ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګري ملتونه: د ترهګرۍ هر ډول پېښې جرمي عمل دی، هېڅ توجيه ورته نشته

ملګري ملتونه: د ترهګرۍ هر ډول پېښې جرمي عمل دی، هېڅ توجيه ورته نشته

author avatar
4 May 2021 - 14:22
ملګري ملتونه: د ترهګرۍ هر ډول پېښې جرمي عمل دی، هېڅ توجيه ورته نشته
author avatar
4 May 2021 - 14:22

کابل  (پژواک، ١٤ غويى ١٤٠٠): د ملګرو ملتونو امنيت شورا د لوګر وروستي بريد غندلو ترڅنګ ويلي چې د ترهګرۍ هر ډول پېښې جرمي عمل دی او هېڅ ډول توجيه نه لري.

څو ورځې مخکې د لوګر په مرکز پل علم ښار کې د يوه موټربم بريد په پايله کې د زده کوونکو په ګډون ٢٦ کسان ووژل شول او تر ١١٠ پورې ټپيان شول.

په نيويارک کې د ملګرو ملتونو له دفتره د غويي په ١٤مه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د امنيت شورا ټول غړي هېوادونه د افغانستان د لوګر ولايت موټربم بريد په کلکه غندي او د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږي څرګندوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د امنيت شورا غړي هېوادونه د افغانستان پر وروستيو امنيتي حالاتو او د تاوتريخوالي پر زياتېدو اندېښمن دي.

امنيت شورا، په ځانګړې توګه د ملکي تلفاتو پر زياتېدو خپګان څرګند کړى او د دې کچې پر ټيټولو يې ټينګار کړى دى.

په خبرپاڼه کې راغلي چې تر هر نامه لاندې ترهګري، د ټولې نړۍ سولې او امنيت ته ګواښ رامنځته کوي.

سرچينې زياته کړې چې امنيت شورا ټول غړي هېوادونه ټينګار کوي چې له ترهګرو ډلو سره مالي مرسته کوونکي، ملاتړي او تنظيموونکي بايد محاکمه شي.

امنيت شورا ويلي چې له نړيوالو قوانينو سره سم به دوى د افغانستان له حکومت سره په دې برخه کې کار کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ترهګرۍ هر ډول پېښې جرمي عمل دی او هېڅ ډول توجيه ورته نشته.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا له ټولو هېوادونو غوښتي چې د ترهګرۍ او ترهګرو پر ضد جدي اقدامات وکړي.

Visits: 46

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.