ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اماراتو کې مېشت افغانان افغانستان ته د الوتنو نه شتون له ستونزو سره مخ کړي

اماراتو کې مېشت افغانان افغانستان ته د الوتنو نه شتون له ستونزو سره مخ کړي

author avatar
4 Oct 2021 - 11:55
اماراتو کې مېشت افغانان افغانستان ته د الوتنو نه شتون له ستونزو سره مخ کړي
author avatar
4 Oct 2021 - 11:55

کابل (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۰): عربي متحده اماراتو ته د الوتنو نه شتون په دغه هېواد کې مېشت افغانان له سختو ستونزو سره مخ کړي، وایي د اوو افغانانو مړي یې هلته په دې تمه ساتلي چې الوتنې پیل شي او خپل هېواد ته یې ولېږدوي.

طالبانو د تېرې زمري میاشتې په ۲۴مه کابل ونیو او د وږي په اوومه د امریکایي ځواکونو وروستۍ ډله د کابل له هوایي ډګره ووته.

د راپورونو له مخې، امریکایي ځواکونو د وتلو پر مهال په هوایي ډګر کې ځیني تاسیسات، الوتکې او وسایط ویجاړ کړل چې ورسره الوتنې هم وځنډېډې.

وروسته له هغه د کابل هوایي ډګر د بیارغونې چارې د قطر په مرسته پيل شوې او اوس د کابل هوایي ډګر د الوتنو لپاره بشپړ چمتو دی خو لا هم الوتنې بېرته عادي حالت ته نه دي را ګرځېدلې.

دغو ستونزو یو شمېر هغه افغانان چې بهر ته تللي، له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

د پکتیا ولایت اصلي اوسېدونکي فضل کریم چې اوس په عربي متحده اماراتو کې اوسي، نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې له شاوخوا دوو میاشتو راهيسې له اماراتو افغانستان ته د الوتنو د نه شتون له امله په دغه هېواد کې دا مهال مېشت افغانان له سختو ستونزو سره مخ دي.

ده وویل چې په متحده عربي اماراتو کې لسګونه افغانان خپل هېواد د تګ لپاره انتظار باسي، د چا د کورنۍ غړي هلته مړه شوي او څوک ناروغان دي، خو خپل هېواد ته یې نه شي لېږدولی.

دی وایي، اووه افغانان پېژني چې په اماراتو کې مړه شوي او خپلوان یې له شاوخوا یوې میاشتې راهيسې الوتنو ته په تمه دي خو تر اوسه د دې ستونزې د حل لپاره هیڅ ډول اقدام نه دی شوی.

دی وایي چې درې ورځې مخکې د دوو افغانانو جنازې د ناچارۍ له امله د شارجې په ښار کې خاورو ته وسپارل شوې.

دی وایي چې څو ځله یې په متحده عربي امارتو کې د افغانستان له قونسلګرۍ سره هم خبره کړې، خو د افغانستان د نورو افغانانو د تګ خبره خو پرېږده چې د مړو د لېږد لپاره هم حل لار نه ده موندل شوې.

دی وایي: «تر اوسه په دوبۍ کې د افغانستان قونسلګرۍ سرنوشت هم نه دی معلوم، له ډېرو افغانانو څخه یې پاسپورټونه اخیستي چې تمدید یې کړي، خو اوس وایي چې د تمدید پاڼې خلاصې شوې دي، دوی دلته د افغانانو لپاره هیڅ کار هم نه شی کولی، حال دا چې دا د هغوی دنده ده چې د افغانانو ستونزو ته رسېدنه وکړي.»

هغه د افغانستان له حکومته غواړي چې لږ تر لږه د یادو مړو د لېږد لپاره لاره چاره برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د یو راپور له مخې، په هند کې هم شاوخوا زر افغانان افغانستان ته د الوتنو د نه شتون له امله بند پاتې دي.

د افغانستان د هوایي چلند ادارې ویاند محمد نعیم صالحي پژواک خبري اژانس ته وویل چې اوس د کابل هوایي ډګر د الوتنو لپاره چمتو دی.

د ده په وینا، دغې ادارې او د بهرنیو چارو له وزارت، له متحده عربي اماراتو او د سيمې له نورو هېوادونو غوښتي چې کابل ته الوتنې پیل کړي.

دی وایي، دا په متحده عربي اماراتو پورې اړه لري چې څه وخت افغانستان ته الوتنې پیلوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګی کمېسیون غړی احمدالله وثیق وایي چې دغه ستونزه به له اړوندو چارواکیو سره شریک کړي. ده هیله څرګند کړه چې د یادې ستونزې لپاره یوه حل لاره پيدا شي.

Visits: 637

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.