ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اتمر قریشي ته : د ترهګرو د پټنځایونو او د طالبانو د تمویل سرچینو بندولو کې همکاري وکړئ

اتمر قریشي ته : د ترهګرو د پټنځایونو او د طالبانو د تمویل سرچینو بندولو کې همکاري وکړئ

author avatar
14 Jul 2021 - 15:32
اتمر قریشي ته : د ترهګرو د پټنځایونو او د طالبانو د تمویل سرچینو بندولو کې همکاري وکړئ
author avatar
14 Jul 2021 - 15:32

کابل (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۰) : د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر له پاکستان څخه وغوښتل چې د ترهګرو د پټنځایونو، د طالبانو د تمویل سرچینو بندولو، د سولې خبرو د بریا او سیاسي حل لپاره د سولې معنا داره خبرو ته د طالبانو په هڅولو کې همکاري وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت له خوا د چنګاښ په ۲۳مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د شانګهای همکاریو سازمان په چوکاټ کې د افغانستان د تماس ډلې د څلورمې غونډې په څنډه کې پرون د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شامحمود قریشي سره وکتل.

سرچینې زیاته کړې، د کتنې په ترڅ کې دواړو لوریو د سولې بهیر د بریا، له افغانستان سره د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې په برخه کې د پاکستان د عملي همکارۍ، په هېواد او سیمه کې د تلپاتې سولې او ټیکاو په هکله خبرې وکړې.

په خبرباڼه کې راغلي، حنیف اتمر په افغانستان کې د وروستیو سیاسي او امنیتي پرمختګونو په اړه خبرې وکړې، د سولې بهیر بریا کې یې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د ملاتړ او همکارۍ سربېره د سیمه ییزې همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

هغه په افغانستان کې د طالبانو تر څنګ د بهرنیو وسله والو او سیمه ییزو او نړیوالو ترهګریزو شبکو شتون د سیمې او نړۍ لپاره لوی ګواښ وباله او په دې برخه کې یې د سیمې هېوادونو ترڅنګ له پاکستان څخه د ترهګرو د پټنځایونو، د طالبانو د تمویل سرچینو بندولو، د سولې خبرو د بریا او سیاسي حل لپاره د سولې معنا داره خبرو ته د دغې ډلې هڅولو کې د یاد هېواد پر عملي همکارۍ ټینګار وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغانستان بې ثباتي د سیمې بې ثباتي وبلله او بهرنیو چارو وزیر ته یې د یوه باثباته افغانستان څخه د ملاتړ او همکاریو د دوام په هکله ډاډ ورکړ. د پاکستان بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو او اوربند رامنځته کولو ته په اشارې، خبرو او سیاسي حل لارو ته د طالبانو هڅولو لپاره د خپل هېواد ژمنتیا څرګنده کړه.

دغه راز حنیف اتمر د هندوستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو سره د دوه اړخیزو اړیکو او سولې پروسې په اړه خبرې کړې دي.

Visits: 42

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.