ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې په ميليونونو ډالرو جوړه شوې سړه خونه د کباړ کېدو له ګواښ سره مخ ده

کندهار کې په ميليونونو ډالرو جوړه شوې سړه خونه د کباړ کېدو له ګواښ سره مخ ده

author avatar
25 May 2021 - 14:53
کندهار کې په ميليونونو ډالرو جوړه شوې سړه خونه د کباړ کېدو له ګواښ سره مخ ده
author avatar
25 May 2021 - 14:53

کندهار(پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۰): په کندهار هوايي ډګر کې د درې زره مټریک ټنه په ظرفیت یوه سړه خونه(کولډ سټور) د کباړ کېدو له ګواښ سره مخ ده، خو نه دولت کار ورڅخه اخلي او نه یې هغه شرکت ته د لېږد اجازه ورکوي چې اخیستې یې ده.

دغه د لېږد وړسړه خونه شاوخوا دوه کاله مخکې د توکل سادات شرکت له خوا له بهرنيانو څخه اخیستل شوې چې د دغه شرکت د مسوولينو په وينا، دولت يې له کوم دلیل پرته د لېږد مخه نیولې ده.

توکل سادات شرکت د کندهار ښار په ښوراندام سیمه کې د ۲۵۰۰ مټریک ټنه په ظرفیت سړه خونه او یخچالي موټر لري چې نه يوازې د بڼوالو او سوداګرو مېوې او نور توکي ساتي، بلکې هر کال په زرګونو ټنه انګور او انار بهر ته صادروي.

د دغه شرکت یوه ونډه وال محمد اغا پژواک خبري اژانس ته وویل، توکل سادات شرکت له تېرو څلورو کلونو راهیسې په کندهار کې د تازه مېوې د ساتنې او صادراتو په برخه کې خدمات وړاندې کوي چې د دغو خدماتو د پراختیا په موخه یې دوه کاله وړاندې په کندهار هوايي ډګر کې یو کولډ سټور واخیست.

هغه زیاته کړه، د ۳۰۰۰ ټنه په ظرفیت دغه کولډ سټور په اصل کې د انهم/ANHAM خصوصي شرکت اړوند و چې په کندهار هوايي ډګر کې په ميليونونو ډالره جوړه او له مېشتو بهرنیو ځواکونو سره یې قراردادونه لرل او د هغوی خوراکي توکي یې په کې ساتل.

دی وايي، د بهرنیو ځواکونو له کمېدو سره د دغه کولډ سټور يا سړې خونې فعالیت هم ودرېد چې اړوند شرکت په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې پر سبزوار زارعتي شرکت، ياد شوي شرکت بیا پر سټار نصیب شرکت، دغه شرکت بیا پر نوي جهاني شرکت او همدې شرکت بیا شاوخوا دوه کاله مخکې پر توکل سادات شرکت وپلوره.

محمد آغا د دغې سړه خونې ( کولډ سټور)  د پېر او پلور اړوند اسناد(01) هم له پژواک سره شریک کړل.

د ده په خبره، دغه سړه خونه يې په ۲۰۵ زره امریکايي ډالره اخیستې وه، خو کله چې یې غوښتل د دغې سړې خونې ماشینري، وسایل او توکي ښوراندام سیمې ته ولېږدوي او هلته یې انسټال او ځاى پر ځاى کړي ؛ نو د دفاع وزارت اړوند چارواکو يې مخنیوی(02) وکړ.

دی وايي، چارواکو په داسې مهال د دغه کولډ سټور د لېږد مخه ونیوله او په دې اړه یې دوی ته د څېړنې او پلټنې کولو وویل چې د دغه کولډ سټور اړوند اووه- اته ماشینونه يې لېږدولي وو.

نوموړي وویل، چارواکو ان هغه ټېلر کرايي موټر هم له تېرو دوو کلونو راهیسې درولی چې یو شمېر توکي په بار شوي وو او لېږد ته چمتو شوی و.

محمد آغا وایي، په دې موده کې څلور پنځه ځلې د ملي امنیت شورا اړوند اقتصادي کمېسیون، دفاع وزارت، کرنې وزارت او اړوندو نورو ادارو لوړ رتبه پلاوي راغلل چې هر ځل یې هم له کولډ سټور څخه لیدنه وکړه او هم یې د دوی اظهارات واخیستل خو لا هم دا ستونزه نه ده حل شوې.

د هغه په وینا، ده په خپله او د شرکت نورو ونډه والو په خپله هم منډې ترړې وکړې، څو ځلې تر کابله لاړل، د سوداګرۍ خونې له لارې یې د موضوع د حل په موخه ملي امنیت شورا ته مکتبونه ولېږل، له ځايي او مرکزي چارواکو سره یې ستونزه شریکه کړه، خو تر اوسه یې هیڅ مثبت ځواب نه دی تر لاسه کړی.

