ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سپین بولدک کې زرګونه کورنۍ پاکستان ته د تګ په موخه په بد وضعیت کې بندې پاتې دي

سپین بولدک کې زرګونه کورنۍ پاکستان ته د تګ په موخه په بد وضعیت کې بندې پاتې دي

author avatar
6 Sep 2021 - 18:17
سپین بولدک کې زرګونه کورنۍ پاکستان ته د تګ په موخه په بد وضعیت کې بندې پاتې دي
author avatar
6 Sep 2021 - 18:17

کندهار (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۰): د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې له تېرو دوو اوونیو راهیسې په زرګونو خلک چې له ډېرو سره خپلې کورنۍ هم ملې دي، په ډېر بد وضعیت کې بندې پاتې دي.

دا کورنۍ چې ډېری یې د هېواد د شمال او ختیځو ولایتونو اوسېدونکي دي، په هېواد کې له راغلي بدلون وروسته د هېواد پرېښودو په تکل کې دي، خو د پاکستاني ځواکونو له خوا دغه هېواد ته د تلو اجازه نه ورکول کېږي.

اوسمهال یوازې هغو کسانو ته پاکستان ته د تلو اجازه ورکول کېږي چې یا خو پاکستانی شناختي کارتونه ولري او یا د کندهار تذکره ولري.

عبدالودود یو له هغو زرګونو افغانانو دی چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې له خپلې ۵ کسیزې کورنۍ سره پاکستان ته د تلو په نیت په سپين بولدک کې دېره دی.

دی چې د هېواد له شمالي ولایت مزار شریف څخه سپین بولدک ولسوالۍ ته راغلی، وايي، له هغه وروسته چې طالبان واکمن شوي، غواړي له هېواده ووځي، ځکه خپل او د اولادونو راتلونکي ته اندېښمن دی.

دی وايي، د طالبانو تر څنګ پاکستاني ځواکونه اجازه نه ورکوي چې دغه هېواد ته لاړ شي.

نوموړي زیاته کړه، د دروازې مخې ته هره ورځ په زرګونو افغانان راټول وي او پاکستان ته د تلو هڅه کوي خو د مخکې تلو اجازه نه ورکول کېږي.

دی وايي، د زرګونو افغانو کورنیو په څېر دی هم په بد وضعیت کې دی، یوه لږه اندازه پیسې چې یې لرلې ورڅخه مصرف شوي دي او نور نو د اولادونو د مړولو توان هم نه لري.

هغه وویل، ډېرې کورنۍ په سپین بولدک کې په خلاصو میدانونو کې شپې تېرولو ته اړې شوي، دغه راز ګڼې کورنۍ په ډېر بد وضعیت کې په هوټلونو کې په دې هېله شپې او ورځې تېروي څو پاکستان ته لاړې شي.

د ده په خبره، له خلکو سره ماشومان، ښځې، سپين ږيري او ناروغان مل دي چې پر حالت یې د هر انسان زړه دردېږي.

نوموړی د پاکستان پر چارواکو غږ کوي چې د انساني همدردۍ له امله دروازه پرانیزي او افغانانو ته د تلو اجازه ورکړي.

محمد نسیم بیا له ننګرهار ولایت څخه د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ ته راغلی څو پاکستان ته لاړ شي.

هغه پژواک ته وویل، دوه اوونۍ کېږي سپين بولدک ولسوالۍ ته راغلی یم او دلته بند پاتې یم، دا چې د تورخم لاړ تړلې ده، په ډېرو ستونزو او مصارفو مې تر دې ځایه ځان را ورساوه، غواړم له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته لاړ شم خو یو لوری هم د تګ اجازه نه راکوي.

دی وايي، په سپين بولدک کې په زرګونو خلک چې د نورو ولایتونو تر څنګ له ختیځو او شمالي ولایتونو راغلي، دلته بند پاتې دي، په داسې حال کې دلته د اوسېدو هیڅ اسانتیاوې نشته او ډېر خلک د شپې تېر لپاره پیسې هم نه لري.

نوموړي په دردمن انداز زیاته کړه، خلک وېرې اخیستي دي، راتلونکی معلوم نه دی، کار او روزګار نشته، خلک په تېښته دي خو پر وړاندې یې لارې تړل شوې دي.

هغه پر چارواکو غږ کوي چې پر ځورېدلو افغانانو زړونه وسوځوي او افغانانو ته دې په دې سختو ورځو کې د تګ اساني جوړه کړي.

