کابل (پژواک، ٢٢ وږى ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٨٦ مثبتې پېښـې ثبت شوې او ٣ کسان يې له امله مړه شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت له لوري د وږي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٣١٦ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ٨٦ يې مثبتې دي.
سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ١٥٤١٨٠ ته لوړ شو.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې په تازه پېښو کې ٤٩ په هرات، ١٣ په کندهار، ١٢ په پکتيکا، ٨ په بدخشان، ٢ په کابل او ١-١ په ننګرهار او پکتيا ولايتونو کې ثبت شوې دي.
خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٦٠٠ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ناروغۍ د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ١١٨١٨٠ ته ورسېد.
د عامې روغتيا وزارت خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ٣ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٧١٧٢ ته ورسېد.
د يادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ٢٢٥ ميليونه کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه ٢٠٢ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٤،٦ ميليونه نور يې له امله مړه شوي دي.