ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچینې: طالبانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په شپږو ولایتونو کې ۱۰ ولسوالۍ نیولې

سرچینې: طالبانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په شپږو ولایتونو کې ۱۰ ولسوالۍ نیولې

author avatar
20 Jun 2021 - 18:20
سرچینې: طالبانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په شپږو ولایتونو کې ۱۰ ولسوالۍ نیولې
author avatar
20 Jun 2021 - 18:20

کابل (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰):  د تخار، لوګر، سمنګان، کندوز او جوزجان ولایتونو سیمه ییزې سرچینې وايي چې طالبانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هزار سُمچ، چال، خواجه غار او ینګي کلا، چهاربولک، خروار، دره ‌صوف بالا، دشت ارچي، فیض اباد او خانقاه ولسوالۍ نیولې دي.

د تخار امنیتي سرچینې: څلور ولسوالۍ طالبانو ونیوې

په تخار کې یوې امنیتي سرچینې نن پژواک ته وویل چې وسله والو طالبانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه ولایت هزار سمچ، چال، خواجه غار او ینګي کلا ولسوالۍ نیولې دي.

سرچینې زیاته کړې: ((یادې ولسوالۍ له تېرو څو ورځو راهیسې له جدي خطر سره مخ وې چې په تېره یوه شپه ورځ کې د طالبانو له خوا ونیول شوې.))

خو د تخار د والي ویاند حامد مبارز پژواک ته وویل چې تر اوسه یادې ولسوالۍ نه دي سقوط شوې او سخته جګړه په کې روانه ده.

د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د تخار ولایت نمک اب، چال، بنګي کلا، خواجه غار او هزار سمج ولسوالۍ نیولې دي.

د بلخ چهاربولک ولسوالي

د بلخ سیمه ییزې سرچینې مني چې د دغه ولایت چهاربولک ولسوالۍ له ۴۸ ساعته کلابندۍ وروسته طالبانو نیولې ده.

په دې ولسوالۍ کې د حاجي شاه محمد په نوم قومي مشر پژواک ته وویل، د ولسوالۍ او امنیې قوماندانۍ ودانۍ له جګړې پرته طالبانو نیولې، لسګونه سرتېري طالبانو ته تسلیم شوي دي.

په ورته وخت کې د چهاربولک ولسوال عطامحمد شرفیار تایید کړه چې یو شمېر سرتېري طالبانو ته تسلیم شوي خو د طالبانو له خوا د ولسوالۍ د نیولو په اړه یې څه ونه ویل.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د دې ولسوالۍ له سقوط وروسته ډېر شمېر امنیتي سرتېري له خپلو وسلو سره یو ځای طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ د سقوط خبر هم ورکړل شوی

په لوګر کې امنیتي سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل چې طالبانو تېره شپه د دغه ولایت خروار ولسوالۍ تر خپل بشپړ کنټرول لاندې راوستلې ده.

خو د لوګر د والي ویاند دیدار لونګ وايي چې د ځینو امنیتي ملحوظاتو له امله د خروار ولسوالۍ مرکز درې کاله مخکې د دغه ولایت مرکز پل علم ښار ته انتقال شوی و.

هغه زیاته کړه: ((یوازې د خواجه انګور سیمه کې څلور کوچني امنیتي مرکزونه مېشت وو چې یاد مرکزونه نوي ځای ته لېږدول شوي دي.))

د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد وايي چې خراور ولسوالۍ د دوی کسانو نیولې ده.

د سمنګان دره صوف ولسوالۍ سقوط

سمنګان ولایت کې سیمه ییزې سرچینې تاییدوي چې د دغه ولایت دره صوف بالا ولسوالۍ د یکشنبې پر سهار طالبانو نیولې ده.

د سمنګان د ولایتي شورا مرستیال هاشم سروري وویل، د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ له تېرې شنبې شپې راهیسې جګړه روانه وه او د یکشبنې پر سهار دغه ولسوالۍ د طالبانو له خوا سقوط شوې ده.

