ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان سوداګر: په پاکستاني اسعارو سوداګري نه منو

افغان سوداګر: په پاکستاني اسعارو سوداګري نه منو

author avatar
12 Sep 2021 - 13:51
افغان سوداګر: په پاکستاني اسعارو سوداګري نه منو
author avatar
12 Sep 2021 - 13:51

جلال اباد (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۰): افغان سوداګر وايي، د پاکستاني حکومت هغه پرېکړه ورته د منلو وړ نه ده چې ګواکې تر دې وروسته به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري په پاکستانۍ کلدارو ترسره کېږي.

د سوداګرو په خبره، که سوداګري په کلدارو شي نو له هغه ځايه به هم کلدارې حواله کېږي او دلته به هم سوداګر مجبور وي چې کلدارې پيدا کړي او حواله يې کړي چې دغه چاره په افغانستان کې د کلدارو چلېدو ته زمينه برابروي.

د پاکستان د خزانې وزير شوکت ترين په خپلو وروستيو څرګندونو کې ويلي، حکومت يې پرېکړه کړې چې تر دې وروسته به له افغانستان سره دوه اړخيزه سوداګري په پاکستاني کلدارو کوي.

هغه د سپټمبر په ۹مه د خپل هېواد پارلمان ته په خبرو کې ويلي چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمن کېدو وروسته نړيوال بانک، نړيوال مالياتي صندوق او امريکا د افغانستان د شتمنيو زېرمې کنګل کړي چې په داسې شرايطو کې  پر ډالرو د سوداګرۍ مخته وړل ممکن نه دي.

خو افغان سوداګر وايي، چې دغه پرېکړه ورته ځکه د منلو وړ نه ده چې په افغانستان کې د کلدارو چلند ته زمينه برابريږي.

افغان سوداګر او ننګرهار کې د سوداګرۍ خونې غړي زلمي اعظمي وويل، افغان سوداګر چې د نړۍ هر هېواد کې توکي اخلي په ډالرو يې اخلي او بېرته يې دلته په افغانيو خرڅوي چې دا يو نړيوال اصل دی.

د جلال اباد ښار د خوراکي توکو پلورونکو اتحاديې مشر او سوداګر باز محمد ځوانمل هم د پاکستان د دغې پرېکړې خلاف دی او وایي، دا چاره په لوی لاس د کلدارو چلند ته زمينه برابروي.

دی زياتوي چې يا دې ټوله راکړه ورکړه په ډالرو شي او کنه په پاکستان کې دې سوداګري په کلداره او دلته په افغانيو وي.

عام خلک دغه پرېکړه د افغانستان په داخلي چارو کې د پاکستان مداخله ګڼي او پر سوداګرو غږ کوي چې هیڅکله دا چاره ترسره نه کړي.

دوی له سوداګرو او د طالبانو له حکومته غواړي که پاکستان پر خپله دغه پرېکړه ټنګ درېږي نو بايد بېخي ورسره سوداګري ونه شي.

د ننګرهار ولايت اوسېدونکی عبدالقادر وفا وايي، افغان حکومت چې اوس يې په راس کې طالبان دي بايد دغه يوه اړخيزه پرېکړه ونه مني او په افغانيو سوداګرۍ ته زمينه برابره کړي.

په همدې حال کې طالب چارواکي وايي چې هېواد کې به ټوله راکړه ورکړه په افغانيو ترسره کيږي.

د طالبانو د فرهنګي کمېسيون مرستیال احمد الله وثيق پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي: ((موږ ته خپل هويت ډېر مهم دی، هیڅکله به داسې پرېکړه ونه شي چې زموږ د هېواد د مادي او معنوي منافعو په زيان وي.))

هغه ټينګار کوي چې په هېواد کې به ټوله راکړه ورکړه په افغانیو کېږي او هغه خبر چې ګواکې سوداګري به پر کلدارو پیل شي حقیقت نه لري.

په وروستيو کې د پاکستان دغه پرېکړه د خلکو له پراخ غبرګون سره مخ شوې او په ټولنيزو شبکو کې یې د افغانيو د چلښت کمپاين هم پيل کړی دی.

Views: 179

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.