ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دایمي اوربند په ګډون د «ګډ اصول» مسوده افغان لورو ته وسپارل شوه

د دایمي اوربند په ګډون د «ګډ اصول» مسوده افغان لورو ته وسپارل شوه

author avatar
11 Apr 2021 - 21:33
د دایمي اوربند په ګډون د «ګډ اصول» مسوده افغان لورو ته وسپارل شوه
author avatar
11 Apr 2021 - 21:33

کابل (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۰): د امریکا، ترکیې، ملګرو ملتونو او قطر پلاوو د سولې خبرو پر ځینو مهمو مواردو د هوکړې لپاره نهه ماده يي مسوده «ګډ اصول» تر استانبول ناستې مخکې د افغانستان د دواړو لورو پلاوو ته سپارلې ده.

په هغه لیک کې چې د ۱۴۰۰ کال د وري په ۱۸مه په دوحه کې د افغانستان سفارت له خوا د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ته رسېدلی، راغلي، د وري په ۲۷مه د استانبول ناستې له احتمالي ترسره کېدو مخکې د امریکا، ترکیې او ملګرو ملتونو په ګډون د افغانستان په چارو کې د قطر استازي د سولې خبرو چټکتیا په پار په دوحه کې له دواړو لورو (جمهوریت او طالبانو) سره پر ځینو اقداماتو کار کړی چې په نتیجه کې درېیو لورو (ترکیه، قطر او ملګري ملتونه) د «له خونې بهر د اسانتیاوو رامنځته کوونکو» په توګه منل شوي دي.

دغه راز سرچینې لیکلي، څلورګونو پلاوو د وري په ۱۵مه د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو مرکچي پلاوو ته نهه ماده يي مسوده «ګډ اصول» سپارلې څو په دې اړه نظر وړاندې کړي.

سرچینې زیاته کړې چې د یادې مسودې موخه د استانبول له ناستې مخکې د سولې خبرو په بهیر کې پر ځینو مهمو مواردو د دواړو پلاوو هوکړې ته د رسېدو لپاره لازم تیاری دی.

په دوحه کې د افغانستان سفارت، ۹ ماده يي ګډ اصول په لاندې ډول یاد کړي دي:

۱- ټول افغانان د څو شخړو له امله ځورېدلي دي؛ موږ د جګړې پای ته رسولو لپاره د دوی مخلصانه غوښتنو ته احترام لرو او د سیاسي مشارکت او دایمي اوربند له لارې د سوله ییز افغانستان لپاره د دوی غوښتنو منلو ته ژمن یو.

۲- دوه لوري موافق دي چې له متقابلو تورونو پرته ګډې، متحدې، سوله ییزې، باثباته، خپلواکې او اسلامي موخې ته د رسېدو لپاره پر سوله ییزه روحیه ګډ کارونه ترسره کړو.

۳- اسلام د افغانستان رسمي دین او د یووالي سرچینه ده. سیاسي مشارکت د اسلامي اصولو له یووالي سره تحقق پیدا کوي.

۴ــ موږ یوه مشارکتي، نماینده، ټولشموله او د افغانستان خلکو ته ځواب ویونکي حکومت ته چې د یوه مدون اساسي قانون په چوکاټ کې عمل وکړي، ژمن یو، موږ هوکړه کوو چې ژر یوه سیاسي مشارکت ته د لاسرسي په موخه چې په کې د معینې دورې لپاره د متقابلو اړخونو د منلو وړ انتقالي اداره چې وکولای شي د دایمي نوي حکومت رامنځته کېدو او د شخړې قطعي ختمېدو لامل شي، شامله ده، اقدام وکړو.

۵- د افغانستان پراخ بدلون د دغه هېواد د خلکو لپاره د ویاړ او قوت سرچینه ده. ضروري ده چې ټول راتلونکي سیاسي ترتیبات له هر ډول تبعیض پرته د ټولو هېوادوالو لپاره د مساوي حقونو د تضمین له لارې د دغه تنوع انعکاس کوونکي وي. ښځې باید د ژوند په ټولو برخو کې مساوي شریک وي او د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې د افغانستان د نړیوالو مکلفیتونو په همغږۍ یې ساتنه او ملاتړ وشي.

