ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غور کې موټر چلوونکي د هرات ـ غور لویې لارې د پخولو غوښتونکي شول

په غور کې موټر چلوونکي د هرات ـ غور لویې لارې د پخولو غوښتونکي شول

author avatar
11 May 2021 - 16:57
په غور کې موټر چلوونکي د هرات ـ غور لویې لارې د پخولو غوښتونکي شول
author avatar
11 May 2021 - 16:57

فیروزکوه (پژواک، ۲۱ غویی ۱۴۰۰): په غور کې یو شمېر موټر چلوونکي او د ځمکني ترانسپورټ شرکتونه د غور ـ هرات د لویې لارې له خرابوالي شکایتونه لري او له مسوولینو څخه غواړي چې د دغې لارې پخولو ته جدي پاملرنه وکړي ترڅو خلکو ته اسانتياوې رامنځ ته شي.

د غور موټر چلوونکو او د ځمکني ترانسپورټ شرکتونو مسوولینو پژواک سره په خبرو کې وویل چې د غور ـ هرات د لویې لارې خرابوالی او لرې والی د دې لامل شوی چې مسافر او بار وړونکي موټر څو ورځې په دغه لاره کې پاتې شي.

د دوی په وینا، د دغې لارې خرابوالی د د ې لامل شوی چې مسافرو او موټر چلوونکو ته د مالي زیانونو اوښتو ترڅنګ د سوداګرو مال هم زیانمن او له منځه ځي.

په غور کې د ترانسپورټي شرکتونو د اتحاديې یوه غړی نوراحمد پژواک ته وویل: «زموږ عمده ستونزه د سړکونو د خرابوالي ده، تاسې باور وکړئ چې حتی جغل اندازي هم نه ده شوې، ډېری وخت د همدې خرابوالي په سبب ډېرې بدې ترافیکي پېښې رامنځ ته کېږي. »

نوموړي وویل، که دغه لاره پخه شي، د ترافیکي پېښو د راکمېدو  ترڅنګ، د موټر چلوونکو په تګ اوراتګ کې اسانتیاوې رامنځ ته کېږي او موټر به په وخت ورسيږي.

د ده په خبره، د وارداتي مالونو لوړ قېمت د همدغو خرابو لارو له امله وي، ځکه چې باروړونکي موټر په ځنډ رسېدو سره لوړه کرایه اخلي.

نوراحمد له حکومته غواړي چې د دغې لارې پخولو ته پاملرنه وکړي.

په همدې حال کې د غور ـ هرات لویې لارې یو بل موټر چلوونکی وایي: «د دې په خاطر چې زموږ لارې ډېرې خرابې دي، څلور شپې تېروو ترڅو هرات ته ورسیږو یا غور ته، تاسې فکر وکړئ چې څومره تېل مصرفوو. »

نوموړي په داسې حال کې چې ویل يې، که لاره خرابه نه وي، له یوې ورځې په کم وخت کې هرات ته رسیږو، زياته یې کړه: «موږ مجبور یو چې لوړه کرایه واخلو، ځکه چې موږ ډېر تېل مصرفوو.»

ده او نورو موټر چلوونکو د نور احمد په څېر ورته څرګندونې درلودې او له مسوولینو یې وغوښتل چې د دوی د ستونزو په حل کولو کې پاملرنه وکړي.

په غور کې د ټولګټو ریاست مني چې د غور- کابل او غور- هرات لويو لارو کې مسافر او موټر چلوونکي په ډېرو ستونزو سره تګ راتګ کوي.

د یاد ریاست  د کار او ودانیو مسوول عبدالغفور حقیار پژواک ته وویل چې دوی که څه هم پر دغې لویې لارې جغل اچولی او ترمیم کړې یې ده، خو د خامه سړک له امله موټر چلوونکو او مسافرو ته ستونزې پیدا کېږي.

ده په داسې حال کې چې د هېواد په کچه د لويو لارو او پروژو د جوړولو مسوولیت مرکز پر غاړه لري، زياته کړه، ستونزو ته د رسېدو په منظور يې په مرکز کې له مسوولینو سره په دې اړه خبرې کړې دي.

نوموړی وایي: «د سړکونو پخول او لويې پروژې په مرکز کې مطرح کيږي او تصميم نيول کيږي او موږ د ولایت په کچه له دغو جریاناتو نه خبر نه یو، خو تر کومه ځایه چې مسوولیت لرو، د حفظ او مراقبت په برخه کې موږ خپل کارونه کړي دي، موږ د خپلو وسايلو او ماشینرۍ په واسطه د دغې لارې ساتنه کړې ده.»

دا په داسې حال کې ده چې دوه کاله مخکې د غور خلکو د سړکونو د خرابوالي له امله په لویو لاریونونو لاس پورې کړ او د خپلو سړکونو د پخولو غوښتنه یې کوله. حکومت په هغه وخت کې له دوی سره ژمنه کړې وه چې ډېر ژر به د غور د ۸۰ کیلو متره سړک د پخولو چارې پيل کړي، خو تراوسه پورې په دې اړه کوم اقدام نه دی شوی.

Visits: 9

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.