بل خوا یو شمېر بندو کسانو پژواک ته دا هم وویل چې ځینې کورنۍ اړې شوي ان له ۵۰ تر ۸۰ زره کلدارې قاچاق وړونکو ته ورکړي څو هغوی یې پر قاچاقي لارو پاکستان ته ورسوي.

د محمد انور په نوم یو کس چې په سپین بولدک کې پاکستان ته د تلو په نیت بند دی، پژواک خبري اژانس ته وویل: ((هغوی چې توان لري، قاچاق وړونکو ته له ۵۰ تر ۸۰ زره کلدارې ورکوي او هغوی یې بیا پر قاچاقي لارو پاکستان ته وړي، دا کار اوس ځینو ته په تجارت بدل شوی چې د افغانانو له بدې ورځې استفاده کوي.))

خو دی وايي، هغوی چې پیسې نه لري مجبور دي تر نامعلوم وخته انتظار وباسي.

په سپین بولدک کې د ا.ا.ا کمېساري پژواک خبري اژانس ته وویل، دا چې د هېواد یو شمېر لارې او بندرونه د پاکستان له خوا تړل شوي ، د سپین بولدک- چمن پر لار د خلکو ګڼه ګوڼه تر بل هر وخت ډېره شوې ده چې ګڼې ستونزې یې را ولاړې کړې دي.

کمیساري زیاتوي، پاکستاني لوری یوازې هغو افغانانو ته د ورتګ اجازه ورکوي چې پاسپورټ او د کندهار تذکره ولري.

هغوی له هېوادوالو غوښتنه کوي چې څوک دا اسناد نه لري نو د تګ هڅه دې نه کوي.

دوی زیاتوي، افغان لوری هڅه کوي شته خنډونه لرې کړي او خلکو ته د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې کړي.

بل خوا د ا.ا.ا ویاند ذبیح لله مجاهد نن په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې له پاکستان سره د هېواد په بندري سیمو کې ستونزې ډېرې شوې دي.

هغه زیاته کړه، په سپین بولدک او تورخم کې د هغو افغانانو تراکم تر بل هر وخت ډېر شوی چې غواړي پاکستان ته لاړ شي، خو د پاکستاني لوري له خوا د تلو اجازه نه ورکول کېږي.

دی وايي، په دغو کسانو کې ناروغان، کډوال او ان سوداګر شامل دي چې پاکستان یې پر وړاندې لار تړلې ده.

خو ده یادونه وکړه چې دغه ستونزه یې افغانستان ته د پاکستان له راغلي امنیتي پلاوي سره یاده کړې او له هغوی یې د افغانانو پر مخ د لارې د خلاصېدو غوښتنه کړې ده.

د مجاهد په خبره، راغلي پلاوي اندېښنه لرله چې ګواکې د زندانونو په ماتولو سره کېدای شي د دوی د اندېښنې وړ کسان چې د دوی امنیت ته ګواښ پېښولای شي، دغه هېواد ته لاړ شي.

خو ده یادونه وکړه چې پاکستاني پلاوي ته یې ډاډ ورکړی چا ته اجازه نه ورکوي څو افغان خاوره د پاکستان پر خلاف وکاروي.

ده دا هم وویل چې دا موضوع باید د عامو افغانانو پر مخ د لارې بندولو لپاره بهانه نه شي، ځکه هغه کسان چې دوی یې دغه هېواد ته د ورتګ په اړه اندېښنه لري تالاشي او پلټنې ورڅخه کېدلای شي.

ده خبر ورکړ چې د لارې د خلاصون لپاره به یې له پاکستاني لوري سره خبرې روانې وي.

د یادونې ده چې د سپین بولدک- چمن لار د پاکستاني لوري له خوا د سهار په ۷:۳۰ بجو د پلي تګ راتګ او سوداګرۍ لپاره پرانیستل کېږي او د ماپښین په ۳:۳۰ بجو بېرته تړل کېږي.

دغه محدودیت نه یوازې خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي، بلکې د سوداګرو په وینا سوداګري او راکړه ورکړه یې هم سخته زیانمنه کړې ده، ځکه د ورځې په اوږدو کې ډېر کم په توکو بار موټر افغانستان ته د تلو اجازه تر لاسه کوي.

Visits: 12

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.