ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سویډن کمېټې د یوې افغانې کارکوونکې دنده پر ټويټر د یوه پوسټ له امله ځنډولې ده

سویډن کمېټې د یوې افغانې کارکوونکې دنده پر ټويټر د یوه پوسټ له امله ځنډولې ده

author avatar
26 Mar 2021 - 16:19
سویډن کمېټې د یوې افغانې کارکوونکې دنده پر ټويټر د یوه پوسټ له امله ځنډولې ده
author avatar
26 Mar 2021 - 16:19

کابل (پژواک، ٦ ورى ١٤٠٠) : په افغانستان کې د سویډن کمېټې ادارې د ښکلا ځدراڼ په نوم د خپلې يوې افغانې کارکوونکې دنده پر ټويټر د یوه پوسټ له امله ځنډولې ده.

د سویډن کمېټې له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې  ښکلا ځدراڼ د تېرې شنبې په ورځ د مارچ په ٢٠مه، په خپله ټويټرپاڼه کې د غير مسوولو وسله والو د قوماندان عليپور پر ضد پوسټ کړى و.

خبرپاڼې د ښکلا ځدراڼ د پوسټ يوه برخه هم خپره کړې چې په کې راغلي : ((عليپور او د هغه کسان دې بايد زرترزره ووژل شي. دوی هغه ترهګر او یاغیان دي چې د بهرنیو استخباراتو له خوا تمويليږي. ))

ښکلا ځدراڼ دا پوسټ وروسته له هغه کړی چې د ميدان وردګو په بهسودو ولسوالۍ کې د عليپور د وسله والو له خوا يوه حکومتي چورلکه ووېشتل شوه، چې د څلورو پيلوټانو په ګډون نهه سرتېري په کې ووژل شول.

په افغانستان کې د سویډن کمېتې د ښکلا ځدراڼ له دندې څخه د لرې کولو په اړه سپيناوى ورکړى دى.

په خبرپاڼه کې راغلي : (( د عليپور او د هغه د کسانو د وژلو غږ د سویډن کمېټې استازیتوب نه کوي او نه هم موږ د عليپور او د هغه د ځواکونو له خوا د ترسره کېدونکي تاوتریخوالي ملاتړ کوو.))

سرچينې زياته کړې، ښکلا ځدراڼ خپل شخصي نظر په خپله شخصي ټویټرپانه ليکلی او د هغې خبرې د سویډن د کمېټې استازیتوب نه کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي : (( هغه د دې حق لري چې خپل شخصي نظریات بیان کړي او د سویډن کمېټه د بیان آزادۍ ته درناوى لري. که څه هم د هغې څرګندونې د علیپور او د هغه د کسانو د ” فوري وژنې” په اړه زموږ د اساسي ارزښتونو او بشري حقونو د اصولو پر خلاف دي. په همدې خاطر د سویډن کمېټې د ښکلا ځدراڼ دنده د داخلي څېړنو تر پای ته رسېدو پورې ځنډولې ده.))

په خبرپاڼه کې راغلي، هرڅوک چې د تاوتریخوالې په ترسره کولو تورنیږي د عادلانه محاکمې حق لري. د سویډن کمېټې کارکوونکي بايد د قانون له حاکمیت څخه وړاندې ولاړ نه شي.

ښکلا ځدراڼ بیا په خپل ټويټر کې ليکلي چې د سوېډن کمېټې له خوا له دندې لرې شوې ده.

هغې زياته کړې، چې په ټويټر کې يې خپل شخصي نظر خپور کړى او هر څوک د دې حق لري چې خپل حق خپور کړي، د دې نظر د ادارې استازيتوب نه کوي.

د سوېډن کمېټې دغه پرېکړه د خلکو له ګنو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

عبدالله زرمتي په خپله فيسبوک پاڼه کې ليکلي، د يو فرد په توګه د ښکلا ځدراڼ حق دی چې د ظلم، جبر او بې عدالتۍ پر وړاندې خپل نظر وړاندې کړي، دا چې تاسو د څو مغرضو کسانو په خوله د نوموړې دنده ځنډولې دا ستاسو اداره تر سوال لاندې راولي‌.

د نذير سهار په نوم بل تن ليکلي، د ښکلا ځدراڼ د دندې ځنډول غير عادلانه پرېکړ‎ہ دہ. له كاركوونكو بايد د هغوى د فردي ازادۍ حق وانخیستل شي. همدومره كافي وه چې وویل شي دا د نوموړ‎ې شخصي نظر دى.

زبير بابکرخېل د سويډين کمېټې د پرېکړې پر ضد ليکلي : که پر خپل اختيار مو د هغې دنده ځنډولې وي نو له دغه اقدامه مخکې له اداري اصولو سره سم، توصيه پکاره ده او که مو د يو شمېر افغانانو د غوښتنې په اساس دغه کار کړى وي نو غواړئ چې له هغې څو چنده زيات خلک درڅخه د دغې بې عدالتۍ پوښتنه وکړي؟

Visits: 3793

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.