ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٣٦ مثبتې پېښـې ثبت او دوه کسان یې له امله مړه شوي

په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٣٦ مثبتې پېښـې ثبت او دوه کسان یې له امله مړه شوي

author avatar
26 Mar 2021 - 15:33
په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٣٦ مثبتې پېښـې ثبت او دوه کسان یې له امله مړه شوي
author avatar
26 Mar 2021 - 15:33

کابل (پژواک، ٦ ورى ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٣٦ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي او دوه کسان یې له امله مړه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت له خوا د وري په ٦مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ١٦٨١ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٣٦ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٥٦٢٩٠ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شويو پېښو کې ١٤ ننګرهار، اته کابل، درې هرات او په يو شمېر نورو ولايتونو کې يو يو او دوه دوه کسان پرې اخته شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٥٧ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ٤٩٩٩٤ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې له کرونا ويروس څخه دوه تنه مړه شوي چې له دې سره په هېواد کې د ټولو مړو شويو کسانو شمېره ٢٤٦٩ تنو ته ورسېده.

د يادونې ده چې تر اوسه په ټوله نړۍ کې ١٢٥ ميليونه کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه څه باندې ٩٠ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو دوه ميليونه او ٧٥٧ زره کسان يې له امله مړه شوي دي.

Visits: 10

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.