ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د معافیت په کټګورۍ کې د برېښنا د راغلو بېلونو پیسې هم اجرا شوې دي

د معافیت په کټګورۍ کې د برېښنا د راغلو بېلونو پیسې هم اجرا شوې دي

author avatar
17 Jul 2021 - 18:17
د معافیت په کټګورۍ کې د برېښنا د راغلو بېلونو پیسې هم اجرا شوې دي
author avatar
17 Jul 2021 - 18:17

کابل (پژواک، ٢٦ چنګاښ ١٤٠٠): د پژواک موندنې ښيي چې برېښنا ریاست د ۱۴۲ میلیون افغانۍ بودجې پر ترلاسه کولو سربېره هم د دغه شرکت پېرېدونکو د برېښنا لګښت هغه پیسې هم اجرا کړې چې حکومت معاف ګرځولې وې.

د کابل والي د ۱۳۹۹ کال د غبرګولي په اتمه د کرونا ناروغۍ لومړۍ څپې پر مهال اعلان وکړ چې د برېښنا شرکت او له کرونا سره د مبارزې د اضطراري کمېټې د ګډ هوکړه لیک له مخې، د کابل ښاریان د برېښنا لګښت چې تر ۱۰۰۰ افغانیو وي، له ورکولو معاف دي.

وروسته برېښنا شرکت په یوه خبرپاڼه کې دغه هوکړه ومانه او د برېښنا ریاست د خبرو له مخې چې د ۱۳۹۹ کال لومړۍ دوره په یاد معافیت کې شامله ده.

د برېښنا لګښت د معافیت دوه اړخیزه یاده هوکړه له کرونا سره د مبارزې کمېټې د رییس په توګه د کابل د والي محمد یعقوب حیدري او د برېښنا شرکت د رییس احمد خالد ستانکزي ترمنځ د کرونا لومړۍ څپې پر مهال وشوه.

د یاد هوکړه لیک له مخې، له کرونا سره د مبارزې کمېټې له حسابه ۱۴۲ میلیونه افغانۍ د برېښنا شرکت حساب ته زیاتې شوې دي.

د برېښنا شرکت د اطلاعاتو له مخې، د کابل ښار د برېښنا ۲۹۳۸۲۵ مشترکین په دغه معافیت کې شامل شوي دي.

د پژواک موندنې ښيي چې د کابل ښاریانو د ۱۳۹۹یم کال د لومړۍ دورې د برېښنا لګښت چې په معافیت کې شامل دی، خپله د مشترکینو له خوا ورکړل شوی خو د برېښنا شرکت وايي چې دغه معافیت په لومړۍ دوره کې اجرا شوی دی.

برېښنا شرکت د دغه هوکړه لیک په تعقیب، د غبرګولي په ۱۲مه د کابل ښاریانو د برېښنا بېلونو د معافیت په اړه سپیناوی ورکړی دی.

برېښنا شرکت اعلان کړی چې: “د اضطراري کمېټې د پرېکړې له مخې، د ۱۳۹۹ کال په لومړۍ دوره کې یوازې د هغو پېرېدونکو د برېښنا لګښت معاف کېږي چې تر ۱۰۰۰ افغانیو یې لګښت راغلی وي، نو په دې کټګورۍ کې شاملو ټولو پېرېدونکو ته خبر ورکول کېږي چې هغه مهال له معافیت څخه ډاډمن شي چې د برېښنا بېل یې ټاپه یا د معافیت له نښې سره ترلاسه کړی وي.”

په یاد سپیناوي کې راغلي، هغه پېرېدونکي چې بېلونه یې ټاپه نه لري، له ځنډ پرته دې د خپلو لګښتونو پیسې تادیه کړي.

په دې ډله چې د پژواک موندنې ښيي چې د برېښنا شرکت د هغو پېرېدونکو بېلونه چې مصرف یې له ۱۰۰۰ افغانیو کم راغلی او د معافیت په کټګورۍ کې هم شامل دي، ټاپه او د معافیت تاییدي نه لري. پر دې اساس یاد پېرېدونکي اړ شوي چې خپل د برېښنا لګښتونه تادیه کړي.

د برېښنا شرکت د اطلاعاتو له مخې، د کرونا په لومړۍ څپه کې د قرنطین پر مهال د کابل ښاریانو د برېښنا د معاف شوي لګښت له امله د انتقالي پیسو اندازه ۱۴۲۰۷۲۲۷۹ افغانۍ ده چې په دوو جلا حوالو کې په ۲۳/۴/۱۳۹۹ نېټه په ۸۶۷۶ ګڼې اویز کې ۱۴۰۷۹۲۳۲۹ افغانۍ او په ۱۰/۷/۱۳۹۹ نېټه او ۱۲۱۶۰ ګڼه اویز کې ۱۲۷۹۹۵ افغانۍ د کابل برېښنا شرکت په حساب پښتني بانک ته انتقال شوې دي. دغه اندازه پیسې له کرونا سره د مبارزې کمېټې له بودجې د دوو اویز نمبرونو او اېم ۱۶ له مخې کابل برېښنا ریاست ته انتقال شوې دي.

که څه هم برېښنا شرکت اعلان کړی و چې هغه پېريدونکي چې د ۱۳۹۹ کال په لومړۍ دوره کې یې له ۱۰۰۰ افغانیو کم مصرف راغلی، په یاد معافیت کې شامل دي.

