ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جلال اباد اوسېدونکي: طالبان دې د خوراکي توکو، تېلو او ګازو نرخونه کنټرول کړي

د جلال اباد اوسېدونکي: طالبان دې د خوراکي توکو، تېلو او ګازو نرخونه کنټرول کړي

author avatar
17 Aug 2021 - 18:08
د جلال اباد اوسېدونکي: طالبان دې د خوراکي توکو، تېلو او ګازو نرخونه کنټرول کړي
author avatar
17 Aug 2021 - 18:08

جلال اباد (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۰): د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار اوسېدونکي له طالبانو چې تازه يې د دغه ښار واک تر لاسه کړی، غوښتنه کوي چې د خوراکي توکو، تېلو او ګازو نرخونه دې کنټرول کړي.

په ورته وخت کې د جلال اباد ښاروالۍ نوي مسوولين وايي، له هغو خلکو او سوداګرو سره به قانوني چلند وکړي چې احتکار کوي.

د جلال اباد ښار اوسېدونکي وايي، له تېرو درېيو ورځو راهیسې چې له ښار څخه حکومتي ځواکونه او ملکي مسوولين وتلي او واک يې طالبانو ته سپارلی د خوراکي او سون توکو نرخونه ورسره ډېر لوړ شوي دي.

د جلال اباد ښار اوسېدونکي غالب خان عادل پژواک اژانس ته وويل چې د طالبانو راتګ ته ځکه هيله مند دی چې دوی د اسلامي شریعت د نافذېدو ژمنې کړي او غوښتنه يې هم همدا وکړه چې دغه ډله بايد خپلې ژمنې پوره کړي.

دی وايي، له تېرو درېيو ورځو راهیسې چې ښار کې ګډوډي ده د خوراکي توکو، تېلو او ګازو بيې ډېرې لوړې شوي او بايد د ولايت نوي واکداران يې کنټرول کړي.

د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ يو اوسېدونکی عبدالغفار چې ښار ته د سودا اخیستو لپاره راغلی و، پژواک اژانس ته يې وويل چې د خوراکي توکو نرخونه ډېر لوړ شوي او حتی په اسانۍ ځينې شيان نه پيدا کېږي.

دی وايي، ښايي سوداګرو احتکار کړی وي او دغه توکي يې ساتلي وي چې طالبان يې بايد بېرته پرې بازارونو ته راوباسي او نرخونه يې کنټرول کړي.

جلال اباد ښاروالۍ ته د طالبانو له لوري نوی پېژندل شوی ښاروال قاري احسان الله ساجد وايي، چې د نرخونو د کنټرول هڅې يې پيل کړي او هغه سوداګر چې احتکار وکړي، قانوني چلند به ورسره وشي.

دی وايي: (( له تېرو درېيو، څلور ورځو راهیسې حالات جنګي و، خلک وېرې او ترس کې و، سوداګرو هم مالونه ذخيره کړي و موږ له ټولو غوښتنه کړې چې بېرته اموال بازار ته وړاندې کړي.))

هغه زياته کړه، د نرخونو د کنټرول لپاره يې ټيمونه ټاکلي چې خپل کار يې پيل کړی، نن او سبا به په جلال اباد ښار کې د خوراکي توکو، تېلو او ګازو نرخونه کنټرول شي.

جلال اباد ښار له درېيو ورځو راهیسې نن په لومړي ځل يو څه عادي حالت غوره کړی او ډېری سوداګريز ځايونه په کې بېرته پرانیستل شوي دي.

Visits: 79

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.