ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځینې کورنۍ: ځیرک مبایلونو د کورنیو د غړو ترمنځ مینه او صمیمیت له منځه وړي

ځینې کورنۍ: ځیرک مبایلونو د کورنیو د غړو ترمنځ مینه او صمیمیت له منځه وړي

author avatar
14 Oct 2021 - 12:05
ځینې کورنۍ: ځیرک مبایلونو د کورنیو د غړو ترمنځ مینه او صمیمیت له منځه وړي
author avatar
14 Oct 2021 - 12:05

کابل (پژواک،۲۲ تله ۱۴۰۰): ځینې کورنۍ وايي چې ځیرک موبایلونو او انټرنېټ د دې ترڅنګ چې اسانتیاوې رامنځته کړې، په یو شمېر مواردو کې استفاده کوونکي پرې روږدي شوي، له کورنیو یې مینه او صمیمیت له منځه وړي او ان د دوکې ورکولو لامل شوي دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په ۱۳۹۹ کال کې تر ۳۴ میلیون ډېرو کسانو له ګرځنده مبایلونو استفاده کوله او په هېواد کې نږدې ۱۳ میلیون انترنېټ کاروونکي موجود دي.

پژواک خبري اژانس د کابل ښار له ځینو اوسېدونکو سره د ګرځنډه ټيلېفون او انټرنېټ د ګټو او زیانونو اړوند مرکې کړې، ځيني وايي ګرځنده ټيلېفون او انټرنېټ یې ژوند کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړې دي، یو شمېر نورو بیا تر‎ې کرکه ښودلې او وايي، انټرنېټ او ټيلېفون د کورنیو په کچه واټن رامنځته کړی، په کورنیو کې مینه او صمیمیت نه دی پاتې؛ ځکه یو شمېر ځوانان ترې ناسالمه استفاده کوي.

ځينې نور وايي، د ګرځنډه موبایلونو او انټرنېټ استفاده کوونکي روږدي کوي او یو شمېر ځوانان ترې غیر انساني او غیر دیني استفاده کوي، نجونو ته ازار او دوکه ورکوي.

پر ګرځنده ټيلېفون او انټرنېټ روږدي کېدل

د یوې شخصي ادارې کارکوونکی فرید عرفان وايي: ((له بده مرغه زما ۹ کلن زوی ارش عرفان پر موبایل دومره روږدی شوی چې هيڅ پوښتنه مه کوه، شپه او ورځ پر ګېم بوخت دی، هر څومره چې ورته وایم اصلاْ د اصلاح وړ نه دی، زما خبرو ته ارزښت نه ورکوي، تل ځان په یوه ګوښه کې پټوي او پر ګېم بوخت وي.))

د نوموړي په خبره، زوی یې له دې امله چې ګرځنده ټلېفون کاروي، د دې ترڅنګ چې روږدی شوی، سترګې یې هم کمزورې شوې او مجبور دی له عینکو استفاده وکړي.

عرفان تصمیم لري چې د زوی د روږدیتوب لرې کولو لپاره یو څه وخت له کوره ټول ټلېفونونو لرې کړي؛ ځکه پر هغه روږديتوب نور زیانونه هم لري او ان د دې لامل شوی چې یاد هلک د ښوونځي له زده کړو سره علاقه ونه لري.

په ورته وخت کې د کابل ښار د قلعه زمان خان اوسېدونکې لیدا جمیلي هم د ټيلېفون زیانونو ته په اشاره وویل، زوی یې اته کلن دی، په درېیم ټولګي کې زده کړې کوي، پر ګرځنډه ټيلېفون روږدی شوی دی.

هغه زیاتوي: ((هر څه مې چې وکړل، ونه شوه، سهار چې له خوبه پاڅېږي، موبایل یې لاس کې وي، تر ماښامه ګېم کوي.))

