ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فهیمه رحمتي: طالبانو مې د کورنۍ څلور غړي او یو ګاونډی بیولي

فهیمه رحمتي: طالبانو مې د کورنۍ څلور غړي او یو ګاونډی بیولي

author avatar
12 Sep 2021 - 14:24
فهیمه رحمتي: طالبانو مې د کورنۍ څلور غړي او یو ګاونډی بیولي
author avatar
12 Sep 2021 - 14:24

کندهار (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۰): د کندهار ښار یوه مدني فعاله وايي، طالبان تېره شپه د دوی کور ته ورغلل، له دې او د دې د کورنۍ له غړو سره یې تشدد کړی او پنځه کسان یې له ځان سره بيولي دي.

پېښه تېره شپه شاوخوا یوولس بجې د کندهار ښار اړوند د ۱۵مې امنیتي حوزې په ساحه کې رامنځته شوې ده.

ډاکتره فهیمه رحمتي چې د هیله خیریه بنسټ مشره هم ده، تېره شپه ناوخته له خپل فېسبوک څخه لایف راغله او په داسې حال کې چې په چیغو چیغو یې ژړل، د پېښې په تړاو يې معلومات وړاندې کول.

نوموړې پژواک خبري اژانس ته وویل، لسګونه پر وسلو سمبال طالبان له اجازې پرته د دوی کور ته ور واوښتل، د دې په ګډون یې د کورنۍ ښځې او سړي ووهل او هوايي ډزې یې کولې.

دا زیاتوي، طالبانو یې د کور له تلاشۍ وروسته دوه وروڼه، یو اوښی، یو د خور لېور او یو ګاونډی بېولي او بندیان کړي يې دي.

د نوموړې په وینا، مشر ورور یې د طالبانو پر ډزو لګېدلی او ټپي شوی دی.

دا زیاتوي، طالبان په داسې حال کې په نیمه شپه د دې کور ته ور اوښتي چې نه د دولت کارکوونکې ده او نه یې په کور کې وسله لرله، بلکې د یوه خیریه بنسټ د مسوولې په توګه یې تل د طالبانو د کورنیو په ګډون د بېوزلو وګړو لاسنیوی کړی دی.

د دې په خبره، یوازې مشر ورور یې د تېر نظام په ملي امنیت ریاست کې کار کاوه خو د شخصي دلایلو له مخې یې دنده پرېیښې وه.

خو دې وویل، طالبانو عمومي عفوه اعلان کړې ده، نو بیا ولې خلک ځوروي او په نیمه شپه یې کورونو ته ور اوړي.

رحمتي طالبان مخاطبوي او وايي: ((ولې وحشت خپروئ؟ ایا حکومت داسې کېږي، ولې مو له وطن څخه فرار ته مجبوروئ، ایا د اسلام دین د داسې کړنو اجازه ورکوي؟ ما ته د درېیو هېوادونو له خوا د کډوالۍ بلنه راغله، خو ومې نه منله، ما ویل چې وطن ما ته اړتیا لري.))

فهیمه رحمتي له تېرو څو کلونو راهیسې د هیله خیریه بنسټ له لارې د کندهار له سلګونو کورنیو سره مرستې کړې دي.

دغه راز د کندهار د وروستیو جګړو پر مهال یې نه یوازې سلګونو بېځایه شوو کورنیو ته مرستې راټولې کړې، بلکې د سلګونو ناروغانو وړیا درملنه یې وکړه.

دا زیاتوي، پر دې هر څه سربېره نن له دغه بد حالت سره مخ ده.

د کندهار د اطلاعاتو امر رحمت الله نړیوال د دې پېښې په تړاو وايي، تېره شپه طالبانو ته داسې معلومات رسېدلي وو چې ګواکې د کندهار ښار د ۱۵مې امنیتي حوزې په یوه کور کې د تېر نظام د ملي امنیت ریاست وسله وال شتون لري.

دی زیاتوي، دغه کور ته له رسېدو سره سم د کور له دننه پر طالبانو ډزې شوې چې وروسته دوی برلاسي شول، څو یاد کسان ونیسي او له ځان سره یې بوځي.

خو په خپله فهیمه رحمتي بیا دا خبرې ردوي او وايي، دوی ان په کور کې یوه مرمۍ هم نه لرله، ورور یې شپږ میاشتې مخکې د دندې له پرېښودو وروسته یو میل کلاشينکوف او یو میل تومانچه چې د ځان د خوندیتوب لپاره ورکړل شوي وو، اړوندې ادارې ته سپارلي دي.

د یادونې ده، دغې او دې ورته نورو پېښو د کندهار اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.

څو ورځې وړاندې د کندهار ښار د نهمې او پنځمې حوزو په ساحو کې بنځه پخواني پولیس له خپلو کورونو ایستل شوي او وژل شوي وو.

Visits: 540

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.