ژبه

د افغانستان د سوک وهنې فدراسیون هیڅ غړی له هېواده نه دی وتلی

کابل (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۰): د افغانستان ملي المپیک اداره وايي، د کابل اتو زونونو ترمنځ د سوک وهنې لوبې په داسې حال کې پیل شوې چې د سوک وهنې فدراسيون هیڅ غړی له هېواده نه دی وتلی.

دغه څرګندونې د ملي المپیک کمېټې مشر نظرمحمد مطمئن پر خپلې ټوېټرپاڼې لیکلي دي.

دی وایي:”ښه خبره داده چې د بکسنګ فدراسيون هیڅ قهرمان او کوم غړی له هېواده نه دی وتلی.”

هغه دغه راز زیاته کړې چې کابل کې د سوک وهوونکو د ۸ زونو ترمنځ تېره ورځ سیالۍ پیل شوې.

د مطمئن د معلوماتو له مخې، د افغانستان د سوک وهنې فدراسيون ټول ۲۵ غړي لري.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې طالبانو کابل ونیو او د راپورونو له مخې، تر هغه وروسته شاوخوا ۱۵۰ زره تنه له افغانستانه وتلي، چې یو شمېر ژورنالېستان، هنرمندان، د موسقي ملي انستیتیوت زده کوونکي او استادان، د افغانستان روباټیک ډلې غړې او نور په کې شامل دي.