۵ ــ موږ د ټولو افغانانو د بشري حقونو ملاتړ ته ژمن یو. موږ په ټولو لورو کې میلیونونه قربانۍ منو او په فعالانه توګه د جګړې له امله پر رامنځته شوو ټپونو د پټۍ اېښودو لپاره د رښتینې ګډ ژوند لپاره هڅې کوو.

۷- راتلونکی حکومت به د خلکو له غربت مخنیوي لپاره اقتصادي، ټولنیز او متوازن پراختیایي پروګرامونه په لاره واچوي چې وکولای شي په باعزته سوله کې ژوند وکړي. افغانستان به له نړیوالو مرستندویانو سره د هېواد د پرمختګ لپاره کار ته دوام ورکړي. بشردوستانه کارکوونکو ته به اجازه ورکړل شي چې د ټولې افغاني ټولنې سره کار او مرسته وکړي.

۸- افغانستان له ګاونډیو، سیمې هېوادونو او له نړیوالې ټولنې هاخوا هېوادونو سره دوستانه اړیکې جوړوي. موږ ژمنه کوو ضمانت ورکړو چې افغانستان د نورو هېوادونو لپاره د ګواښ سرچینه نه ګرځي او اجازه به ورنه کړو چې یو کس او یا بله ډله د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي او په همدې حال کې افغانستان له بهرنیو لاسوهنو ساتو.

۹ــ موږ د خبرو یوه داسې بهیر او سوله ییزې مذاکرې ته د دې اصولو تطبیق په منظور عبوري سیستم ته د لاسرسي برخه کې او په نهایت کې له تاوتریخوالي لري فضا کې یوه دایمي سیاسي جوړښت رامنځته کولو او متقابل احترام ته ژمن یو.

د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوي له غور او څېړنې وروسته پرون د ګډو اصولو په اړه خپل نظریات څلوروګونو پلاوو ته وړاندې کړل چې په لاندې ډول دي:

  • د اسلام دین، د خلکو تاریخ او دودونه د افغانستان د ملي یووالي اساس دی.
  • د سیمې او ګاونډي هېوادونه باید افغانستان ته د بهرنیو جنګیالیو د راتګ مخه ونیسي.
  • ازادې او رڼې ټاکنې د افغانستان سیاسي راتلونکی تضمینوي.
  • هرکله چې په افغانستان کې سوله راغلې، له لږ مودې وروسته کورنۍ جګړې پیل شوې؛ نو اړینه ده چې د هغو د تکرار مخنیوي لپاره ضمانت موجود وي.

دغه راز په دوحه کې د افغانستان سفارت لیکلي چې د طالبانو ډلې موافقه کړې چې له اصولو سره سم د استانبول په ناسته کې برخه اخلي او په دوو راتلونکو ورځو کې یې (د ۹۰ ورځو لپاره تاوتریخوالي کمولو، نظریاتو وړاندې کولو- ګډو اصولو) په اړه له څلورګونو پلاوو (ترکیې، قطر، امریکا، ملل متحد) څخه ۴۸ ساعته وخت غوښتی دی.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد په دې اړه وویل: «موږ د سولې هوکړې ته رسېدو لپاره له سیمه ییزو او نړیوالو همکارانو سره د سولې او اساسی اصولو په اړه پرله پسې خبرې کوو.»

هغه زیاته کړه چې د دې بحثونو او مشورو په درشل کې د نړیوالې ټولنې له خوا نهه اصول مطرح شوي دي.

هغه وویل: «موږ د سولې عالي شورا کې د اړینو ارزونو له ترسره کولو وروسته له ملګرو ملتونو او کوربه هېوادونو سره د دې اصولو او د خبرو پرمختګ په اړه خپل نظرونه شریک کړل، دا هغه بحثونه دي چې دوام به ولري او له هغو موخه د مذاکراتو بریا لپاره زمینه برابرول دي.

پژواک یاده ۹ ماده ییزه مسوده (مشترک اصول) د طالبانو د قطر سیاسي دفتر له ویاند ډاکتر محمد نعیم سره شریکه کړه؛ خو تر اوسه یې ځواب نه دی ویلی.

Visits: 2567

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.