ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حشمت شهیدي: هڅه کوم چې دا ستر مسوولیت په ښه توګه ترسره کړم

حشمت شهیدي: هڅه کوم چې دا ستر مسوولیت په ښه توګه ترسره کړم

author avatar
2 Jun 2021 - 22:40
حشمت شهیدي: هڅه کوم چې دا ستر مسوولیت په ښه توګه ترسره کړم
author avatar
2 Jun 2021 - 22:40

کابل (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۰) : د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې نوي لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ویلي، هڅه کوي  چې دا ستر مسوولیت په ښه توګه ترسره کړي.

دوه  ورځې مخکې د افغانستان کرکټ بورډ د ټسټ او یو ورځنیو سیالیو لپاره حشمت الله شهیدي د نوي لوبډلمشر په توګه وټاکلو او اصغر افغان یې له دندې لرې کړ.

حشمت الله شهیدي د غبرګولي په ۱۲مه، پخپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې د افغانستان د کرکېټ بورد ادارې څخه د زړه له تله مننه کوي  چې لوى مسئوليت يې پر اوږو کېښوود.

هغه زیاته کړې : (( داچې زه يې د افغانستان د کرکېټ ملي لوبډلې کپټان په توګه وټاکلم، مننه کوم  او د ګران هېواد د هيلو او خوښيو بېړۍ (کرکټ) کپټاني يې ماته را وسپارله، ان شاءالله چې په پوره ايماندارۍ، اخلاص او مسئوليت سره به د دې بېړۍ د ساتلو، مقصد او ساحل ته د رسېدلو پوره پوره هڅې وکړم. ))

شهیدي له مخکني کپټان اصغر افغان څخه هم منندويي وکړم چې په تېرو څو کلونو کې يې د ملي لوبډلې ښه مشري وکړله.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د اصغر افغان د زمبابوي پر وړاندې د دوو ټسټ لوبو پر مهال د ناسمو پریکړو له امله زمبابوې لومړۍ لوبه په ستر توپیر سره وګټله.

بلخوا یوې باوري سرچینې پژواک ته وویل چې اصغر افغان د زمبابوې پر وړاندې د لومړۍ ټسټ لوبې پر مهال د ادارې ، او روزونکي لخوا د ورکړل شوي پلان خلاف کارونه کړي وو.

سرچینه وایي چې افغانستان کوربه و، او کوربه هیواد پخپله خوښه پیچ جوړوی، خو په دې لوبه کې تیز شین پیچ جوړ شوی و او د ټاس ګټلو سره اصغر د توپوهنې ناسمه پریکړه وکړه، چې بیا افغانستان په شاوخوا ۱۳۰ منډو وسوځید.

دا لوبه په دوو ورځو کې پای ته ورسیده او زمبابوي ستر توپیر سره دا لوبه وګټله.

سرچینه وایي چې د کرکټ بورډ لخوا په پلټنو کې اصغر افغان پړ شو ، خو دوی ورته د استعفی ورکولو وړاندیز وکړ، خو هغه ټینګار کولو چې تر ۲۰۲۳ کال نړیوال جام پورې لوبډلمشري کوي او له استعفی کولو یې انکار وکړ.

که ځه هم اصغر نوي لوبډلمشر ته مبارکي ورکړې، خو د کرکټ بورډ لخوا دپلټنو او ادعاوو په اړه یې تر اوسه سپیناوی نه دی کړی.

یوې بلې سرچینې پژواک ته وول چې د کرکټ بورډ رئیس فرهان یوسفزي د کپتان بدلولو پلان له اوله لرلو خو دی په دې هڅه کې وو چې اول د لوبغاړو ترمنځ قوي اجماع او یووالی رامنځته کړي او بیا کپتان بدل کړي.

دسرچینې په وینا، د اصغر افغان او د کرکټ ځینو نورو لوبغاړو او چارواکو په شتون کې د کرکټ ددې ډلې ماتول سخت کار وو خو دا کار یوسفزي په ډیر هنر سره وکړ.

سرچینه زیاتوي ، له کله چې کپتان بدل شوي، شیبه په شیبه د لوبغاړو د مبارکۍ پوسټونه راځي چې دا یو ښه او پرځای کار دی.

د کرکټ بورډ وروستیو اقداماتو سره یوځل بیا د هېوادوالو هیلې راټوکیدلې دي او هیله لري چې د کرکټ بورډ اوسنۍ مشرتابه به کرکټ لا غني کړي.

Visits: 115

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.