ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان حکومت تر اوسه هېواد ته د ۲۰ میلیون دوزه وړیا واکسینو د لېږد وړاندیز نه دی تایید کړی

افغان حکومت تر اوسه هېواد ته د ۲۰ میلیون دوزه وړیا واکسینو د لېږد وړاندیز نه دی تایید کړی

author avatar
28 Jun 2021 - 20:07
افغان حکومت تر اوسه هېواد ته د ۲۰ میلیون دوزه وړیا واکسینو د لېږد وړاندیز نه دی تایید کړی
author avatar
28 Jun 2021 - 20:07

کابل (پژواک،۷ چنګاښ ۱۴۰۰): د پژواک ترلاسه کړي اسناد ښيي چې یو ملي سوداګر غواړي چې ۲۰ میلیون دوزه روسي واکسین په وړیا توګه هېواد ته وارد کړي، خو عامې روغتیا وزارت له دې امله چې یاد واکسین د روغتیا نړیوال سازمان له خوا نه دی تایید شوی، دغه غوښتنه نه ده منلې.

د طبي چارو پوهانو د ملي سوداګر دغه اقدام ستایلی، په داسې حال کې چې په دغه کچه واکسین افغانستان ته ضرور بولي او وايي، د واکسینو له تطبیق پرته په هېواد کې د کرونا ناروغۍ د خپرېدو مخنیوی ناشونی دی.

د پوهانو په خبره، که څه هم د روسیې له خوا جوړ شوی کرونا واکسین (سپوتنیک V) د روغتیا نړیوال سازمان نه دی تایید کړی، خو همدا اوس په ځينو هېوادونو کې استفاده کېږي او د چیني او هندي واکسینو په پرتله یې ګټورتوب ډېر دی.

د پژواک ترلاسه کړو اسنادو له مخې، د «International Oil Company» رییس فضل الرحیم سردار په روغتیايي چارو کې د جمهوري ریاست ارشد مشاوریت ته په رسمي مکتوب کې لیکلي: ((«International Oil Company» شرکت غواړي چې ۲۰ میلیون دوزه (سپوتنیک V) واکسین په وړیا توګه د افغانستان اسلامي جمهوریت په واک کې ورکړي.))

د دغه مکتوب په دوام کې راغلي: ((له محترم مقام څخه غواړو چې خپله غوښتنه د مکتوب له لارې ولېږي، څو دغه شرکت یې خپلو امکاناتو ته په کتو تیار کړي.))

دغه مکتوب د موضوع د تعقیب لپاره د عامې روغتیا په چارو کې د ولسمشرۍ ریاست مهم مشاوریت له خوا د عامې روغتیا وزارت ته لېږل شوی، وروسته دغه وزارت د اضطرار او کرونا حالاتو په ریاست د هغه د تعقیب لپاره د کتلوي معافیت امریت، وروسته د ساینس، اپیدیمیولوژي او څېړنې (SER) کمېټې ته راجع کړی دی.

د ساینس، اپیدیمیولوژي او څېړنې (SER) کمېټې ته د کتلوي معافیت عمومي امریت په مکتوب کې راغلي، د انټرنشنل ایل کمپنۍ رییس فضل الرحیم سردار غوښتنه د اضطرار او کرونا حالاتو ریاست ته راجع شوې ده، څو له نورو اړوندو ادارو سره په همغږۍ لازم اجراات ترسره شي.

دې ادارې لیکلي، هېواد ته په وړیا ډول د «روسي سپوتنیک واکسینو» ۲۰ میلیون دوز واردېدل له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ښه فرصت دی.

د سرچینې په حواله، که څه هم دغه واکسین تر اوسه د روغتیا نړیوال سازمان (EUL) له خوا نه دی تایید شوی، خو دغه ډول واکسینونه د هندوستان په ګډون په ډېرو هېوادونو کې چې د ارزونې او تصدیق ورکونې سخت سیستمونه لري، په عملي ډول استفاده کېږي.

