ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مجاهد: نوی‌ حکومت کېدای شي د سرپرستۍ بڼه ولري

مجاهد: نوی‌ حکومت کېدای شي د سرپرستۍ بڼه ولري

کابل (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۰): د طالبانو ویاند او د فرهنګي کمېسیون مشر وايي، نوی‌ حکومت ښایي د سرپرستۍ بڼه ولري، پنجشېر ته چارواکي د پنجشېر له خلکو ټاکل کیږي او ګڼو هېوادونو له افغانستان سره د بشري مرستو ژمنه کړې ده.

ذبیح الله مجاهد چې نن یې په کابل کې خبریالانو ته خبرې کولې، وویل چې نوی‌ حکومت به ښایي‌ د سرپرستي حکومت بڼه ولري، تر څو د اصلاحاتو، بدلونونو او نورو بنسټیزو ګامونو اخیستو وړتیا ولري.

هغه وايي:"د حکومت د اعلان لپاره نور چمتووالی نیول شوی، یوازې تخنیکي کارونه پاتې دي، موږ هم په ډېره بېړه کې یو. راتلونکو څو ورځو کې به د حکومت د اعلان شاهدان واوسو او ځینو هېوادونو ته مو بلنلیکونه هم لېږلي چې چارواکي یې د نظام د اعلان په ورځ افغانستان ته راشي."

مجاهد زیاته کړه چې د اوس لپاره ټاکنې په پام کې نشته، راتلونکی حکومت به دا پرېکړه کوي چې راتلونکی پروسیجر څه ډول مخته وړي.

د بشري مرستو ژمنې

مجاهد وايي د قطر، ترکیې او متحده عربي اماراتو تخنیکي ټیمونه د کابل هوایي ډګر په بیارغولو لګیا دي او له رغېدو سره یې په یو وخت کې له دې لارې بشري مرستې هم را روانې دي.

هغه زیاته کړه:" ګڼو هېوادونو ژمنې کړې دي او له نورو هېوادونو هم هیله لرو چې زموږ له ځپل شوي ولس سره بشري مرستې وکړي. نړیوال هم شوق لري، چې له افغان ولس سره مرستې وکړي، خو مرستې باید بلاعوضه وي."

د ده په وینا، د هېواد په بندرونو کې حالت عادي‌ شوی، بانکونه پرانیستي دي او کابل کې د پیسو د راکړې ورکړې ستر مرکز (  شهزاده سرای) هم د خلکو پر مخ خلاص دی او دا کار د افغانۍ د بیې په ساتلو کې مهمه ونډه لري.

ذبیح الله مجاهد وویل:"یو ښه زیری دا دی چې ټولو سوداګرو او خصوصي سکتور موږ ته ډاډ راکړی چې ټولې پانګې به له بهره هېواد ته را انتقالوي او په خپلو افغاني سرمایو به خپل وطن ابادوي. موږ ډېر هیله من یو."

دی وايي چې د امنیتي ځواکونو ټول کادرونه، مسلکي او هغه چې پانګونه ورباندې شوې بېرته راغوښتل کېږي او بېرته به ګومارل کېږي.

د ده په وینا، پاکستان وایي ځکه یې له افغانستان سره دروازه تړلې چې په افغانستان کې له زندانونو داسې کسان خلاص شوي چې پاکستان ته زیان اړوي. خو مجاهد وایي پاکستان دې وراوښتونکي کسان تلاشي کړي.

مجاهد وایي، افغان لوري پاکستان ته په جدیت ویلي چې په لاره کې باید عامو خلکو او سوداګرو ته ستونزې جوړې نه شي.

مجاهد وویل چې دا مهال افغانستان له چین سره ښې اړیکې لري، چین دې د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژني او په بیارغونه کې دې مرسته وکړي.

دی وايي:"سي پيک (د چین او پاکستان اقتصادي پروژه) د ټولې اسیا لپاره ګټوره پروژه ده، هغه برخه چې زموږ مسوولیت جوړېږي، خپل مسوولیت یې په اړه ادا کوو. نورې هم ډېرې پروژې وې چې امنیت ته ځنډول کېدې اوس به یې کارونه ښایي پیل شي."

هغه زیاته کړه، افغانستان ته د بېلابېلو هېوادونو استازي چې راغلي، د مرستو او امنیت موضوع یې له ځان سره راوړې ده، له  طالبانو سره د ملګرو ملتونو د استازو د بحث ډېره برخه هم د بشري‌ مرستو په اړه وه.

د مجاهد په وینا، له دې وروسته به په کابل کې امنیت د یونیفورم لرونکو ځواکونو له لوري‌ نیول کېږي.

د هغه په خبره، په تېرو څلور ویشتو ساعتونو کې ۴۳ چور او چپاول کوونکي او لوټماران نیول شوي‌ او قضیې یې په امنیه قوماندانۍ کې تر څېړنو لاندې دي.

مجاهد وایي، کابل کې شاوخوا اتیا هغه «مجاهدین» نیول شوي چې دوه شپې وړاندې یې هوایي ډزې کړې وې او د بیت المال مرمۍ یې ضایع کړې وې.

د پنجشېر چارواکي د پنجشېر له خلکو ټاکل کېږي You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.