ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاسپورټ ریاست تر ۷۰۰۰ جلده ډېر پاسپورټونه پوسته خانو ته لېږلي

پاسپورټ ریاست تر ۷۰۰۰ جلده ډېر پاسپورټونه پوسته خانو ته لېږلي

author avatar
7 Oct 2021 - 11:15
پاسپورټ ریاست تر ۷۰۰۰ جلده ډېر پاسپورټونه پوسته خانو ته لېږلي
author avatar
7 Oct 2021 - 11:15

کابل (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۰): پاسپورټ ریاست خبر ورکوي چې د کابل ښار مرکزي پوسته خانو ته یې ۷۴۴۶ جلده پاسپورټونه لېږلي او وايي، هغه کسان چې د تلې په ۲۴مه یې اسناد طی مراحل شوي، کولای شي پاسپورټونه ترلاسه کړي.

د پاسپورټ عمومي ریاست پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې یاد شمېر پاسپورټونه یې تېره ورځ د تلې په ۱۴مه د کابل ښار مرکزي پوسته خانو ته لېږلي دي.

سرچینې لیکلي، هغه متقاضیان چې د زمري په ۲۴ مه یې خپل اسناد پاسپورټ عمومي ریاست کې طی مراحل شوي کولای شي خپل پاسپورټونه له اړوند پوسته خانو څخه ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې مخکې وزیرانو شورا کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې چې د پاسپورټ او پېژندپاڼو بهیر بېرته پیل کړي او پاسپورټ ریاست د تلې په ۱۳ مه خپلې چارې پیل کړې.

د پاسپورټ ریاست مسوولینو په دې اداره چې له فساد سره پر جدي مبارزه د ټینګار ترڅنګ وویل، له دې وروسته هره ورځ شپږ زره پاسپورټونه کابل کې ووېشي.

د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، د ۲۵زره نورو کسانو پاسپورټونه هم وېش ته تیار دي چې د زمري په ۲۴ مه د تېرو نظام تر سقوط مخکې یې ټولې مرحلی طی شوې وې.

Visits: 55

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.