د کتلوي معافیت عمومي امریت به مکتوب کې ویل شوي: ((موضوع تاسو ته راجع شوه څو د SER ټيم له لارې په هېواد کې د دغه واکسینو د استفادې جواز د صادرولو لپاره خپل علمي او تخنیکي نظرونه وړاندې او دې ادارې ته ډاډ ورکړئ چې په اړه یې لازم تصمیمونه ونیسي.))

په همدې ډول «د ساینس، اپیډمیولوژۍ کمېټې د ۵۲مې ناستې پېش نوېس او د اضطراري ناستې څېړنې» په نوم د ساینس، اپیډیمیولوژي کمېټې په راپور کې چې کاپي یې پژواک ترلاسه کړې راغلي، د ساینس کمېټې یواځې په افغانستان کې د «سپوتنیک – وی» واکسینو د استفادې علمي او ساینسي اړخونو په اړه بحث او تحلیل کړی دي.

د دغه مکتوب په حواله: ((د روغتیا نړیوال سازمان او اروپايي ټولنې د درملو ادارې له خوا د «سپوتنیک – وی» واکسینو د قبلېدو بهیر روان دی، د تولید او انکشاف بهیر درېیم پړاو یې پای ته رسېدلی او په معتبر ژورنال «لنست» کې خپور شوی دی، چې د روسیې ۳۳ میلیون نفوس وګړو ته هره ورځ ۲۵۰ زره دوزه واکسین تطبیق شوي، د یاد واکسین د سپک واحد دوز ډول تولید په ۷۹ سلنه معافیت سره د ګڼ مېشته ټولنو او بحراني وضعیت لپاره ښه بېلګه او ارزانه ترلاسه کېږي.))

سرچینې زیاته کړې، «سپوتنیک – وی» واکسین تر اوسه په سویلي کوریا، برازیل، قزاقستان، ایران، پاکستان، روسیه، هند، ایران، انګولا، منګولیا، مالدیف، کویټ، قطر او نورو هېوادونو کې تطبیق شوی او شاوخوا ۶۵ نړیوالو هېوادونو ثبت کړی او تر ۵۰ ډېرو هېوادونو یې د ترلاسه کېدو غوښتنه کړې او تر اوسه یې د جانبي عوارضو راپور نه دی ورکړل شوی.

د دغه راپور په یوه برخه کې راغلي: ((د واکسین ډېرو ګټو ته په کتو د ساینس کمېټه افغانستان کې د «سپوتنیک – وی» واکسینو تطبیق مردود نه ګڼي. د عامې روغتیا وزارت مقام به د یادو واکسینو د تورید، لېږد، ذخیرې او وړیا تطبیق په تړاو د درملو قانون د اووم څپرکي د دویم بند او څلورم څپرکي د نهمې مادې په ۳۷، ۳۶، ۲۴ او ۳۸ موادو په رڼا کې او د مرستندویه درملو د لارښود په مراعتولو سره د افغانستان د درملو ملي پالیسۍ مطابق تصمیم ونیسي او مدیریتي ابعاد یې د کتلوي معافیت د امریت له خوا څېړل کېږي.))

د راپور په پای کې راغلي چې د ښې همغږۍ لپاره باید روسیه کې د افغانستان سفارت هم خبر شي او غوښتنه ترې وشي چې په دې برخه کې مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ترسره شوو اقداماتو ته په پام د عامې روغتیا وزارت تصمیم نه دی نیولی چې یاد واکسین هېواد ته وارد شي که نه؟

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت یوې باوري سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، پژواک ته ومنله چې افغان حکومت تر اوسه په دې اړه وروستی تصمیم نه دی نیولی.

د سرچینې په خبره، د «درملو چارو د تنظیم ادارې» د قانون له مخې، دا چې افغانستان د درملو او واکسین د کیفیت د تحلیل او تجزیې توان نه لري، له همدې امله هغو درملو او واکسینو ته د تطبیق اجازه ورکوي چې د روغتیا نړیوال سازمان تایید کړی وي.

