ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پيسو نړیوال صندوق افغانستان سره ټولې مرستې وځنډولې

د پيسو نړیوال صندوق افغانستان سره ټولې مرستې وځنډولې

author avatar
19 Aug 2021 - 19:35
د پيسو نړیوال صندوق افغانستان سره ټولې مرستې وځنډولې
author avatar
19 Aug 2021 - 19:35

کابل (پژواک، ۲۸ زمری ۱۴۰۰) : د پيسو نړیوالو صندوق د افغانستان د خراب امنیتي او سیاسي وضعیت له امله له افغانستان سره ټولې مرستې ځنډولې دي.

د رویټرز اژانس د راپور له مخې دغه صندوق په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي، چې په دې پيسو کې ۴۴۰ میلیونه ډالره هغه پيسې هم شاملې دي، چې په دې وروستیو کې ددې نړیوالې ادارې لخوا اعلان شوې وې.

د پيسو نړیوال صندوق په داسې حال کې دغه پریکړه اعلان کړې، چې امریکا هم د افغانستان بانک شاوخوا ۹،۵ میلیارده ډالر کنګل کړې دي.
د پيسو نړیوال صندوق ویاند په یوه خبرپاڼه کې ویلي : ” اوسمهال د نړیوالې ټولنې په مینځ کې د افغانستان د حکومت د رسمیت په اړه روښانه دریځ نه دی معلوم ، چې له امله یې افغانستان د دغه صندوق سرچینو ته لاسرسی نه شي کولی. ”

د سرچینې په وینا، د پيسو نړیوال صندوق به د نړیوالې ټولنې له پریکړو او نظرونو سره سمه پریکړه کوي.

د یادونې وړ ده چې د پيسو نړیوال صندوق په ۲۰۱۹ کال کې د سیاسي ګډوډیو له امله د وینزویلا او تر هغې مخکې په میانمار کې د پوځي کودتا له امله د دې هیوادونو پيسې او مرستې ځنډولې وې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پخوانی ویاند ګران هیواد د پيسو نړیوال صندوق د دې پریکړې په غبرګون کې ویلي چې دې سره په یاده اداره کې افغانستان خپل مالي اعتبار له لاسه ورکړی دی.

هغه پخپل فیسبوک کې لیکلي، د پيسو د نړیوال صندوق د دې پریکړې اغیزې نیغ په نیغه پر عامو خلکو، او د افغانستان پر مالي او اقتصادي سیستم کیږي.

هیواد وایي، دا پریکړه به ددې لامل شي چې د افغانیو ارزښت به ډیر ټیټ او بې وزله خلک به د توکیو اخیستلو توان له لاسه ورکړي.

Visits: 45

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.