خو د کابل یوه اوسېدونکي نجیب الله پژواک ته ویلي چې د ۱۳۹۹ کال په لومړۍ دوره کې یې د برېښنا لګښت ۷۸۵ افغانۍ و چې خپله یې ورکړې دي.

د کابل ښار درېیمې ناحیې اوسېدونکي احسان الله هم وویل، د برېښنا لګښت یې ۷۰۰ افغانۍ و، د معافیت په کټګورۍ کې هم راته، خو نه دی معاف شوی او پیسې خپله ورکړې دي.

برېښنا شرکت وايي چې د «برېښنا شرکت» او کابل ولایت مقام ترمنځ د هوکړې له مخې، معافیت یوازې د ۱۳۹۹ کال په لومړۍ مرحله کې شامل دی.

خو د پژواک موندنې ښيي چې نه یوازې په لومړۍ دوره کې دغه معافیت په ښکاره ډول نه دی اجرا شوی، بلکې په دویمه دوره کې هم په هغو بېلونو کې چې پېريدونکو ترلاسه کړي، د تاییدۍ ټاپه او د معافیت روښانه اجرا نه لیدل کېږي.

د پژواک موندنې ښيي چې په لومړۍ دوره کې د کابل ښار د یوه اوسېدونکي د برېښنا لګښت بېل چې ۳۰۲ افغانۍ و، که څه هم د بښنې په کټګورۍ کې راځي، خو د برېښنا بېل یې تحویل کړی دی.

د ترسره شوې څېړنې له مخې، د همدې کورنۍ د برېښنا لګښت په دویمه دوره کې ۱۵۱۸ افغانۍ راغلی چې د لومړۍ دورې په پرتله پنځه برابره ډېر ویل شوی دی.

د مېتر چک کولو پر مهال د دقت او روڼتیا نه موجودیت د پېرېدونکو بله ستونزه ده چې خلک په دغه بهیر کې د مېتر له ډېر حسابولو هم شکایت کوي.

په ورته وخت کې د کابل ولایت مقام او برېښنا شرکت ترمنځ هوکړه لیک کې راغلي: “برېښنا شرکت د دې مالي مرستې د شفاف تطبیق لپاره د ټولو هغو پېريدونکو نوملړ چې په لومړۍ مرحله کې یې د برېښنا لګښت تر ۱۰۰۰ افغانيو کم وي، معلوم او له کابل ولایت مقام سره یې شریکوي.” خو دغه کار نه دی ترسره شوی.

د دغه هوکړه لیک پر اساس، دواړه لوري باید د دې برنامې له شفافیت څخه د تطبیق، نظارت او څېړلو لپاره خپل متخصص او صلاحیت لرونکي استازي ګډې کاري کمېټې ته ورمعرفي کړي؛ خو د پژواک د موندنو له مخې، دغه کمېټه هم نه ده جوړه شوې او دغه راز په هوکړه لیک کې د مدنې ټولنې د استازو او هېوادوالو شتون او نظارت ته هيڅ اشاره نه ده شوې.

د یاد هوکړه لیک په بله برخه کې راغلي: “د برېښنا شرکت به د پېرودونکو د برېښنا سپمونې بلونه اجرا، د ټولو پېرودونکو راپور، د برېښنا سپمولو د بل اندازه او نور حقیقي اسناد به په منظم او مستند ډول د ولایت له مقام سره شریک کړي.»

پژواک د شفافیت د تامین څرنګولي په اړه له ډېرو هڅو او د کابل ولایت مقام ته د اطلاعاتو غوښتنلیک سربېره هم ځواب ترلاسه نه کړ.

که څه هم د کابل ولایت مقام د دې برنامې له پلي کېدو مخکې ویلي وو چې د لا ډېر شفافیت لپاره به د پېرودونکو بشپړ نوملړ خپور کړي؛ خو وروسته یې دغه نوملړ خپور نه کړ.

خو د برېښنا رياست وياند سنګر نيازي پژواک اژانس ته وويل چې د برېښنا پېرودونکو د معافيت پيسې، د دوه ام ۱۶ اوېز له لارې دې ادارې ته رسېدلې دي.

هغه زیاته کړه چې په لومړي ګام کې د تخنیکي برخې «د ام پاور سیستم جوړوونکې» څانګې له لارې د برېښنا شرکت تر څار لاندې د هندي کمپنۍ په مرسته د پام وړ پېرودونکو لپاره د ۱۴۰۷۹۲۳۲۹ افغانیو اسناد ورکړل شوي او د دویم ځل لپاره د هغه ۱۲۷۹۹۵۰ افغانۍ د کابل برېښنا ریاست د وارداتو د عمومي مدیریت له لارې په شرایطو برابرو پېرودونکو ته ورکړل شوې دي.

د پژواک موندنې ښیي چې د دغه بهیر له تطبیقه د څارنې او شفافیت برابرولو لپاره، د خلکو او نورو بنسټونو شتون خورا کمرنګ و.

پژواک د کابل ولایت مقام او ریاست ته اطلاعاتو ته د لاسرسي فورمې استولې دي؛ خو له څو ورځو وروسته د دې ادارې چارواکو ځواب نه دی ویلی.

د یادونې ده، تر دې دمه د دې مرستې په اجرا کولو کې د شفافیت لپاره کافي شواهد نه دي وړاندې شوي.

Visits: 121

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.