ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان کرکټ بورډ ته نوی اجرائیوي مشر وټاکل شو

د افغانستان کرکټ بورډ ته نوی اجرائیوي مشر وټاکل شو

author avatar
20 Sep 2021 - 17:19
د افغانستان کرکټ بورډ ته نوی اجرائیوي مشر وټاکل شو
author avatar
20 Sep 2021 - 17:19

کابل (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۰): د افغانستان کرکټ بورډ ته نوی اجرائیوي مشر معرفي شو، خو مخکنی اجرائیوي مشر وایي چې دغه بست ته د يوې شفافې پروسې له لارې بریالی شوی و خو اوس یې پر ګوښه کېدو نه دی په جریان کې شوی.

دغه خبر نن د افغانستان کرکټ بورډ پر خپلې فېسبوکپاڼې خپور کړی دی.

بورډ لیکلي چې نصیب خان د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې او د کرکټ په اړه بشپړ پوهاوی لري.

سرچینې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس  عزیزالله فضلي له قوله لیکلي: “موږ خوښ یو، داسې یو شخص له موږ سره یو ځای کېږي چې د کرکټ له لوبې سره د بلدتیا ترڅنګ لوړې زده کړې هم لري او نوموړی له موږ سره د موافقې پر اساس دې دندې ته را معرفي شو.”

سرچینې د افغانستان کرکټ بورډ د نوي اجرائیوي رییس نصیب خان له خولې لیکلي چې افغان کرکټ ته پر یوه پنځه کلن پلان باندې کار کوي او له نړیوالو سره به خپلې اړیکې پراخې کړي.

نصیب خان وایي، افغانستان نړیوال جام ته د چمتووالي په حال کې دی او هڅه کوي چې لوبغاړو ته ټولې اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي څو په نړیوال جام کې د افغانانو لپاره د سرلوړۍ او خوښۍ باعث وګرځي.

دا په داسې حال کې ده چې د یاد بورډ مخکني اجرائیوي مشر خامد شینواري نن ماسپښین مهال په خپلې فسبوپاڼې په یوه پیغام کې ویلي وو چې ده ته د طالبانو یوه غړي انس حقان په شفاهي ډول ویلي  چې د کرکټ بورډ د اجرايوي رييس په توګه ستاسې دنده ختمه ده.

شینواري لیکلي: “ما زما د ګوښه کېدو په اړه د رسمي حکم/ فرمان پوښتنه وکړه خو ترلاسه مې نه کړ.

زه د کرکټ بورډ اجرائيوي رياست ته د يوې شفافې پروسې په پايله کې انتخاب شوی وم، خو د ګوښه کیدو په وجه پوه نه شوم.”

خو ده وروسته یاد پیغام له خپلې پانې بېرته لرې کړی دی.

Visits: 40

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.