ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ښار د ۱۵مې ناحیې اړوند سیمه کې توغندی لګېدلی

د کابل ښار د ۱۵مې ناحیې اړوند سیمه کې توغندی لګېدلی

author avatar
29 Aug 2021 - 18:00
د کابل ښار د ۱۵مې ناحیې اړوند سیمه کې توغندی لګېدلی
author avatar
29 Aug 2021 - 18:00

کابل (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۰): د کابل امنیه قوماندانۍ وايي چې د کابل ښار د ۱۵مې ناحیې اړوند يوه سیمه کې توغندی لګېدلی دی.

د کابل ښار د امنیه قوماندانۍ یوه مسوول قاري راشد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کابل ښار د ۱۵مې ناحیې په اړوند سیمه ک نن مازیګر څه کم پنځه بجې توغندی لګېدلی دی.

هغه د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل.

ده زياته کړه، دغه توغندی له نامعلوم لوري څخه د کابل هوايي ډګر پر سړک پر يوه کور لګېدلی دی.

ویل کېږي چې په دې راکټې بريد کې د څلورو ماشومانو په ګډون شپږ تنه وژل شوي او څلور تنه نور ژوبل دي.

امریکایي چارواکي وايي چې په دې برید کې يې له بمونو ډک د داعش يو موټر يې په نښه کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا متحده ایالاتو تېره شپه د ۳۶ ساعتونو په دننه کې د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د یوې چاودنې په اړه خبرداری ورکړی و.

پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو وروسته دا دویم برید دی چې په کابل ښار کې ترسره کېږي، تردې څلور ورځې مخکې د کابل هوايي ډګر ته څېرمه چاودنو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

Visits: 23

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.