ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

موندنه: خوست کې د ٢٠٠ ميليونه افغانيو په لګښت جوړ شوي روغتيايي مرکزونه لا هم نه دي فعال

موندنه: خوست کې د ٢٠٠ ميليونه افغانيو په لګښت جوړ شوي روغتيايي مرکزونه لا هم نه دي فعال

author avatar
30 Aug 2021 - 09:50
موندنه: خوست کې د ٢٠٠ ميليونه افغانيو په لګښت جوړ شوي روغتيايي مرکزونه لا هم نه دي فعال
author avatar
30 Aug 2021 - 09:50

خوست ښار (پژواک، ٨ وږى ۱۴۰۰): د پژواک موندنې ښيي چې د خوست په درېيو ولسواليو کې د عامې روغتيا وزارت له لوري روغتونونو او کلينيکونو ته د جوړو شوو ودانیو ځینې برخې له ګټې اخيستو مخکې ويجاړې شوې دي.

د سيمې اوسېدونکي، مدني فعالان او د دغه ولايت ولايتي شورا غړو په وينا چې د دغو ودانيو ځينې برخې سر له اوسه تخريب شوې او وايي، که ژر فعالې نه شي، ښايي په نږدې راتلونکي کې له هر ډول ګټې اخيستنې ولوېږي.

په يعقوبيو صبريو ولسوالۍ کې د څلورو ولسواليو لپاره د ٣٠ بستريز روغتون ودانۍ، نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ٣٠ بستريز روغتون ودانۍ او همدا ډول په عليشېرو ولسوالۍ کې د هارون خېلو، سين خوره او د سپينکيو بوړيو کلينيکونو لپاره ودانۍ شپږ کاله مخکې جوړې شوې خو تر اوسه ګټې اخيستنې ته نه دي سپارل شوې.

د معلوماتو له مخې، پر دغو پنځو واړو ودانيو نږدې دوه سوه ميليونه افغانۍ لګښت راغلی چې يوه يې د هندوستان په مالي مرسته، دويمه هغه يې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت او پاتې درې نورې يې د عامې روغتيا وزارت په پيسو جوړې شوې دي.

د يعقوبيو صبريو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي سيد امين سبا پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولسوالۍ د خلبيسات په ښارګوټي کې د يعقوبيو صبريو ولسوالۍ ترڅنګ د باک، ځاځي ميدان او عليشېرو ولسوالۍ لپاره جوړ شوی دېرش بستريز روغتون ودانۍ د ړنګېدو له ګواښ سره مخ ده.

هغه وويل، د ياد روغتون فعالولو ته ډېره اړتيا ليدل کېږي؛ ځکه دا مهال د يادو څلورو ولسواليو اوسېدونکي خپل ناروغان ښار ته بیايي چې ځيني وخت د لارې په اوږدو کې ساه ورکوي.

دی زياتوي: ((اول خو د دغه روغتون چارې هم ډېرې بې کيفيته ترسره شوې دي او په هماغه وخت کې ځوانانو خپل غږ اوچت کړ، خو بيا هم مسوولو چارواکو په دې اړه کوم اجراات ونه کړل. لا هم تعمير د ړنګېدو په حال کې دى، له سره ترميم غواړي، تر اوسه فعال شوی هم نه دی.))

د دې ترڅنګ د عليشېرو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي جاوېدالله فدا پژواک اژانس ته وويل چې د سيمې خلک له زياتو ستونزو سره مخ دي، ان په لسګونه کيلومتره مزل يوازې د واکسين د تطبيق لپاره کوي.

هغه زياتوي، د عامې روغتيا وزارت له خوا له دغه ولايت سره د مور او ميرې چلند او د اړوند رياست کمزورې رهبري د دې لامل شوې چې په دې ولسوالۍ کې کلونه وړاندې درې جوړ شوي کلينيکونه تر اوسه غير فعال دي.

هغه وايي: ((د دوی د خپل منځي سياليو له وجهې خوستوال په اور سوځول کېږي. دغه کلينيکونه غير فعال دي، خو هغه کلينيکونه چې فعال هم دي، په مياشتو، مياشتو په کې درمل نه وي موجود، ولس يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی.))

