ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاريون کوونکي: وسله وال طالبان دې د جګړې غځولو ته پلمې نه لټوي

لاريون کوونکي: وسله وال طالبان دې د جګړې غځولو ته پلمې نه لټوي

author avatar
14 Jul 2021 - 17:24
لاريون کوونکي: وسله وال طالبان دې د جګړې غځولو ته پلمې نه لټوي
author avatar
14 Jul 2021 - 17:24

ګردېز (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۰): د پکتيا ګڼ شمېر اوسېدونکو د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته د وسله والو طالبانو له خوا د جګړې د دوام پر ضد لاريون وکړ او ويې ويل چې روانه جګړه په هېڅ صورت د توجيه وړ نه ده.

دوی وويل چې وسله وال طالبان نور د جګړې اوږدولو لپاره په بشپړ ډول پړ دي او د جګړې اوږدولو ته د پلمو تراشلو پر ځای دې د سياسي جوړ جاړي لپاره اقدامات ګړندي کړي.

دغه لاریون کوونکي چې شمېر یې سلګونو کسانو ته رسېد، د چنګاښ په ۲۳مه د ګردېز ښار په بېلا بېلو واټونو وګرځېدل.

د احمدابا ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي ګل احمدزي وويل چې په وروستيو څو اوونيو کې د جګړو له امله افغانانو او د هېواد ملي شتمنيو ته زيات زيانونه اوښتي او بايد مخه يې ونيول شي.

هغه وايي: ((زرګونه خلکو خپل ډک کورونه پرېښودل، تباه شول، خلک په مرميو ولګېدل، مالونه او شته يې پاتې شول، ولې؟ د چا لپاره؟ هېڅ انسان به له بل انسان سره داسې ونه کړي، پاتې خو بيا دا چې مسلمان هم وي. د دې جګړې ګټه ټوله پنجابيانو او نورو خارجيانو ته ده خلاص.))

د ګردېز اوسېدونکی ميرزا رسول نيوکه کوي چې وسله والو طالبانو له تېرو شاوخوا دوه کلونو راهيسې پر بهرنيو نظاميانو هېڅ بريد نه دی کړی، خو په ياده موده کې يې افغانانو ته پر مالي زيانونو سربېره زرګونه کسان وژلي او ټپيان کړي دي.

رسول وايي: ((طالب دې له ځان سره فکر وکړي، ايا د ده غوښتنه ده چې بهرنی دې د خير په غونډۍ ناست وي او پر ده د خپل افغان تباهي روانه شوې ده. له دې پوه شئ چې دا جګړه زموږ د ازلي دښمنانو ده، طالب هسې په کې کاريږي، نور دې د ولس کرکه او دښمني نه اخلي.))

ديني عالم خواجه الدين حقبيان روانه جګړه د اسلام له نظره ناروا ياده کړې او ويې ويل چې نور دې روانې جګړې ته د اسلامي توجيهاتو په اړه هېڅ ډول څرګندونې نه کېږي.

حقبيان پژواک ته وويل: ((ايا اسلام د دې اجازه ورکوي چې بل مسلمان او بل انسان معمولي ازار هم شي، پاتې خو لا دا چې کور يې ورته وران کړه، ويې وژنه، بې پته او بې سرپرسته يې کړه. دا وحشت او بربريت دی.))

د پکتيا د ولايتي شورا مشر عبدالمالک ځاځي د وسله والو طالبانو له مشرتابه وغوښتل چې په خبره يې روانې ويجاړۍ ته د دوام ورکولو په صورت کې به د خلکو له تاريخي غبرګون سره مخامخ شي.

د پکتيا ولايت مقام وايي، د هر هغه غږ او حرکت ملاتړ کوي چې په هېواد کې د سولې او ثبات له ټينګښت سره مرستندوی وي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.