سرچینې ویلي، که څه هم «سپوتنیک – وی» تر اوسه د روغتیا نړیوال سازمان له خوا نه دی تایید شوی، خو ځینو هېوادونو ترې په عملي ډول استفاده کړې ده.

نوموړي د خلکو روغتیا ته ارزښت ورکول د حکومت له دې جملې د عامې روغتیا وزارت اساسي مکلفیت ګڼي او زیاته کړې یې ده: ((دا چې د روغتیا نړیوال سازمان تر اوسه یاد واکسین نه دی تایید کړی، پوښتنه پیدا کېږي چې یو سوداګر ولې حاضر شو ۲۰ میلیون دوز واکسین چې شمېر یې ډېر زیات دی، په وړیا ډول وارد کړي! موږ د واکسین له جانبي عوارضو ډارېږو، خدای مه کړه راتلونکي کې هېوادوالو ته روغتیايي ستونزې پیدا نه کړي.))

خو طبي پوهان د یاد واکسین په اړه د هېواد د روغتیا وزارت پر دغه دریځ نیوکه کوي او وایي چې «سپوټنیک – وي» واکسین ۹۲سلنه اغېزناک دی.

د شېخ زاید روغتون رییس ډاکتر وحدت الکوزي پژواک خبري اژانی ته وویل چې «سپوټنیک – وي» واکسین، شاوخوا یو کال وړاندې په روسیه کې جوړ شوی او دا مهال د نړۍ په ۶۰ هېوادونو کې ګټې ترې اخیستل کېږي.

هغه زیاته کړه چې د راپورونو له مخې، د «سپوټنیک – وي» واکسین اغېز ۹۲سلنه دی، په داسې حال کې چې د فایزر واکسین اغېز ۹۵ او مودرنا واکسین اغېز ۹۴سلنه دی.

نوموړي له هندي او چینایي واکسینو د روسي واکسین اغېز ډېر وباله او ويې ویل: «زما په اند له دې امله چې د کرونا درملنې لپاره بله لار نشته، نو ښه ده چې دغه واکسین هېواد ته وارد او تطبیق شي.»

ډاکتر الکوزي په ټینګار سره وویل چې اوس مهال نړۍ د کرونا ویروس د خپراوي له امله په داسې حالت کې قرار لري لکه بېړۍ چې د ډوبېدو په حال کې وي او په داسې حالاتو کې باید له دغو واکسینو ګټه واخیستل شي.

د شيخ زاهد روغتون رییس د دې په یادولو چې یاد واکسین نړیوال روغتیایي سازمان نه دی تایید کړی، وویل چې ښایي د دغه سازمان د نه تایید لامل، د هېوادونو ترمنځ سیاسي سیالۍ وي.

د نوموړي په خبره، د «سپوټنیک – وي» واکسین په اړه څېړنې روانې دي؛ خو هغو هېوادونو چې استفاده يې ترې کړي، اغېز یې ۹۲ سلنه ښودلی دی.

هغه په شته وضعیت کې د کرونا واکسین تطبیق مهم وباله او وویل چې له واکسین پرته په هېواد کې د کرونا ویروس کنټرول امکان نه لري.

نوموړي په هېواد کې د کرونا ویروس د کنټرول د څرنګوالي په اړه وویل چې هرکله د هېواد ۷۰سلنه وګړي واکسین شي، ښایي د کرونا خپراوی تر ټولو ټېټې کچې ان صفر ته ورسیږي.

په ورته مهال د افغان ــ جاپان روغتون د جدي مراقبتونو برخې (ICU) موظف ډاکتر حشمت الله فیضي پژواک ته وویل چې روسي واکیسن ترواسه نړیوال روغتیایي سازمان نه دی تایید کړی، نو له همدې امله په نړۍ کې بازار نه لري.