ورته مهال د نادرشاه کوټ ولسوالۍ يوه اوسېدونکي نظير روښان پژواک ته وويل چې څو ځلې مشرانو او ځوانانو له ولايتي چارواکو په دې ولسوالۍ کې د جوړ شوي دېرش بستريز روغتون د فعالولو غوښتنه کړې، خو تر اوسه اورېدل شوې نه ده.

ده زياته کړه: ((رښتيا هم په نادرشاه کوټ کې ولسوالۍ دا شپږ کاله کېږي دېرش بستريز روغتون جوړ شوی، خو متاسفانه هماغه د سي اېچ سي کلينيک ورته را نقل شوی، تر اوسه پورې نه د دېرش بستريز روغتون امکانات برابر شوي او نه ورته پرسونل برابر شوی دی.))

د دغه ولايت يوه مدني فعال فريدالله قربان بيا پژواک اژانس ته وويل چې د عامې ورغتيا وزارت له دغه ولايت سره د توپيري چلند او د نه پاملرنې له امله تر اوسه ياد روغتونونه او کلينيکونه غير فعال پاتې شوي دي.

دی وايي: ((زموږ غوښتنه دا ده چې دې ته دې زر تر زره کارکوونکي وګومارل شي؛ ځکه دغه کلينيکونه ډېر پخوا جوړ شوي، که استفاده ترې ونه شي، ورځ تر بلې يې تعميرونه او جوړ شوي وسايل يې ورانيږي.))

په ورته مهال د خوست ولايتي شورا يوه غړي نورشاه نوراني هم پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوی څو څو ځلې عامې روغتيا وزارت ته د يادو روغتونونو د فعالولو په موخه وړانديزونه  لېږلي دي.

نوراني زياتوي چې د عامې روغتيا وزارت له دغه ولايت سره د مور او ميرې چلند کوي او په تېرو شاوخوا شپږو کلونو کې يې د يادو روغتونو فعالولو ته هيڅ پاملرنه نه ده کړې.

ده زياته کړه: ((زه د خوست ولايتي شورا د يوه استازي په توګه د عامې روغتيا له وزارته هيله او جدي غوښتنه لرم چې بې له ځنډه دغه روغتونونه فعال کړي؛ ځکه د خوست ولايت نفوس يونيم ميليونو ته رسېږي. په مرکزي روغتون باندې ډېر بېروبار وي، د مريضانو او مرکزي روغتون نه دی توانېدلی چې د ټولو مريضانو تداوي په ښه شان ترسره کړي. که چېرې دغه روغتونونه فعال شي، زه مطمين يم چې خلک به په وخت سره روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسی پيدا کړي.))

بلخوا د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکتر حبيب شاه انصاري پژواک اژانس سره خبرو کې وويل چې د دغه روغتونونو د فعالولو او هغوی د تشکيل د منظورېدو په موخه هلې ځلې روانې دي.

هغه زياتوي: ((جناب وزير صاحب پلان رياست ته هدايت کړی چې دې باندې عاجل اجراات وکړي او تر اخره يې تعقيب کړی دی.))

ورته مهال د پخواني حکومت د خوست والي وياند طالب منګل هم پژواک خبري اژانس ته وويل، ټول هغه روغتيايي مرکزونه چې ودانۍ يې جوړې شوې، خو د تشکيل او نورو اسانتياوو د نه لرلو له امله تر اوسه غير فعال دي، په نوو قراردادونو کې به ونيول شي.

پژواک د يادو روغتونونو او کلينيکونو د نه فعاليت په اړه د تېر ۱۳۹۹ لمريز کال د غبرګولي په لومړۍ نېټه هم يو تفصيلي راپور خپور کړی و.

هماغه وخت ولايتي چارواکو ژمنه کړې وه چې د ۱۳۹۹ لمريز کال تر پايه به په دغه ولايت کې ټول غير فعال روغتونونه فعال او خدماتو پيل وکړي.

 

پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته دا راپور برابر کړی دی.

Visits: 346

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.