ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اترا: د کابل ښارالۍ مخابراتي سکتور ته د زيان رسولو هڅه کړې ده

اترا: د کابل ښارالۍ مخابراتي سکتور ته د زيان رسولو هڅه کړې ده

author avatar
31 May 2021 - 16:29
اترا: د کابل ښارالۍ مخابراتي سکتور ته د زيان رسولو هڅه کړې ده
author avatar
31 May 2021 - 16:29

کابل (پژواک، ١٠ غبرګولى ١٤٠٠): د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره (اترا) وايي چې د مخابراتي انتونونو د موجونو په اړه د کابل ښاروالۍ پيغام غير مسلکي او غير مسوولانه دی او دغه سکتور ته يې د زيان رسولو هڅه کړې ده.

د اترا ادارې وياند سعيد شينواري د غبرګولي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کابل ښاروالۍ له خپلې رسمي پاڼې دوه ورځې مخکې په يو ويډيويي کلېپ کې ادعا وکړه چې ګواکې د استوګنې په سیمو کې د مخابراتي انتنونو موجودیت تدريجي مرګ دی او مسکوني سیمې دې ترې پاکې شي.

هغه زياته کړه، د تاسف ځای دی چې کابل ښاروالۍ له کوم تحقیق، څېړنې او د نړیوالو صحي میثاقونو، په تېره د الکترو مقناطیسي امواجو په اړه د علمي مطالعاتو له په پام کې نیولو پرته دغه پیغام نشر کړی دی.

شينوارى وايي، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) د دغو بې اساسه معلوماتو خپرېدو له کبله خپله جدي اندېښنه او اعتراض د ښاروالۍ مشرتابه ته په عین ورځ ورساوه او ترې يې وغوښتل چې دغه کلیپ لرې کړي، خپروونکي يې تر تحقیق لاندې ونیسي، خو ښکاري چې داسې نه دي شوي.

د نوموړي په وينا، د کابل ښاروالۍ له خوا يادې ويډيويي څرګندونې کاملاً غیر مسوولانه او له تخنیکي پلوه رد دي، نه يوازې دا، بلکې د کابل ښاروالۍ دا څرګندونې عامه اذهان خرابوي او په هېواد کې د مخابراتي زېربنا او پانګونې پر وړاندې يو ګواښ دی.

د اترا وياند وايي، د ټولې نړۍ اګاه لوري پر دې باور دي چې مخابراتي انتنونه او امواج يې په معيارونو کې تنظیم شوي، هېڅ ډول روغتيايي زيانونه نه لري او دا موضوع د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د تاييد وړ هم ګرځېدلې ده.

شينواري زياته کړه، کابل ښاروالي نه د روغتيا او نه هم د مخابراتو برخه کې مسوولیت او تخصص لري، بلکې له خپلې کاري ساحې د باندې څرګندونې یې مخابراتي سکتور ته چې په هېواد کې درې ميليارده ډالر پانګونه پرې شوې ده، لويې ستونزې رامنځته کولى شي.

د اترا ادارې مشر عمر منصور انصاري په دې هکله ويلي: “زه رښتیا هم حیران شوم چې د يوې معتبرې دولتي مرجع دغه راز بې اساسه پیغام وینم. د کابل ښاروالۍ له مشرتابه غوښتنه کوم چې ویډیويي پیغام يې چې د عامه اذهانو د ګډوډۍ سبب ګرځېدلی، له خپلو کانالونو پاک کړي، او د دې اشتباه د جبران لپاره هم اقدام وکړي. ”

د هغه په وينا، اترا اداره حاضره ده چې له ښاروالیو سره د خپل مکلفیت په چوکاټ کې مرسته وکړي څو دا ادارې خپل وظایف په ښه توګه ترسره کړي.

Views: 90

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.