ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګري ملتونه افغانانو سره د بشري اړتياوو په برخه کې د ملاتړ لپاره کنفرانس جوړوي

ملګري ملتونه افغانانو سره د بشري اړتياوو په برخه کې د ملاتړ لپاره کنفرانس جوړوي

author avatar
11 Sep 2021 - 18:33
ملګري ملتونه افغانانو سره د بشري اړتياوو په برخه کې د ملاتړ لپاره کنفرانس جوړوي
author avatar
11 Sep 2021 - 18:33

کابل (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۰): ملګري ملتونه د راتلونکې دوشنبې په ورځ په جنيوا کې د افغانستان لپاره بشردوستانه کنفرانس جوړوي ترڅو نړيواله ټولنه د افغانستان له خلکو سره اړينو بشري اړتياوو ته د رسېدنې په خاطر د ملاتړ ژمنه وکړي.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلی چې د يوناما له خوا پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو سرمنشی انتونيو ګوتيریش پر نړيوالې ټولنې غږ وکړ چې د دوشنبې په ورځ د سپټمبر په ۱۳مه (د وږي ۲۲مه) نېټه په جنيوا کې له هغه سره په حضوري او مجازي ډول يو ځای شي چې د افغانستان له خلکو سره خپل یووالی په ډاګه او د دوی اړينو بشري اړتياوو ته د رسېدنې په موخه د پام وړ ملاتړ ژمنه وکړي.

سرچينه زياتوي، د افغانستان ماشومان، ښځې او نارينه له لسيزو راهيسې له جګړو او محروميت سره مخامخ دي. وروستيو پرمختياوو د دوی اغېزمنتوب نور هم زیات کړی دی، سخته وچکالي راتلونکي کرنيز محصولات زيانمنوي او لوږه د لوړېدو په حال کې ده، د نغدو پيسو د عرضې په کمښت سره اقتصاد له رکود سره مخامخ دی، د ښځو او نجونو د حقونو په اړه اندېښنې په زياتېدو دي.

سرچينه کاږي، افغانان په عاجل ډول خوړو، درملو، روغتيايي خدماتو، پاکو اوبو، حفظ الصحه او خونديتوب ته اړتيا لري. د ملګرو ملتونو ادارو او غير حکومتي همکارانو د ۶۰۶ ميليون امريکايي ډالرو د ترلاسه کولو لپاره تازه غوښتنه کړې چې د روان کال تر پايه ۱۱ ميليونه خلکو ته اړينه مرسته برابره کړي.

د خبرپاڼې په حواله، نړيوال او افغان بشردوستانه سازمانونه په ډګر کې حضور لري او کولی شي په چټکو بدلېدونکو شرايطو کې مرستندوی خدمات وړاندې کړي. دوی ګړندي او انعطاف منونکي تمويل او د افغانستان په دننه او شاوخوا کې دوامداره لاسرسي ته اړتيا لري. د ښځو په ګډون ټول مرستندویه کارکوونکي بايد د خپل خونديتوب او ازاد تګ راتګ په اډه ډادمن شي.

يوناما وايي، د نړيوالې ټولنې چټک اقدام او ملاتړ ډېر مهم دی، ترڅو دا ډاډ رامنځ ته شي چې بشري مرستې افغانانو ته په چټکه توګه اساسي او اړين خدمات برابرولی شي. همدا په افغانستان کې د بشردوستانه وضعيت په اړه د اوچتې کچې د وزيرانو د ناستې موخه ده.

Visits: 28

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.