ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کمال خان بند د ولسمشر غني لخوا پرانستل شو

کمال خان بند د ولسمشر غني لخوا پرانستل شو

author avatar
24 Mar 2021 - 12:08
کمال خان بند د ولسمشر غني لخوا پرانستل شو
author avatar
24 Mar 2021 - 12:08

زرنج (پژواک، ٤ ورى ١٤٠٠): د نیمروز په چاربرجک ولسوالۍ کې جوړ شوى کمال خان اوبو بند د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا پرانیستل شو.

په دغو مراسمو کې د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح، دويم مرستيال سرور دانش، د کابينې غړو، د ملي شورا غړو او د نيمروز ولايت ځايي چارواکو او قومي مشرانو برخه اخيستې وه.

ولسمشر اشرف غني له لوړ پوړي پلاوي سره نن سهار نيمروز ولايت ته ورسېد او بيا نېغ په نېغه چاربرجک ولسوالۍ ته ولاړ او له غرمې مخکې يې د کمال خان بند پرانيست.

د بند له پرانيستلو وروسته ولسمشر او د هغه مرستيالانو د کمال خان بند د خاطراتو په کتابچه کې خپل خاطرات وليکل.

دغه راز ولسمشر غني د کمال خان بند د پرانېستو په مناسبت د جوړ شوي کرنیز نندارتون او بلوڅانو فرهنګي مراسمو لیدنه وکړه او ټولو ته یې د اوبو مدیریت ملي ورځې مبارکي وویله.
ورپسې ولسمشر د کمال خان بند د جوړېدو پر مهال د شهیدو شویو انجینرانو او کارکوونکو په یاد په جوړ شوي څلي د ګلونو ګېډۍ کېښوده او د هغوی د قربانیو ستاینه یې وکړه.
دغه راز هغه د اباد او سوکاله افغانستان په هیله د کمال خان بند په لمنه کې نیالګې کېناوه او د ښېرازه افغانستان لپاره یې دعا وکړه.
ولسمشر د دې مراسمو په پای کې، د شهید محمد موسی شفیق په نوم پوسټي ټکټ پرانېست او د اوبو مهار په برخه کې د نوموړي خدمتونه یې وستایل

د کمال خان اوبو بند د نیمروز په چاربرچک ولسوالۍ کې موقعیت لري او په ۱۳۴۵ لمريز کال کې د جوړولو کار پیل شوی و. خو د نا امنیو او ځینو نورو لاملونو او سیاسي تحولاتو له امله یې د جوړولو کارونه ځنډېدلي وو.

کمال خان بند په هرات کې د سلما او فراه کې د بخش اباد ترڅنګ د افغانستان په لوېدیځ کې د اوبو له لویو بندونو شمېرل کېږي.

د دولتي چارواکو په وینا، د کمال خان یاد بند په جوړېدو سره به ۸۰زره هکتاره ځمکه خړوبه او ۹ میګاواټه برېښنا به تولید کړي.

دغه بند ګاونډي هېواد ایران ته د هلمند سیند پر بهېدونکو اوبو جوړ شوی دی.

په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپور شي.

Visits: 101

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.