ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سعودي ته تلونکي افغان مسافرين: هوايي شرکتونه د کرنتين په نوم ډېرې پيسې اخلي

سعودي ته تلونکي افغان مسافرين: هوايي شرکتونه د کرنتين په نوم ډېرې پيسې اخلي

author avatar
23 May 2021 - 16:07
سعودي ته تلونکي افغان مسافرين: هوايي شرکتونه د کرنتين په نوم ډېرې پيسې اخلي
author avatar
23 May 2021 - 16:07

کابل (پژواک، ٢ غويی ١٤٠٠): سعودي عربستان ته تلونکي افغان مسافر شکايت کوي چې د کام ایير او اريانا هوايي شرکتونه هلته ترې د کرنتين د ورځو په نوم ډېرې زياتې پيسې اخلي چې دوى یې د ورکولو وس نه لري.

د سعودي عربستان حکومت څو ورځې مخکې د افغانستان په ګډون د ٢٠ هېوادونو وګړو ته مشروطه اجازه ورکړه چې دغه هېواد ته سفر وکړي، خو په ډاګه يې کړه چې سعودي ته له رسېدو سره سم به هلته يوه اوونۍ قرنطين کېږي او بيا به خپلو کارونو او کورونو ته ځي.

خو سعودي ته تلونکي افغان مسافر شکايت کوي چې د افغانستان د کام ایير او اريانا هوايي شرکتونه د کرنتين په نامه ترې ډېرې پيسې اخلي.

وارث خان هوتک چې ډېرى مهال په ټولنيزه شبکه فېسبوک کې په سعودي کې د مېشتو افغانانو ستونزې خپروي، په يوه تازه ويډيويي پيغام کې دغه ستونزه جدي بللې ده.

هغه زياته کړې چې د سعودي له اعلان وروسته دغه هوايي شرکتونو له هغو افغان مسافرينو چې رياض ته ځي ١٣٠٠ ډالر او چې څوک جدې ته ځي ٧٠٠ امريکايي ډالر د قرنطين په نامه اخلي.

هوتک وايي: ((دا ډېرې زياتې پيسې دي، افغان مسافر دلته د مزدورۍ لپاره راځي، دوى څنګه کولى شي چې يواځې د يوې اونۍ قرنطين لپاره دومره پيسې ورکړي.))

د نوموړي په وينا، پخوا چې افغانان عمرې ادا کولو لپاره سعودي ته راتلل، نو اړوند شرکت به ترې له شپږ سوه څخه تر اووه سوه ډالر اخيستل، خو په هغو کې د الوتکې ټکټ، هوټل ترانسپورټ او نورې اسانتياوې شاملې وي، خو اوس يواځې د يوې اوونۍ هوټل لپاره ١٣٠٠ او ٧٠٠ ډالر اخلي چې ستر ظلم دى.

وارث خان هوتک وويل، کله چې سعودي اعلان وکړ، هوايي شرکتونو خپلې الوتنې هم لغوه کړې څو له مسافرو اضافه پيسې واخلي.

د هغه په وينا، هوايي شرکتونو دا کار انحصار کړى، مسافرين چې سعودي ته ورسېږي، دا حق بايد ورکړل شي چې په خپله ځانونه چېرته په ارزانه هوټلونو کې قرنطين کړي.

د حمدالله زرمتي په نامه يو کس چې په سعودي کې مزدوري کوي، وايي چې افغان کاريګر هېڅکله د دومره ډېرو پيسو د ورکړې وس نه لري.

هغه ګواښ کوي چې که دا ستونزه هواره نه شي، سلګونه افغان مسافر به د سعودي په پلازمېنه رياض کې پر لاريونونو پيل وکړي.

د حمزه تنها په نوم يوه افغان په فېسبوک کې ليکلي چې ده په ٢٤زره افغانيو سعودي ته د سفر ټکټ کړى و، خو اوس ترې شرکت د قرنطين لپاره ٧٠٠ ډالره اضافي پيسې غواړي.

په سعودي عربستان کې د افغانستان سفير احمد جاوېد مجددي هم ياده ستونزه تاييدوي او وايي چې د يوه مکتوب له لارې يې د سعودي عربستان له حکومت او اړوند هوايي شرکتونو غوښتي چې دا پيسې کمې او ستونزې هوارې کړي.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((له شرکتونو مې غوښتي چې سعودي ته د راتللو په وخت د ۷ ورځو کرنتين لګښت دې را ټيټ کړي او ترڅنګ مې د سعودي له چارواکو دا هم غوښتي چې افغان مسافر دې د قرنطين موده په خپلو استوګنځايونو کې تېروي.))

د افغانستان سفير وايي، سفارت د سعودي له دغه اعلان څخه مخکې او وروسته د دغه هېواد د بهرنيو چارو له وزارت سره اړيکه ونيوه چې افغانانو ته استثنى ورکړي څو دوى د قرنطين ورځې په خپلو کورونو کې تېرې کړي.

مجددي زياته کړه چې د افغان کاريګرو او مسافرو اقتصادي وضعيت د نورو هېوادونو د خلکو په پرته ډېره خراب دی او ډېره هڅه يې وکړه چې دا ستونزه يې هواره شي.

د نوموړي په وينا، د سفارت سوداګرۍ اتشې ته يې هم دنده سپارلې، څو له شرکتونو سره په دوامداره توګه په تماس کې و اوسي چې د مسافرينو ستونزې هوارې کړي.

پژواک اژانس هڅه وکړه چې په دې تړاو د اريانا هوايي شرکت نظر واخلي، خو د دې خبر تر خپرولو هغوى نظر ورنه کړ.

خو په کابل کې د کام ایير شرکت سوداګريز مرستيال سليمان پژواک اژانس ته ومنله چې دوى د رياض له مسافرينو ١٣٠٠ او د جدې له مسافرينو ٧٠٠ ډالر اخلي.

هغه زياته کړه چې په دې پکیج کې د ١٤ ورځو قرنطين هوټل، ډوډۍ، ترانسپورټ، د کرونا ټسټ او نور اسانتياوې شاملې دي.

د سليمان په وينا، رياض چې د سعودي پلازمېنه ده، هلته هوټلونه او د نورو توکو نرخونه لوړ دي؛ ځکه هغه سيمې لپاره ١٣٠٠ ډالر ټاکل شوي دي.

Visits: 1286

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.