ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سوداګر: که د بولدک- چمن پر لار د ترانزیټ ستونزې حل نه شي خپلې سوداګریزې چارې دروو

سوداګر: که د بولدک- چمن پر لار د ترانزیټ ستونزې حل نه شي خپلې سوداګریزې چارې دروو

کندهار (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۰): سوداګر وايي، له تېرې یوې میاشتې راهیسې د سپین بولدک- چمن پر لار د ترانزیټ چارې له جدي ستونزو سره مخ دي چې له امله یې دوی ته درانه زیانونه اوښتي دي.

هغوی ګواښ کوي، که پر دغه لار د ترانزیټ ستونزې حل نه شي نو اړ دي چې کاربندیز وکړي او یا خپله سوداګري په ټپه ودروي.

حاجي عبدالرحیم چې له مالیزیا څخه د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې افغانستان ته غوړي واردوي، پژواک اژانس ته وویل، ټوله ستونزه پاکستان جوړه کړې ده.

هغه زیاته کړه، پاکستان له یوې خوا دغه لار له ګڼو محدودیتونو سره د لنډ وخت لپاره پرانیستې وي او له بلې خوا صادراتي او وارداتي توکو ته د لېږد اجازه ورکوي خو ترانزیټي مالونو ته اجاره نه ورکوي.

دی وايي، پخوا هره ورځ پر دې لار د ترانزیټ توکو ۵۰۰ کانټینرونو تګ راتګ کاوه، خو په دې وروستیو کې دا شمېره ۷۰ یا ۸۰ کانټینرونو ته راټیټه شوې ده چې له امله یې د کرښې دواړو غاړو ته په زرګونو کانټینر ولاړ دي.

هغه د نن ورځې شمېرې له پژواک سره شریکې کړې چې د پاکستان له لوري افغانستان ته ۲۲ کانټیرونه داخل شوي او له هغې خوا ۴۸ تش کانټیرونه پاکستان ته داخل شوي چې دا په یوه ورځ کې ډېره کمه شمېره ده.

دی وايي، همدا اوس په سپین بولدک کې ۱۲۰۰ تش کانټینرونه ولاړ دي چې بېرته باید پاکستان ته لاړ شي خو د تلو اجازه نه ورکول کېږي.

نوموړي وویل، په ولاړو کانټینرونو کې داسې هم شته چې له اوونیو اوونیو راهیسې ولاړ دي او هره ورځ له ۱۵۰ تر ۲۰۰ ډالر ډیټینشن ورکوي چې دا سوداګرو ته لوی زیان دی.

ده ادعا وکړه چې هره ورځ سوداګرو ته د ډیټینشن او ډیمرچ له درکه شاوخوا یو میلیون ډالر زیان اوړي.

هغه دا هم وویل چې د موټر چلوونکو اتحادیو له همدې امله کرایې هم لوړې کړي دي، د بېلګې په توګه پخوا له کراچۍ تر سپین بولدک پورې یې له یوه کانټینره ۱۵۰ زره کلدارې کرایه اخیسته خو اوس ۲۵۰ یا ۳ سوه زره کرایه اخلي.

دی وايي، آن چین هېواد اوس افغانستان ته شیپمنټ نه ورکوي، ځکه وایي کانټیرونه ډېر ځنډېږي.

د ده په خبره، په ټوله کې د ترانزیټ په برخه کې د دغو ستونزو زور ولس پرې کوي، ځکه سوداګر اړ دي خپل ټول لګښت او زیانونه پر توکو واچوي چې په دې توګه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بیې څو چنده لوړې شوې دي.

یاد شوی سوداګر وايي، که د سپین بولدک- چمن پر لار د ترانزیټ دا ستونزې حل نه شي نو دوی اړ دي چې یا کاربندیز وکړي او یا یو مخ خپل تجارت ته د پای ټکی کېږدي.

حاجي جلال الدین چې له چین هېواد څخه پر همدغه لار افغانستان ته رخت واردوي، هم له ورته ستونزو شکایت کوي او وايي چې اړ شوی نور خپل کار ودروي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، په رختونو بار موټر یې یو ځل په ورځو ورځو د کرښې په هغې غاړه چمن کې ولاړ و خو کله چې یې د تګ اجازه تر لاسه کړه اوس بیا خالي کانټینر ته د بېرته تګ اجازه نه ورکول کېږي چې له امله یې اړ دی هره ورځ ۲۰۰ ډالر ډیټینشن ورکړي.

دی زیاتوي، د ده په ګډون ګڼو ترانزیټ سوداګرو دا ستونزې له طالب چارواکو سره شریکې کړي خو تر اوسه یې کومه پایله نه ده ورکړې.

ده وویل، طالب چارواکي ورباندې تعرفې لوړوي، خپل محصول اخلي خو د دوی د توکو دفاع نه شي کولای.

دی وايي، په داسې حال کې چې طالبان له پاکستان سره ښې اړیکې لري، خو بیا هم نه پوهېږي چې هغوی ولې له دغه هېواد سره د ترانزیټ ستونزې نه حلوي؟

د ده په خبره، د خوراکي توکو پر هر کانټینر د ورځې له ۳۰ تر ۵۰ ډالره، پر ټایرونو، رخت او نورو توکو د ورځې له له ۱۵۰ تر ۲۰۰ ډالره ډیمرچ راځي چې سوداګر یې له درنو زیانونو سره مخ کړي دي.

د کندهار والي حاجي محمد یوسف وفا مني چې د سپين بولدک- چمن پر لار ستونزې شته چې دوی یې له نژدې څاري او د حل لپاره یې هڅې کوي.

هغه زیاته کړه په دې لړ کې یې څو ورځې مخکې په کندهار کې د پاکستان له جنرال کونسل سره هم خبرې کړي او هغه ژمنه کړې چې دا ستونزې به د خپل هېواد له اړوندو لوړپوړو چارواکو سره شریکوي.

ده وویل: ((موږ په لومړني حالت کې یو څو داخلي چارې سمبال کړو او وروسته به بیا له ګاونډیو هېوادونو سره د پولو، تګ راتګ او نورو تجارتي چارو ته توجو وشي، چې له دې جملې څخه یو هم د بولدک ـ چمن لویه لاره ده.))

ده هیله وښودله چې شته ستونزې به ژر حل شي.

د یادونې ده چې پخوا د سپین بولدک- چمن لار د سهار په ۷:۰۰ بجې پرانیستل کېدله او د مازدیګر په ۶:۰۰ بجې تړل کېدله، خو له هغه وروسته چې طالبان واکمن شوي، دغه لار د سهار په ۸:۰۰ بجې پرانیستل کېږي او د مازدیګر په ۴:۰۰ بجې تړل کېږي.

پاکستان په وار وار اعلان کړی چې له افغانستان سره خپلې لارې ۲۴ ساعته پرانیزي خو تر اوسه عملاً دا کار نه دی شوی.

له همدې امله پر دې لار د صادراتو، وارداتو او ترانزیټ بهیر ۸۰ سلنه ورو شوی دی.

Visits: 185

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.