هغه د دې په یادولو چې د واکسین له نه تطبیقه د روسي واکسینو تطبیق هم مهم دی، وویل: «دا چې خلک واکسین ته لاسرسی ونه لري، ښه ده چې هېواد ته د روسي واکسینو د راوړلو اجازه ورکړل شي څو خلکو ته تطبيق شي.»

یادو طبي پوهانو دې ته په اشارې چې د کرونا واکسین تطبیق ډېر اغېزناک تمام شوی، وویل چې اړینه ده په لومړي قدم کې خلک د کرونا ویروس د اغېز په اړه وپوهول شي او وروسته یې د تطبیق چارې ګړندۍ شي.

د طبې چارو دغه پوهان وایي چې کرونا له منځه نه ځي او تراوسه کومه د حل لاره هم نشته او روغتیا وزارت باید هڅه وکړي څو ټولو هېوادوالو ته د واکسین د تطبیق زمینه برابره کړي.

هغوی دغه راز د کرونا ویروس په اړه پر عامه پوهاوي ټینګار وکړ او وویل چې اوس هم ځینې هېوادوال پر واکسین باور نه لري، چې د واکسین په اړه د خلکو د پوهاي کچې ټیټوالی څرګندوي.

د یادونې ده چې یوشمېر رسنیو د «لنسټ» روغتیایي مجلې له قوله، « روسی واکسین «سپوټنیک» د کوېډ-۱۹ پر وړاندې تر شاوخوا ۹۲ سلنې اغېز کوي» تر عنوان لاندې یو راپور خپور کړی دی.

دغې مجلې د روسي «سپوتنیک وي» واکسین په اړه د اوازو په پای ته رسولو سره اعلان وکړ چې دغه واکسین د کوېډ-۱۹ پر وړاندې ۹۱.۶سلنه مقاومت کوي.

د یادې مجلې چې باوري او مشهوره نړیواله روغتیایي اونیزه ده، په راپور کې راغلي چې د کرونا دغه واکسین له ۶۵ کلونو پر ډېر عمر لرونکو ناروغانو اغېز کوي او د ټيټ عمر خاوندان په کرونا له اخته کېدو ساتي.

پژواک هڅه وکړه چې د روغتیا وزارت او «انټر نشنل ایل کمپنۍ» د مسوولینو رسمي نظرونه ترلاسه کړي؛ خو له پر له پسې اړیکو وروسته په دغه کار بریالی نه شو.

د عامې روعتیا د معلوماتو له مخې، افغانستان د کرونا ویروس ۴۲ میلونه ډوزه واکسين ته اړتیا لري.

د یادونې ده چې دغه وزارت تر دې دمه د هند د ۵۰۰ زره ډوزه واکسین په ګډون د کواکس (نړیوال واکسین همغږی کوونکی بنسټ) ۴۶۸ زره ډوزه او د چین ۷۰۰ زره ډوزه واکسین ترلاسه کړی دی.

دغه راز امریکا په دې وروستیو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس د نوې بڼې (دلتا) د خپراوي د مخنیوي لپاره ژمنه کړې چې کرونا درې میلیونه ډوزه جانسون ډوله واکسین به افغانستان ته ورکوي.

د عامې روغتیا وزارت د رسمي شمېرو پر اساس، په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ له پیله تر اوسه، له ۱۱۵ زره ډېر کسان پرې اخته شوي چې ۴۷۳۰ کسان ترې مړه شوي دي.

د خپرو شوو راپورونو به مخې، تراوسه په ټوله نړۍ کې ۱۸۱ میلیونه کسان په کرونا اخته شوي چې له ډلې یې له ۳،۹ میلیونو ډېر مړه شوي دي.

 


دغه څېړنیز راپور د اروپايي ټولنې په مالي مرسته چمتو شوی دی؛ یوازې پژواک یې د منځپانګې مسوولیت لري او د یادې ټولنې نظر نه څرګندوي.

Views: 325

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.