ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار د مرمر ډبرو توليدات نړیوالو بازارونو ته صادریږي

د ننګرهار د مرمر ډبرو توليدات نړیوالو بازارونو ته صادریږي

author avatar
25 Jul 2021 - 17:27
د ننګرهار د مرمر ډبرو توليدات نړیوالو بازارونو ته صادریږي
author avatar
25 Jul 2021 - 17:27

جلال اباد (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۰): په ننګرهار کې د مرمر ډبرو ۱۶ فابريکې د مرمرينو توکو په توليد بوختې دي چې د هېواد پر څو ولایتونو سربېره يې توليدات د ايټاليا، ازبکستان، تاجکستان او پاکستان هېوادونو ته هم لېږل کېږي.

د دغو فابريکو مسوولين وایي، که ننګرهار کې د برېښنا او امنيت ستونزه حل شي، نو دوی کولی شي خپلو توليداتو ته په نورو اسيايي او اروپايي هېوادونو کې هم بازار پيدا کړي.

د ننګرهار د مرمر ډبرو فابريکو کې د کور د ډول او سينګار بېلابېل توکي جوړېږي چې له ډلې يې د کور د ځمکې د فرش کولو سپينې ډبرې، ډبرين مېزونه او څوکۍ ډېر مشهور دي.

دغه ۱۶ فابريکې د جلال اباد ښار د اوومې ناحيې اړوند سره رود دوه سرکې او د شيخ مصري صنعتي ښارګوټي په انګړ کې جوړې شوي او مسوولين وايي چې لږ تر لږه ۳۰ ميليونه ډالر پانګونه پرې شوې ده.

د مرمر ډبرو د يوې فابريکې کارکوونکی ذبيح الله وايي، که ننګرهار کې د برېښنا ستونزه حل شي او امنيت د تل لپاره تامين شي، نو د دوی کارونه ورسره پراخېږي چې هم به خلکو ته د کار زمينه برابره شي، هم به د ننګرهار توليدات زيات شي او هم به نړيوال بازار ته د ننګرهار مرمر ډبرې ورسېږي.

هغه پژواک ته وویل، د ننګرهار مرمر ډبرې همدا اوس هم څو اسيايي او اروپايي هېوادونو ته صادرېږي، خو دا چې توليدات کم دي، نو بازار یې لا پراخ شوی نه دی.

د يوې بلې فابريکې مسوول سيد احمد وايي، حکومت بايد فابريکه لرونکو ته ډېرې اسانتياوې برابرې کړي.

د هغه په خبره، که د شته پانګه والو ستونزې حل شي، نو نور هېوادوال هم زړه ښه کوي چې پانګونه وکړي، فابريکې جوړې کړي، خلکو ته د کار زمينه برابره کړي او هېواد د نورو له احتياج څخه وساتي.

په همدې حال کې د ننګرهار د سوداګرۍ او صنعت رياست مسوولين وايي، چې ننګرهار کې د مرمر ډبرو د توليد دغو ۱۶ فابريکو لږ تر لږه ۵۰۰ کسانو ته په مستقيم او غير مستقيم ډول د کار زمينه برابره کړې ده.

د سوداګرۍ او صنعت رييس محمد حسن محسن پژواک ته وويل چې د دغه ولايت په شيخ مصري صنعتي ښارګوټي او اوومې ناحيې کې ۱۶ د مرمر ډبرو د توليد فابريکې موجودې دي چې ۳۰ ميليونه ډالر پانګونه پرې شوې ده.

د هغه په وينا، دغه فابريکې هر کال لږ تر لږه ۳۰زره ټنه پورې ماربل او د مرمر ډبرې توليدوي چې شاوخوا ۵۰۰ کسانو ته په کې په مستقيم او غير مستقيم ډول د کار زمينه برابره شوې ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، پر ننګرهار سربېره د هېواد ډېر شمېر ولایتونو او ایټاليا، ازبکستان، تاجکستان او پاکستان هېوادونو ته هم د ننګرهار مرمر ډبرې او ماربل صادرېږي چې هلته يې ښه بازار پيدا کړی دی.

په همدې حال کې د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږياڼی ډاډ ورکوي چې دغه ولايت کې د سوداګرو او پانګوالو پر وړاندې هيڅ امنيتي ستونزه نشته او هر څوک کولی شي دلته د ورته فابريکو په جوړولو خلکو ته د کار زمينه برابره کړي.

دی وايي، پخوا د برېښنا په برخه کې يو څه ستونزه موجوده وه، خو اوس په شيخ مصري ښارګوټي کې د صنعتي فابريکو دغه ستونزه هم حل شوې ده.

په ننګرهار کې له ۳۰۰ څخه ډېرې توليدي فابريکې موجودې دي چې په هغو کې د شوکاڼي د پروسس، وسپنې ويلې کولو، د ګول سيخ جوړولو او خوراکي توکو د پروسس فابريکې شاملې دي.

Visits: 182

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.