په ورته وخت کې د سمنګان د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول منیر رحیمي هم ومنله چې دولتي ځواکونه د یادې ولسوالي له مرکزه وتلي او د زیرکي په نوم سیمې ته یې شاتګ کړی دی.

د طالبانو ویاند هم ادعا کړې چې دره صوف بالا ولسوالۍ یې نیولې ده.

د کندوز دشت ارچي ولسوالي طالبانو نیولې ده

کندوز کې یوې امنیتي سرچینې پژواک ته وویل، نن ماسپین دوه بجې وسله والو طالبانو له مقاومت پرته دشت ارچي ولسوالۍ نیولې ده.

د دشت ارچي ولسوالۍ اوسېدونکي اخترمحمد ویلي چې طالبانو دغه ولسوالۍ په بشپړ ډول نیولې ده.

طالبان هم د دې ولسوالۍ سقوط تاییدوي.

د فاریاب ولایت مرکز میمنه ښار د سقوط له خطر سره مخ دی

د فاریاب سیمه ییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت د پنځو ولسوالیو (المار، قیصار، خواجه سبزپوش، شیرین تګاب او دولت اباد) له سقوط وروسته اوس میمنه ښار د سقوط له خطر سره مخ دی.

د فاریاب ولایتي شورا غړي محمد نادر سعیدي وویل، تېره شپه د لومړۍ لوا د درېیم کنډک (المار ولسوالۍ کې د ودلت یوازینۍ نظامي مرکز) پرسونل له خپلو ټولو جنګي تجهیزاتو، په قیصار ولسوالۍ کې د څلورم کنډک مرکز له تجهیزاتو، د پښتونکوټ ولسوالۍ په عرب اقسا سیمه کې شپږ پوستې او مرکز، د دهندرې په ابګردان کې د عامه ساتنې کنډک سیمه او په خواجه موسی سیمه کې څو پوستې د حکومت له خوا د طالبانو په واک کې ورکړل شوې او اوس د میمنې ښار د سقوط له خطر سره مخ دی.

د فاریاب د پولیسو مطبوعاتي مسوول عبدالکریم یورش بیا د دغه ولایت اوسېدونکو ته ډاډ ورکوي چې د میمنې ښار به هيڅکله سقوط ونه کړي.

نوموړي وویل، امنیتي او دفاعي ځواکونو لازم تدابیر نیولي، د ښار ورودي دروازې ټینګې شوې، سلګونه کومانډو میمنې ښار ته د رسېدو په حال کې دي.

د جوزجان ولایت فیض اباد او خانقا ولسوالۍ طالبانو نیولې

سیمه ییزې سرچینې مني چې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د سختو نښتو په ترڅ کې د دغه ولایت فیض اباد او خانقا ولسوالۍ طالبانو نیولې دي.

په ولسي جرګه کې د جوزجان د خلکو استازې حلیمې صدف کریمي پژواک ته تایید کړه چې یادې ولسوالۍ نن له ماسپښین وروسته طالبانو نیولې دي.

په ورته وخت کې په جوزجان کې د ملي امنیت ریاست باوري سرچینې پژواک ته ویلي چې یادې دوه ولسوالۍ د حکومت له کنټروله وتلې او په ځینو نورو ولسوالیو کې د طالبانو او دولتي سرتېرو ترمنځ سختې جګړې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ (د غبرګولي ۲۹مه) د فراه، سمنګان او فاریاب ولایتونو سیمه ییز سرچینو منلې وه چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پشت کوه، اناردره، شېرین تګاب، دره صوف پایین او بهارک ولسوالۍ طالبانو نیولې دي.

د یادونې ده، د هېواد یو شمېر نورو ولایتونو کې د جګړو له امله نږدې ۶۰ ولسوالۍ طالبانو نیولې دي.

Visits: 35

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.