ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هاتف: ځینې کړۍ د خبریالانو د مالي ملاتړ صندوق د غصبولو هڅه کوي

هاتف: ځینې کړۍ د خبریالانو د مالي ملاتړ صندوق د غصبولو هڅه کوي

author avatar
13 Jul 2021 - 16:11
هاتف: ځینې کړۍ د خبریالانو د مالي ملاتړ صندوق د غصبولو هڅه کوي
author avatar
13 Jul 2021 - 16:11

کابل (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۰): د خبریالانو د مالي ملاتړ صندوق پخواني مسوولین ادعا کوي چې ځینې مافیایي کړۍ پر صندوق د قبضې او د هغه د چورولو هڅې پیل کړې دي.

د حکومت د رسنیو مرکز له خوا څو ورځې مخکې د خبریالانو د مالي صندوق لپاره ۱۳ نوي غړي معرفي شول او پخواني مسوولین یې پر فساد تورن کړل.

د دغه صندوق پخواني مرستیال محمد بشیر هاتف د چنګاښ به ۲۲مه په یوه خبري کنفرانس کې وویل، وروسته له هغه چې ولسمشر غني د دغه صندوق لپاره پنځه میلیونه افغانۍ مرسته اعلان کړه، له هماغه وخته ځینې مافیایي کړۍ پر یاد صندوق د قبضې کولو هڅې پیل کړې.

هغه زیاته کړه، د دغو کړیو له خوا بار بار ناوړه تبلیغات او ناسم راپورونه ورکړل شول چې ګواکې په دغه صندوق کې فساد شوی، خو له څېړنو وروسته یې یادې ادعاوې ناسمې ثابتې شوې.

هاتف وایي، د ولسمشر دویم مرستیال، د ولسمشر سلاکار وحید عمر او د خبریالانو فدراسیون څو غړي پرته له دې چې دوی ته خبر ورکړي، د صندوق لپاره ۱۳ نوي غړي معرفي کړل.

نوموړي د حکومت له خوا دغه کار غاصبانه وباله او ادعا یې وکړه چې دوی غواړي دغه صندوق چور کړي.

ده زیاته کړه: “د رسنیو بنسټونه او خبریالان دې خبر وي چې مالي صندوق اړوند پیسې به د ځینو کسانو په لاس حیف و میل شي او د خبریالانو او حکومت ترمنځ به بې باوري رامنځته شي.”

هغه ادعا وکړه چې د ژورنالېستانو فدراسیون له دې مخکې هم ډېرې پیسې حیف و میل کړې دي.

بشیر هاتف وویل چې دغه صندوق یو غیر دولتي بنسټ دی، د امتیاز خاوند او غړي لري او له محکمې پرته هیڅوک نه شي کولی چې د فعالیت په اړه یې تصمیم ونیسي.

دی وایي چې صندوق له تېرو اوو کلونو راهیسې د خبریالانو ملاتړ کوي او له دې وروسته به هم خپل فعالیت ته دوام ورکړي.

هغه ګواښ وکړ، که چېرې د هېواد عدلي او قضایي ارګانونو په دوو اوونیو کې په دې اړه کومه پرېکړه ونه کړه، نو دوی به نړیوالې محکمې ته عارض شي.

ده وویل چې دغه صندوق تر اوسه د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو د وژل شوو ۵۰ کارکوونکو له کورنیو او ۳۰۰ خبریالانو سره مرستې کړې دي.

د حکومت د رسنیو مرکز مشر دوا خان مینه پال د نوموړي ادعا رد کړه او ویې ویل چې صندوق له حقوقي او خدماتي اړخه ډېرې ستونزې درلودې.

هغه پژواک اژانس ته وویل چې خبریالانو د صندوق له پخوانیو مسوولینو او غړو ډېر شکایتونه درلودل چې له امله یې ورته طرزالعمل نوی او پر اساس یې نوي غړي معرفي شول.

مینه پال زیاته کړه چې د صندوق جواز به نور د شخص نه، بلکې د صندوق په نوم وي.

د ولسمشر سلاکار او د عامه اړیکو دفتر مشر وحید عمر د صندوق د بورډ نوو غړو د معرفۍ په مراسمو کې ویلي وو چې په دې وروستیو کې د دغه صندوق پر پخواني بورډ دا نیوکې کېدې چې غړیتوب لرونکي کسان یې محدود دي، ډېری رسنۍ او خبریالان ترې خبر نه دي او د نظارت میکانیزم نه لري.

د عمر په وینا، له دې نیوکو وروسته د ولسمشر له خوا د صندوق د بورډ لپاره د نوو غړو د معرفي کولو فرمان ورکړل شو.

Visits: 67

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.