ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اترا: مخابراتي کمپنۍ د پاپ جي ګيم د بندولو وړتيا نه لري

اترا: مخابراتي کمپنۍ د پاپ جي ګيم د بندولو وړتيا نه لري

author avatar
30 May 2021 - 17:11
اترا: مخابراتي کمپنۍ د پاپ جي ګيم د بندولو وړتيا نه لري
author avatar
30 May 2021 - 17:11

کابل (پژواک، ٩ غبرګولی ۱۴۰۰ ): د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره (اترا) وایي، مخابراتي شرکتونه تر اوسه داسې سيستمونه نه لري چې په هېواد کې د پاپ جي ګيم مخنيوی وکړي.

د مخابراتي خدمتونو د تنظيم ادارې (اترا) رييس عمر منصور انصاري د غبرګولي په نهمه د ولسي جرګې د مخابراتو او مواصلاتو کمېسيون ته د استجواب په موخه غوښتل شوى و، ترڅو د پاپ جي ګيم د بندولو، د انټرنېټي ستونزو او له کرېډیټ کارتونو څخه د لس فيصده ماليې د وضع کولو په اړه د کمېسېون غړو ته معلومات وړاندې کړي.

د غونډې په پيل کې د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمېسيون رييس عبيدالله کليمزي وويل چې مخابراتي خدمتونه د کيفيت له پلوه له ګڼو ستونزو سره مخ دي او نرخونه يې هم لوړ دي.

دغه راز ده وويل چې له کرېډيټ کارتونو څخه د لس فيصده ماليې د وضع کولو په اړه هم تر اوسه کره معلومات خلکو ته نه دي وړاندې شوي.

همدارنګه د ياد کمېسيون ځينو نورو غړو بيا د پاپ جي ګيم پر مخنيوي ټينګار وکړ او ويې ويل چې ډېرى ځوانان له دغه ګيم څخه ناوړه استفاده کوي او له زده کړو څخه پاتې دي.

له يادو څرګندونو وروسته د مخابراتي خدمتونو د تنظيم ادارې (اترا) رييس عمر منصور انصاري وويل چې مخابراتي شرکتونه تر اوسه داسې سيستمونه نه لري چې په هېواد کې د پاپجي ګيم مخنيوی وکړي.

هغه زیاته کړه: ((د پاپ جي ګيم د بندولو لپاره باید یو بل سیستم رامنځته شي او مخابراتي شرکتونو راته ویلي چې دغه سیستم تر اوسه دوى نه لري، خو کوښښ کوي چې فعاله يې کړي.))

دغه راز نوموړي له کرېډيټ کارتونو څخه د لس فيصده ماليې د وضع کولو په اړه وويل چې په تېرو درېيو کلونو کې له دغې برخې څخه ١٢،٢ ميليارده افغانۍ ترلاسه شوې دي.

خو دى زياتوي چې د روان کال له پيله تر اوسه له دې برخې څخه ١،٦ ميليارده افغانۍ عوايد ترلاسه شوي دي.

انصاري په هېواد کې د کمزوري انټرنېټ په اړه وويل: ((دلته ټول فشار پر بې سيم برخې دى که يوځل خلک له ليندار انټرنېټ څخه استفاده پيل کړي دا مشکل به تر ډېره حل شي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دا مهال په هېواد کې ٢٢ ميليونه سيمکارتونه فعاله دي او ډېرى هېوادوال مخابراتي خدمتونو ته لاسرسى لري.

د يادونې ده چې څو مياشتې وړاندې د اترا ادارې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي و چې په هېواد کې پاپ جي ګيم يې بند کړى، خو تر اوسه دغه ګيم نه دى بند شوى او ډېرى خلک ترې استفاده کوي.

Visits: 729

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.