ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیا اوسیدونکو د نا امنیو په غبرګون کې اعتراضیه خیمه درولې

د پکتیا اوسیدونکو د نا امنیو په غبرګون کې اعتراضیه خیمه درولې

author avatar
11 May 2021 - 21:43
د پکتیا اوسیدونکو د نا امنیو په غبرګون کې اعتراضیه خیمه درولې
author avatar
11 May 2021 - 21:43

ګردېز (پژواک،۲۱ غویی ۱۴۰۰): د پکتيا ولايت سلګونه اوسېدونکو په ګردېز ښار کې اعتراضيه خېمه درولې او له دندو د دې ولايت د والي او امنيه قومندان د لرې کېدو غوښتنه کوي.

دوی وايي ، په دې وروستيو کې په دې ولايت کې ناامني اوج ته رسېدلې او د ولايتي ادارې د کمزوري مديريت له امله د ناامنيو سربېره هېڅ رغنيز او اقتصادي فعاليتونه هم نشته.

قومي مشر مرجان کوچی وايي چې د کشفي او استخباراتي ارګانونو د کمزوري له امله په وروستيو څو اونيو کې پکتيا کې ګڼ کسان په هدفي وژنو او نورو بريدونو کې وژل شوي او ټپيان شوي، خو د هېڅ يوه عامل ندی نيول شوی.

کوچي پژواک ته وويل:((له ګردېز نه باړه او غيره علاقه جوړه شوې، له پوخ سړک لاندې څوک ډاډه وخت نه شي تېرولی، تېره اونۍ د والي د مېلمستون تر څنګ جګړه وه، دا څنګه مديريت دی؟ دا ټول دولت ته د شرم خبره ده، موږ داسې رهبري نه غواړو چې د وژل کېدو سيل مو کوي.))

دوه ورځې وړاندې ځينو کسانو له ګردېز ښار څخه يو ټکسي چلوونکی له تښتولو وروسته په احمدابا ولسوالي کې وژلی او موټر يې هم ترې بيولی و، چې نن يې يو تن وژونکی پوليسو نيولی دی.

د وژل شوي هلک کاکا او د بنوزيو د قوم مشر شېرمحمد بنوزي وويل سره له دې چې د نورو برخو سربېره ګردېز د سوېل ختيځ زون امنيتي مرکز دی، خو په خبره يې د ولايتي ادارې او مسولينو د ناغيړي او نه همغږي له امله د ښار شاوخوا ډېری سيمې ناامنه دي.

بنوزي زياته کړه:((چې يوه برخه سمه وای هم، موږ به ويلي و، چې ځه دې برخه کې خو ګېله نکوو، خو اوس هېڅ یوه برخه هم نده جوړه او هرې برخې ورخ وړی دی. فساد اوج ته رسېدلی، ټول د ګمرک او نورو عايداتي ادارو په غلاوو لګيا دي، نه کار شته او نه امنيت. موږ تر هغه کرار نه کينو، چې دا حالت بدل نشي.))

د لويې پکتيا ټولنې مشر سيدجمال الدين اصف خېل د پکتيا په شته حالت خواشيني څرګندوي او وايي چې له يو کال څخه په دې ولايت کې کومه نوې يا نيمګړې پروژه نه ده بشپړه شوې.

اصف خېل پژواک ته وويل چې مرکزي ادارو پکتيا له پامه غورځولې او د دې ولايت د ناوړه حالت د سمون لپاره يې هېڅ عملي اقدام ندی کړی.

پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه د پکتيا د والي نظر هم ولرو، خو زموږ د پوښتنې او پيغام سربېره يې تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د پکتيا امنيه قومندان مل پاسوال نجيب الله سرتېر هم مني چې په وروستيو کې ناامنيو زور اخيستی او له اړوندو ارګانونو سره په ګډه يې د قابو کولو هڅه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د لويې پکتيا ځوانانو په کابل کې هم د خبري کنفرانس پر مهال په دې ولايت کې د وروستيو ناامنيو او په ټپه ولاړ اقتصادي او رغنيز چارو په اړه نيوکې کړې او په دې ولايت کې يې د مثبت بدلونونو غوښتنه کړې وه.

Visits: 17

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.