ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کونړ کې سلګونو کسانو د اسرایلو پرضد لاریون وکړ

په کونړ کې سلګونو کسانو د اسرایلو پرضد لاریون وکړ

author avatar
21 May 2021 - 15:55
په کونړ کې سلګونو کسانو د اسرایلو پرضد لاریون وکړ
author avatar
21 May 2021 - 15:55

اسعداباد(پژواک، ۳۱غویی۱۴۰۰): په کونړ ولایت کې سلګو کسانو پر فلسطینیانو د اسرایلي ځواکونو بمباریو پرضد لاریون وکړ.

دغه لاریون چې نن د غويي په ۳۱مه د جمعې لمانځه له اداکولو وروسته د اسعداباد ښار د شهیدانو په څلور لارې کې ترسره شو، سلګونو کسانو په کې ګډون کړی وو۔

د کونړ ولایت د عالمانو شورا مشر مولوي ضیالرحمن الله له افغان حکومت، اسلامي هېوادونو او نړیوال اسلامي کنفرانس څخه غوښتنه وکړه چې د فلسطیني مسلمانانو هر اړخیزه مرسته او همکاري وکړي اوپه عملي توګه دې د اسراییلو خلاف د فلسطین له خلکو سره په جګړه کې نظامي ګډون وکړي، ترڅو د مسلمانانو لومړۍ قبله بیت المقدس له اسرایلو څخه ازاد کړي۔

یوه بل لاریون وال مولوي برهان الدین بیا په افغان حکومت او وسله والو طالبانو غږ وکړ چې په خپلو کې سوله او اوربند وکړي، ترڅو په هېواد کې سوله او امن راشي۔

یوه بل لاریون کونکي رحمت الله زاهد د افغانستان حکومت د بهرنیو چارو وزارت له لوري پر فلسطین د اسرایلي  پوځیانو د بریدونو خلاف د غبرګون هر کلی وکړ۔

دغه راز نن په کابل کې د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي پلویانو یوه اعتراضي غونډه جوړه کړې وه او د اسراییلو بریدونه یې وغندل.

د معلوماتو په اساس، ویل کیږي چې له نن سهار راهیسې د مصر په منخګړتوب د فلسطینیانو او اسراییلو ترمنځ اوربند شوی دی.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.