Language

په تېرو ٢٤ ساعتونو کې دوه کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي

کابل (پژواک، ١٠ وږى ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٤٢ مثبتې پېښـې ثبت شوې او دوه کسان يې له امله مړه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت له لوري د وږي په ١٠ مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٢١٠ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ٤٢ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ١٥٣٣٠٦ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ١٣ کسان په کندهار، ١١-١١ په کابل او بدخشان، ٤ په ننګرهار، ٢ په تخار او ١ کس په فراه ولايت کې په کرونا ناروغۍ اخته شوى دى.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٦١٤ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ناروغۍ د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ١١٠٨١٣ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ٢ کسان مړه شوي چې په دې سره له دغې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٧١٢٧ ته ورسېد.

د يادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ٢١٩ ميليونه کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه ١٩٤ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٥،٤ ميليونه نور يې له امله مړه شوي دي.