ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د کرونا د مخنيوي په موخه عامه ځايونه د لسو ورځو لپاره تړل کېږي

بلخ کې د کرونا د مخنيوي په موخه عامه ځايونه د لسو ورځو لپاره تړل کېږي

author avatar
1 Jun 2021 - 16:32
بلخ کې د کرونا د مخنيوي په موخه عامه ځايونه د لسو ورځو لپاره تړل کېږي
author avatar
1 Jun 2021 - 16:32

مزارشريف ( پژواک، ۱۱غبرګولی ۱۴۰۰) : د بلخ ځايي چارواکي وايي چې دغه ولايت کې د کرونا ويروس درېيمه څپه په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

له دې سره بلخ والي محمد فرهاد عظيمي د غبرګولي په ۱۱مه، مزارشريف کې خبريالانو ته وويل، چې پرېکړه يې کړې څو د ویروس د لېږد مخنيوي لپاره يو شمېر عامه ځايونه د لسو ورځو لپاره بند کړي.

هغه زياته کړه، چې هوټلونه، د لامبو حوضونه، حمامونه او د دعا اخيستو سالونونه به د لسو ورځو لپاره په بشپړ ډول بند وي.

د عظيمي په خبره، د دې تر څنګ د حج او اوقافو رياست له خوا د جوماتونو خطيبانو ته سپارښتنه شوې، چې د جماعت لمونځونو پر مهال روغتيايي لارښوونې په نظر کې ونيسي.

د بلخ والي په خپلو خبرو کې همدا راز وويل، چې دغه ولايت کې په کافي اندازه اکسيجن موجود دی او پر وخت ناروغانو ته رسول کېږي.

نوموړي زياته کړه چې د کرونا د لومړۍ او دويمې څپې په پرتله بلخ کې د ويروس د درېيمې څپې پر مهال د ناروغانو شمېر زيات دی.

هغه وايي، دوی چمتووالی لري څو د وضعيت د بحراني کېدو پر مهال د ناروغانو د درملنې د بسترونو شمېر له اړتيا سره سم زيات کړي.

د بلخ والي همدا راز وويل چې دغه ولايت کې د کرونا ويروس له درېيمې څپې سره د مبارزې او ناروغانو ته د رسېدنې لپاره بشپړ چمتووالی نيول شوی دی.

په ورته مهال د بلخ د عامې روغتيا سرپرست ډاګټر ګل احمد ايوبي وايي، چې بلخ کې د کرونا ويروس وضعيت په جدي حالت کې دی.

هغه وويل چې تېره ورځ د کرونا ويروس د پېښو ثبتېدو له مخې بلخ د هېواد په کچه له کابل او کندهار وروسته درېيم ځای خپل کړی دی.

نوموړي زياته کړه، چې دمګړۍ د بلخ کوويډ۱۹ روغتون کې پر کرونا ناروغۍ اخته ۷۹ کسان بستر دي، چې په وينا يې ډېری يې اکسيجن پورې وابسته دي.

هغه همدا راز زياتوي چې په تېرو يوولس ورځو کې بلخ کې د کرونا ويروس له امله له ۴۳ تنو څخه ډېر کسان مړه شوي دي.

د بلخ عامې روغتيا سرپرست وويل: (( له بده مرغه د کرونا د لومړۍ او دويمې څپې په پرتله په درېيمه څپه کې له موږ سره د بستر شويو ناروغانو شمېر ډېر زيات دی، د جوزا له لومړۍ نېټې څخه د جوزا تر يوولسې نېټې پورې بلخ کې له ۴۳ تنو څخه ډېر کسان د کرونا له امله مړه شوي دي)).

هغه وايي چې په مړيو شويو کسانو کې ۱۲ تنه يې له پنځوس کلونو کښته عمر لري.

د بلخ د عامې روغتيا د رييس په خبره، دغه ولايت کې د کرونا له امله تر ټولو ځوان مړ شوی کس ۲۳ کاله عمر لري.

د هغه په وينا، مزارشريف کې د کرونا ويروس د ټېسټ دوه ماشيونه فعال دي چې په ۲۴ ساعتونو کې د ۳۲۰ ټيسټونو ظرفيت لري.

نوموړي د اندېښنې په څرګندولو وويل، چې بلخ کې د مثبتو پېښو کچه په هرو سلو کسانو کې ۶۷ سلنه ده.

ډاکټر ايوبي له خلکو وغوښتل چې د خپلې روغتيا په خاطر او د ويروس د خپرېدو مخنيوي په موخه دې روغتيايي لارښوونې په جدي ډول مراعات کړي.

له دې سره د بلخ علماوو شورا هم وايي چې د روغتيايي لارښوونو د مراعاتولو برخه کې د ډاکټرانو د سپارښتنو اطاعت پر ټولو لازمي دی.

د علماوو شورا رييس ذبيح الله حقجو خبريالانو ته وويل، چې اسلام سپېڅلي دين کې د انسانانو روغتيا ډېره مهمه بلل شوې ده.

هغه زياته کړه: (( د اولو الامر اطاعت واجب دی، د روغتيا برخه کې ډاکټران زموږ اولوالامر دي، چې دوی وايي د  کرونا خپرېدو د مخينوي لپاره بايد مجلسونه، مدرسې او مکتبونه بند شي؛ نو بايد دا غوښتنه تطبيق شي او خلک يې ومني)).

نوموړي همدا راز غوښتنه وکړه، چې په جوماتونو کې د لمانځه پر مهال بايد روغتيايي لارښوونې په جدي ډول مراعات شي.

د بلخ د ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد هم په خپلو خبرو کې دغه ولايت کې د کرونا پر وړاند پر جدي مبارزې ټينګار وکړ.

نوموړي دغې برخه کې د ديني علماوو نقش مهم وباله او غوښتنه يې وکړه چې خلک بايد له حکومت سره په همکارۍ د کرونا د لا زياتې خپرېدا مخه ونيسي.

د بلخ د عامې روغتيا رياست د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دغه ولايت کې پر کرونا ويروس ۸۸ کسان اخته شوي. د دې تر څنګ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله ۴ کسان مړه شوي او ۱۱ کسان رغېدلي دي.

خو د عامې ورغتيا وزارت له خوا د خپرو شويو ارقامو له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په بلخ کې ١١٣ کسان پر کرونا اخته، خو څوک مړه شوي نه دي.

Views: 72

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.