ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جرمني، ترکیې او امریکا له طالبانو سره د اګسټ له ۳۱مې وروسته پر پاتې کېدو خبرې پیل کړې

جرمني، ترکیې او امریکا له طالبانو سره د اګسټ له ۳۱مې وروسته پر پاتې کېدو خبرې پیل کړې

author avatar
24 Aug 2021 - 12:17
جرمني، ترکیې او امریکا له طالبانو سره د اګسټ له ۳۱مې وروسته پر پاتې کېدو خبرې پیل کړې
author avatar
24 Aug 2021 - 12:17

کابل (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۰): د جرمني، ترکیې، امریکا او طالبانو ترمنځ د اګسټ له ۳۱مې وروسته د کابل له هوایي ډګره د خلکو د ایستلو لړۍ غځولو په اړه خبرې پیل شوې دي.

د جرمني بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس رسنیو ته ویلي چې د جي ۷ هېوادونو مشران باید له کابل هوايي ډګره بهر ته د خلکو لېږدولو بهیر همغږی کړي او پر دې غور وکړي چې د امریکا له لوري ټاکل شوې اګست ۳۱مې ضرب الاجل وغځول شي او که نه.

هغه زیاته کړې، جرمني، امریکا، ترکیې او طالبانو په دې هکله خبرې پیل کړې چې هدف یې د اګسټ له ۳۱ وروسته هم د ملکي الوتنو له لارې د خلکو ایستلو چارې روان ساتل دي.

نوموړی وايي، د اګسټ له ۳۱ وروسته به کابل هوايي ډګر یوازې په داسې صورت کې فعال ساتل کېږي چې د خوندیتوب تضمین یې وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د بریتانیا د لومړي وزیر په غوښتنه ټاکل شوې ده چې د جي ۷ هېوادونو د مشرانو غونډه نن جوړه شي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي  وو چې ښایي د اګسټ له ۳۱مې وروسته هم دوی په کابل هوایي ډګر کې پاتې شي، خو طالبانو د اګسټ ۳۱مې ضرب الاجل غځول رد کړل او د طالبانو یوه ویاند سهیل شاهین وویل چې د دغه ضرب الاجل غځېدل به ناوړه پایلې ولري.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارات یوه جګپوړي چارواکي ویلي چې د هغو افغانانو لپاره د امریکا ژمنې د اګسټ په ۳۱مه پای ته نه رسېږي چې ژوند یې په خطر کې وي.

په همدې حال کې د امریکا د کانګرېس د استازو په مجلس کې د استخباراتو د جرګه ګۍ مشر ایډم شیف د افغانستان په هکله د استخباراتي ادارو له چارواکو سره له لیدنې وروسته ویلي چې له افغانستانه د تخلیې بهیر به په پاتې ۸ ورځو کې بشپړ نه شي.

Visits: 1991

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.