ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېر یوه کال کې تر ۱۷۲ زره ډېر افغان ګډوال له ایران څخه ایستل شوي

تېر یوه کال کې تر ۱۷۲ زره ډېر افغان ګډوال له ایران څخه ایستل شوي

author avatar
24 May 2021 - 18:33
تېر یوه کال کې تر ۱۷۲ زره ډېر افغان ګډوال له ایران څخه ایستل شوي
author avatar
24 May 2021 - 18:33

هرات ښار(پژواک، ٣ غبرګولی ١٤٠٠): د هرات د ګډوالو او بېرته راستنېدو چارو ریاست مسوولین وايي چې تېره یوه کال کې د ٢١٦١ بې سرپرسته ماشومانو په ګډون تر ۱۷۲ زره ډېر افغان کډوال په اجباري ډول له ایرانه ایستل شوي دي.

د دوی په خبره، د ۱۳۹۹ کال له پیله ایران کې د کرونا ویروس له خپرېدو سره هم مهاله د سږ کال تر وري میاشتې ۱۷۲ زره او ۵۲۱ افغان کډوال د ایران دولت له خوا په اجباري ډول رد مرز شوي دي.

د هرات د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو رییس مبین قادري نن پژواک خبري اژانس ته وویل، د ۱۳۹۹ کال له پیل څخه د سږ کال تر وري میاشتې هم ۳۳۴ زره او ۲۶۹ افغان کډوال په خپله خوښه د هرات -اسلام کلا بندر له لارې هېواد ته داخل شوي دي.

د نوموړي په خبره، په اجباري بڼه رد مرز شوو کسانو کې ۱۵۲ بې سرپرسته ښځې او دوه زره او ۱۶۱ بې سرپرسته ماشومان هم شامل دي.

نوموړي په ډاګه کړه چې تېر کال هېواد کې د کرونا ویروس له خپرېدو سره هم مهاله هره ورځ شاوخوا ۱۵ زره افغان کډوال د کار د نه موجودیت او کرونا ناروغۍ له ډاره د اسلام کلا بندر له لارې هېواد ته راتلل.

د هغه په خبره، په تېرو دوو میاشتو کې چې ایران کې د کرونا تازه څپه خپره شوې هېواد ته د کډوالو د بېرته راتګ شمېر هم ډېر شوی او اوس هره ورځ شاوخوا پنځه زره کسان د اسلام کلا بندر له لارې هېواد ته راځي.

په ورته وخت کې ځینې کډوال چې په خپله خوښه هېواد ته راځي پژواک ته وايي، د کرونا ناروغۍ د ډېرېدو، کارخونو رخصتي، د کار نه موجودیت او لږ مزدورۍ له امله هېواد ته راغلي دي.

۳۵ کلن ځوان غلام حبیب چې د زابل ولایت اوسېدونکی دی، تېره ورځ د اسلام کلا بندر له لارې هواد ته راغلی دی.

هغه وویل، ایران کې یې د کرونا ناروغۍ له خپرېدو مخکې هره ورځ له ۱۶۰ تر ۱۷۰ زره تومانه کار کاوه، خو د ویروس له خپرېدو وروسته ټولې کارخونې رخصت شوې او د کارګرۍ مزد ۵۰ زره تومانو ته را کم شو.

نوموړي زیاته کړه، د کرونا بحران او په ایران کې نامعلوم برخلیک د دې لامل شو چې له دوو کلونو کارګرۍ وروسته هېواد ته خالي لاس بېرته راوګرځېد.

۴۸ کلنه ګل بي بي محسني شاوخوا یوه میاشت مخکې د کډوالۍ لپاره کابل کې خپل کور، ځمکه او توکي وپلورل او د کورنۍ له ۱۷ غړو سره ایران ته لاړه او غوښتل یې له هغه ځایه ترکیې ته لاړ شي.

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.