ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر: د ترانسپورتي اتحادیو ستونزې دې حل او زیات ملاتړ دې وشي

ولسمشر: د ترانسپورتي اتحادیو ستونزې دې حل او زیات ملاتړ دې وشي

author avatar
7 May 2021 - 10:14
ولسمشر: د ترانسپورتي اتحادیو ستونزې دې حل او زیات ملاتړ دې وشي
author avatar
7 May 2021 - 10:14

کابل (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۰): ولسمشر غني د دې ترڅنګ چې د افغانستان خونو له فدراسیون وغوښتل چې خصوصي او دولتي مشارکتي شرکتونه ایجاد کړي، ترڅو د ستونزو او ننګونو د حل په اړه ګډ اقدامات وشي، وايي، د ترانسپورتي اتحادیو ستونزې دې حل او زیات ملاتړ دې وشي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمداشرف غني نن د افغانستان خونو فدراسیون بورډ غړو سره د ماښام لمونځ ادا او د روژه ماتي په مېلمستیا کې ورسره له سوداګرو او پانګوالو څخه د لازیات ملاتړ او اقتصادي ثبات په اړه خبرې وکړې.

سرچينه کاږي، په پیل د افغانستان خونو فدراسیون رئیس او مدیره پلاوي له جمهوري نظام او د سولې په اړه د ولسمشر له دریځ خپل ملاتړ اعلان کړ وې ویل، موږ اماده یو د زېربناوو د پیاوړتیا، کانونو، کرنې او انکشاف په برخه کې د افغانستان حکومت سره همکاري وکړو.

دوی دغه راز د کانونو، سوداګرۍ، کرنې، صنعت او ترانسپورټ سکتورونو د ښه والي په برخو کې خپل مشخص وړاندیزونه وکړل.

ولسمشر غني د دوی د خبرو له اورېدو وروسته وویل، موږ له ډیجیټلي کولو پرته نه شو کولی کرنه صنعتي او نورې برخې په پښو ودروو.

هغه د بانکونو د ډیجیټلي کولو او د ارزښت پر ځنځیر د لازیاتې پانګونې په موخه د افغانستان بانک ته لارښوونه وکړه او زیاته یې کړه چې هره میاشت به د افغانستان خونو فدراسیون سره ګوري او د ستونزو د حل په اړه به یې اقدام وشي.

ولسمشر د خصوصي سکتور لاسته راوړنې وستایلې او افغانستان خونو فدراسیون له غړو یې وغوښتل چې خصوصي او دولتي مشارکتي شرکتونه ایجاد کړي، ترڅو د ستونزو او ننګونو د حل په اړه ګډ اقدامات وشي.

اشرف غني د خپلو خبرو په پای کې څرګنده کړه، تعرفو ته دې بیا کتنه او هدفمندې شي او د ترانسپورټي اتحادیو ستونزې دې حل او زیات ملاتړ دې وشي، همداراز دې د ګمرکونو د اصلاحاتو په برخه کې جدي اقدامات ترسره شي.

Visits: 28

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.