالبان دې د ملکي تلفاتو مخنیوي لپاره پسرلني عملیات نه اعلانوي، دغه هېوادونه په افغانستان کې د “اسلامي امارت” بيا رامنځته کېدو ملاتړ نه کوي، د بین الافغاني خبرو لوري دې د راتلونکي پایداره سوله ییز دولت، اوربند او نورو بنسټیزو مسایلو په اړه سملاسي خبرې وکړي او د سولې په هوکړه کې باید د ښځو، نارینه وو، ماشومانو، قربانیانو او لږکیو حقونو خوندیتوب ته پام وشي.

سایل

Visits: 103

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.