ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“لوګر کې ١٨ سرتېري وژل شوي”

author avatar
30 May 2021 - 17:09
author avatar
30 May 2021 - 17:09

پل علم (پژواک، ٩ غبرګولى ١٤٠٠): امنيتي سرچينې وايي چې په لوګر کې د وسله والو طالبانو په بريد کې ١٨ سرتېري وژل شوي او دوه نور يې له ځانه سره بیولي دي.

لوګر کې يوې امنيتي سرچينې د غبرګولي په نهمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د محمد اغې ولسوالۍ په سرخاب سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي، په دغه بريد کې ١٨ حکومتي سرتېري وژل شوي او دوه نور طالبانو له ځانه سره ژوندي بیولي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو له يادې پوستې څخه ٢٠ کلاشينکوفونه، درې ار پي جي راکټونه، يوه پيکا او ګڼ شمېر نورې وسلې او مهمات وړي دي.

دغه راز د سرخاب اوسېدونکي نياز محمد پژواک ته وويل: ((بېګا سخته جګړه وه، پوستې سره د مرستې لپاره څوک را نغلل، ډېر عسکر او پوليس په کې مړه شول او پوسته هم طالبانو ونيوله.))

په ورته وخت کې د لوګر ولايت مقام د سرتېرو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي، خو زياتوي چې طالبانو بېګا په سرخاب سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستې بريد کړى دى.

طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبانو تېره شپه د لوګر د محمداغې ولسوالۍ د سرخاب په مزګين سيمه کې د پوليسو پر پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي، په دغه بريد کې ګڼ شمېر پوليس وژل شوي، دوه ژوندي نيول شوي او ٢٥ ميله وسلې او نور مهمات يې د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

څو ورځې وړاندې هم وسله والو طالبانو د محمد اغې ولسوالۍ د مس عينک کان د ساتونکو پر پوستې بريد کړى و او حکومتي ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې وه.

Views: 64

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.