ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست د ولايتي شورا غړي: د شهر صفا ولسوالۍ امنيه قوماندان د خوست یو سوداګر وژلی

د خوست د ولايتي شورا غړي: د شهر صفا ولسوالۍ امنيه قوماندان د خوست یو سوداګر وژلی

author avatar
9 May 2021 - 16:02
د خوست د ولايتي شورا غړي: د شهر صفا ولسوالۍ امنيه قوماندان د خوست یو سوداګر وژلی
author avatar
9 May 2021 - 16:02

خوست ښار (پژواک، ۱۹ غويی ۱۴۰۰): د خوست د ولايتي شورا غړي ادعا کوي چې د زابل ولايت د شهر صفا ولسوالۍ امنيه قوماندان د ميرولي په نوم د وړو موټرو يو خوستی سوداګر لومړی نيولی او وروسته يې په مرموز ډول وژلی دی.

هغوی وايي، د ميرولي په نوم دغه خوستی سوداګر وروسته له هغه د شهر صفا ولسوالۍ د امنيه قوماندان عبدالبصير په امر وژل شوی، چې کومې رسنۍ سره يې په ويډيويي بڼه د لوی کندهار پر لويه لار له خلکو سره د پوليسو له ناوړه چلند شکايت کړی و.

د خوست د ولايتي شورا يوه غړي نورشاه نوراني پژواک خبري اژانس ته وويل، ميرولي د روژې په ۲۱مه په شهر صفا ولسوالۍ کې له لويې لار ورک شوی، چې وروسته يې جسد تېره ورځ د روژې په ۲۶مه له يوې ونې سره ځوړند موندل شوی دی.

هغه همدا ډول وويل، ميرولي له وژل کېدو څو ځله وړاندې هم د قوماندان عبدالبصير په امر بندي او په کانټينر کې اچول شوی دی.

نوموړي له مرکزي ادارې او اړوندو امنيتي ارګانونو غوښتنه وکړه، چې د عبدالبصير په نوم قوماندان هر چېرته چې وي، ودې نيول شي او د قانون منګولو ته دې وسپارل شي.

ده زياته کړه: ((د دغه خوستي سوداګر وژنه ولايتي شورا او د خوست خلک په کلکو ټکو غندي او له مرکزي حکومته په جديت غوښتنه کوو چې د دغې وژنې لامل معلوم کړي او ترڅنګ يې عاملين ونيسي. که چېرې مرکزي حکومت په دې تړاو اقدام ونه کړي، بيا شايد خوستوال ولسونه هم په نورو لارو چارو لاس پورې کړي او د ميرولي غچ به واخلي.))

ورته مهال د وکيل په نوم د دغه وژل شوي خوستي سوداګر د کورنۍ يوه غړي هم له پژواک اژانس سره خبرو کې له مسوولو چارواکو وغوښتل چې ژر تر ژره دې د ميرولي قاتلين ونيسي او د قانون منګولو ته دې وسپاري.

دی وايي: ((دا پټه خبره نه ده د شهر صفا ولسوالۍ امنيه قوماندان به هر وخت له ده څخه رشوت اخيست، کله به يې کانټينر ته واچوه، موټر به يې ترې واخيست، قوماندان به خپله په کې ګرځېده، بيا ميرولي ويډيو پورته کړې وه او شکايت يې کړی و، نو ځکه يې وواژه.))

د ميرولي هغه ويډيو کليپ چې کومې رسنۍ ته يې د شهر صفا ولسوالۍ پوليسو او امنيه قوماندان د بد چلند په اړه ورکړی، دا مهال په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس کېږي.

هغه د کليپ په يوه برخه کې ويلي: ((د کندهار نه چې راووځې، د زابل ولايت يوه ولسوالۍ ده شهر صفا، قوماندان يې عبدالبصير نوميږي، ډېر بد سړی دی، ډېره بده رويه له خلکو سره کوي. موږ کانټينر ته اچوي، په عذابوي مو په يوه او بله بانه د پيسو غوښتنه رانه کوي، پيسې هسې هم ورکوو او ورکړې مو هم دي. پرون يې زموږ له انډيوال نه زر کلدارې واخيستې، نن يې ما نه پنځه سوه واخيستې. پيسې ورکوو، خو دوی موږ کانټينر ته اچوي، موږ نه موټر بيايي، کله يې کندهار ته بیايي، کله يې بلې خواته بيايي، موټران يې له موږ نه ټکر کړل او څو وارې يې زموږ له انډيوالانو موټر ووهل.))

د موټرو د دغه وژل شوي خوستي سوداګر جنازه نن د خوست ولايت په اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شوه.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د زابل ولايت امنيتي مسوولينو په ځانګړي ډول د شهر صفا ولسوالۍ د امنيه قوماندان عبدالبصير نظر هم واخلي، خو له هڅو سره سره بيا هم ونه توانېده.

خو د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين بيا پژواک خبري اژانس ته وويل، که چېرې د وژل شوي سوداګر کورنۍ په دې اړه له دوی سره کوم اسناد او شواهد شريک کړي، نو په اړه به يې جدي څېړنې وکړي.

 

Visits: 3458

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.