کابل (پژواک، ۲۰ وری ۱۴۰۰): د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د خلکو د غوښتنې او د دوی له ژمنې سره سم د برېښنا لګښت بل مياشتنی شو چې په دې سره به له معمولي کچې د پېرودونکو د برېښنا لګښت پنځوس سلنه را کم شي.
له دې شرکت څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په لومړی ګام کې به د برېښنا لګښت بِل میاشتنی کېدل په کابل او وروسته په تدریج سره نورو ولایتونو کې پلی شي. دا هغه کار و چې په تېرو اوولسو کلونو کې نه و ترسره شوی.
سرچينه زياتوي، پر دې سربېره چې د بِل میاشتنی کېدل برېښنا شرکت مالي لګښتونه زیاتوي، خو د برېښنا شرکت رهبرۍ پلاوی د استوګنیزو پېرودونکو په ځانګړي ډول د بېوزله کسانو د ناوړه اقتصادي حالاتو په درک کولو سره دا لوی تصمیم ونیوه. له شک پرته د برېښنا لګښت بِل میاشتنی کېدل به د پېرېدونکو لپاره د برېښنا لګښت د کموالي ترڅنګ د هېواد اقتصادي پرمختګ په برخه کې هم بنسټيز او حیاتي رول ولري.
سرچينه کاږي، میاشتنی بِل به له معمولي کچې څخه د پېرودونکو برېښنا لګښت پنځوس سلنې ته را کم کړي.
د برښنا شرکت له ټولو پېرودونکو په ځانګړي ډول د کابل له پېرودنکو غوښتنه کړې چې له دې وروسته د خپلې برېښنا لګښت د ورکړې په برخه کې هیڅ ډول بې غوري ونه کړي، ځکه د بِل میاشتنی کېدل د پېرودونکو برېښنا لګښت د کموالي لامل کېږي او د برېښنا لګښت ورکول به د ټولو لپاره اسانه وي.
دغه شرکت زياتوي، په بل ګام کې به د یو شان تعرفې طرحه تر لاس لاندې ونیسي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دوی د ټولو نیمګړتیاوو او ستونزو په درک کولو سره هوډ لري چې ورو ورو په ټول هېواد کې ټولو پېرودونکو ته د برېښنا خدمتونو د وړاندې کولو لړۍ چټکه کړي.