ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په مکه مکرمه کې نن د افغانستان او پاکستان د علماوو دسولې کنفرانس جوړیږي

په مکه مکرمه کې نن د افغانستان او پاکستان د علماوو دسولې کنفرانس جوړیږي

author avatar
10 Jun 2021 - 09:45
په مکه مکرمه کې نن د افغانستان او پاکستان د علماوو دسولې کنفرانس جوړیږي
author avatar
10 Jun 2021 - 09:45

کابل (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۰) : په سعودي عربستان کې د افغانستان او پاکستان علماو په ګډون د رابطه عالم اسلامي لخوا «په افغانستان کې د سولې اعلان» تر نامه لاندې نن اسلامي کنفرانس جوړيږي.

د افغانستان د حج ارشاد او اوقافو وزارت د معلوماتو له مخې، دا کنفرانس نن ورځ د غبرګولي په شلمه نېټه په مکه مکرمه کې د حرم شريف ترڅنګ جوړیږي او موخه یې په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي او جګړې پر خلاف او د سولې او ثبات په ملاتړ د افغانستان او پاکستان د علماو ګډ ديني موقف روښانول دي.

د دغه وزارت لخواپه یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا کنفرانس د سعودي عربستان په ملاتړ د رابطه عالم اسلامي لخوا ترتيب شوی دی چې د افغانستان په استازيتوب د ارشاد، حج او اوقافو وزيرمحمد قاسم حليمي، په سعودي عربستان کې د افغانستان لوی سفير او ځانګړی استازی احمد جاوید مجددي ، د اسلامي همکاریو سازمان کې د افغانستان دايمي استازی دکتور شفيق صميم او عنايت الله بليغ ، د افغانستان د علماو عالي شورا غړی په حضوري توګه وينا کوي.

سرچینې زیاته کړې، دغه راز د پاکستان په استازيتوب د پاکستان د علماو بلوی رئيس او د ديني چارو وزير دکتور نورالحق قادري، په سعودي عربستان کې د پاکستان سفير بلال اکبر او د اسلامي همکاریو سازمان کې د پاکستان سفير، دايمي استازی رضوان سعيد شيخ او د مسلمانانو نړيوال ليګ سکرتر جنرال ، شیخ ډاکټر محمد بن عبدالکریم العیسی ګډون کوي‌.

د حج او اوقافو وزارت ویاند فضل محمد حسیني  پژواک اژانس ته وویل چې په دې کنفرانس کې ځينې افغان او پاکستاني علما په غير حضوري توګه ګډون هم کوي چې په دې لړ کې د افغانستان لخوا د کابل پوهنتون استاد دکتور عبدالباری حمیدی، د  افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا او د علماو عالي شورا غړی عطاء الرحمن سليم،  کابل پوهنتون د شرعياتو پوهنځۍ مخکينی رئيس دکتور فضل رحيم بصيرت ، د افغانستان د علماو عالي شورا غړی فضل غني کاکړ، د افغانستان د علماو عالي شورا غړی مولوي عطاء الله لودين او  افغانستان د علماو عالي شورا غړی شيخ سالم حسني شامل دي.

د هغه په وینا، دغه راز د پاکستان په استازيتوب د پاکستان مرستيال مفتي او د کراچۍ دارالعلوم پوهنتون مرستيال رئيس محمد تقي عثماني ، په پاکستان کې د اسلامي فکر شورا رئيس دکتور قبله اياز ، د لاهور نعيميه پوهنتون رئیس ، محمد راغب حسين نعيمي ، د پاکستان اهل حديث اسلامي جمعيت امير پروفیسور ساجد مير ، د پاکستان اهل بيت پوهنتون مرستيال رئيس او د جعفري مسجد خطيب افتخار حسين نقوی،  او د پاکستان د اسلامي مدارسو د انجمن رئيس مولانا محمد عبدالمالک  په غير حضوري توګه ګډون وکړي.

حسیني وایي چې د غونډې په پای کې به ګډه اعلاميه خپره شي.

Visits: 172

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.