نوموړي په دې تړاو یو شمېر اسناد(03) هم له پژواک سره شریک کړل.

د ده په خبره، یاد شوی کولډ سټور د دوی ملکیت دی چې هیڅ راز قانوني ستونزه نه لري او د دې لپاره یې پېرلی چې د کندهار بڼوالو او د تازه مېوې سوداګرو ته خدمات وړاندې کړي، خو نه پوهېږي چې دولت ولې ستونزې ورته جوړوي.

د هغه په وينا، انهم کمپنۍ چې مشري یې پخوانی چارواکی جاوېد لودین کوي او اوس هم په افغانستان کې فعالیت لري، د يوه برېښنالیک(04) لارې دوی ته څرګنده کړې چې اړوند شرکت له دولت سره داسې هیڅ قرارداد نه لري چې خپل تاسیسات هغوی ته تسلیم کړي.

محمد آغا وايي، له دې ټولو مواردو سربېره بیا هم د دغه کولډ سټور د لېږد او انسټال مخنیوی کېږي چې د کندهار د بڼوالو او سوداګرو لپاره د تازه مېوې د ساتنې او صادارتو په برخه کې لویه اسانتیا ده.

د ده په خبره، د څو کلونو په تېرېدو اوس هم د دغه کولډ سټور وسایلو او ماشینرۍ ته زیان اوښتی که موضوع همداسې ناحل پاتې شي نو د کباړ کېدو وېره یې شته.

دی زیاتوي، دردوونکې دا ده چې له دې کولډ سټور څخه نه دولت کار اخلي او نه یې دوی ته د لېږد اجازه ورکوي.

په کندهار کې د یو شمېر ادارو چارواکي وايي، په دې موضوع خبر دي او څو ځلې یې موضوع د حل په موخه تر مرکزي چارواکو رسولې ده.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا پژواک خبري اژانس ته وویل، څومره چې دوی معلومات لري، توکل سادات شرکت په کندهار هوايي ډګر کې یو کولډ سټور له یوه بل داخلي شرکت څخه پېرلی، خو د لېږد او انسټال اجازه نه ده ورکړل شوې.

دی زیاتوي، دوی څو ځلې دا موضوع له اړوندو چارواکو سره شریکه کړې خو مثبت ځواب یې نه دی تر لاسه کړی.

بينا وايي، څرګنده ده چې دا کولډ سټور د کندهار د بڼوالو او تازه مېوې د سوداګرو لپاره د مېوې د ساتنې په برخه کې لویه اسانتیا ده.

د کندهار د کرنې رييس سيد حفیظ الله سيدي هم پژواک ته وویل، چې دا کولډ سټور مخکې د انهم کمپنۍ اړوند و چې هغوی له بهرنیو ځواکونو او نورو شرکتونو سره قراردادونه لرل، مېوې، سبزي او خوراکه یې په کې سټور کوله او اړوندون شرکتونو ته یې ورکوله.

دی زیاتوي، څومره چې دوی له یاد شوي تاجر سره په اړیکه کې دي، دغه کولډ سټور یې په ۲۰۵ زره ډالر اخیستی چې اسناد یې لري او یو شمېر وسایل یې لېږدولي هم دي.

خو ده وویل : (( موږ په رسمي جریان کې نه يو، په داسې حال کې چې څلور ځلې د کرنې وزارت، اقتصاد وزارت، دفاع وزارت، ملي امنیت شورا څخه د دغې موضوع د څېړلو په موخه ډېر لوړ پوړي پلاوي هم راغلي دي خو تر اوسه یې پایله نه ده معلومه شوې.

دی زیاتوي، مهمه دا ده چې دغه قضیه حل شي، په خپله یاد شوی تاجر هم دا غواړي چې که دا د دولت ملکیت وي ؛ نو دوی ته دې یې پیسې ورکړل شي او که داسې نه کوي نو دوی ته دې یې د لېږد اجازه ورکړل شي.

ده بیا هم ټینګار وکړ چې دغه موضوع یو طرف ته شي، که دا کولډ سټور د دولت یا خصوصي سکتور وي، مهمه دا ده چې په فعالیت ولوېږي، ځکه کندهار چې یو کرنيز ولایت دی، هر کال زرګونه ټنه مېوه بهر ته صادرېږي، خو ډېره برخه یې ضایع کېږي چې دغسې کولډ سټورونو ته جدي اړتیا ده.

پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه د ٢٠٥ اتل قول اردو نظر واخلي، خو له څو وارې اړيکو سره سره هغوى نظر ورکولو ته حاضر نه شول.

Visits: 259

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.