د نوموړې په خبره، مخکې له دې چې زوی یې پر ټيلېفون روږدی شي، له درسونو سره یې ډېره مینه درلوده، د خپل ټولګي اول نومره و، خو اوس چې دویم ټولګي یې دی له درجې لوېدلی دی.

انټرنېټي دوکه ورکوونکي

محب الله (مستعار نوم) چې په یوه مهمه امنیتي اداره کې یې دنده درلوده، وايي، د دې ترڅنګ چې ګرځنده ټيلېفون ګټې لري او اسانتیاوې یې رامنځته کړې، خو ناسالمه، غیر انساني او غیر اسلامي استفاده هم ترې کېږي.

د ده په خبره، یو کال مخکې د ټيلېفون له لارې له یوې نجلۍ سره اشنا شو، درې میاشتې یې خبرې وکړې او ډېر سره نږدې شوي وو.

هغه زیاته کړه: ((لومړی ځل خپله نجلۍ راته زنګ وکړ، ځان یې مروت معرفي کړ او ویې ویل، قصبه سیمه کې ژوند کوي او د دوولسم ټولګي زده کوونکې ده، ډېر با ادبه او ښې کلمې یې کارولې، ښه غږ یې درلود او بالاخره اړیکې دوامداره شوې، عادت مې وکړ او نه مې شو کولی له هغې سره له خبرو کولو پرته خوب وکړم.))

محب وايي، د دولتي ادارې کارمند و چې نه یې شو کولای د دندې په اړه چا ته ووايي، یادې نجلۍ هره ورځ د دندې، د دندې ځان په اړه ترې پوښتنه کوله، بالاخره یې د وخت په تېرېدو سره د ده د ټولو شخصي موضوعاتو اړوند معلومات ترلاسه کړي وو.

دی وايي: ((ځکه مې د خپل ژوند د ټولو خصوصیاتو اړوند هغې ته معلومات ورکړي وو چې ډېر باور مې پرې دردلود او ډېره مینه مې ورسره لرله، خو مروت یې له باور ناسمه استفاده وکړه، ماته یې دوکه راکړه؛ ځکه موخه یې له ما سره دوستي او مینه نه، بلکې د خوښې وړ معلوماتو او اسنادو ترلاسه کول و.))

محب زیاتوي: ((یوه شپه مې هغې ته وویل، سبا باید دفتر ته لاړ شم او ټول اسناد مې له کوره واخیستل، دفتر ته مې حرکت وکړ چې مروت راسره اړیکه ټینګه کړه چې عاجل کار درسره لرم او باید نن دې ووینم، ما هم دفتر ته پلمه وکړه او د لیدو لپاره یې لاړم، په یو رستورانت کې مې ورسره وعده وکړه، کله چې زه د ډوډۍ فرمایش ته بیرون شوی وم، هغې ټول اسناد له ځان سره پټ کړي وو؛ ما هم اسناد هېر کړل، ډوډۍ خلاصه شوه، دفتر ته مې حرکت وکړ، کله چې مې چې اسناد رییس ته سپارل ناڅاپه متوجه شوم چې یو شمېر مهم او محرم اسناد چې باید نه وای افشا شوي نشته.))

دی وايي، د اسنادو له نشتون وروسته تحقیق ته لاړم، کله مې چې ټول موضوعات وویل، بالاخره تحقیق شو چې د نجلۍ ټولې خبرې دروغ وې او مروت نوم ورته د دوستۍ په لومړیو کې سازماندهي شوی و، موخه یې د همدې اسنادو ترلاسه کول وو چې په بریالیتوب یې دې هیلې ته ورسېده.

دی وايي: ((دا د انټرنېټ او ګرځنده موبایل منفي اغېز و چې ماته دوسیه جوړه شوه او له ډېرو ستونزو سره یې مخ کړم، ناپېژاندې شمېرې ته د ځواب ورکولو له امله له دومره بدبختیو سره مخ شوم.))

خو دا یوازې محب نه دی چې ګرځنده ټيلېفون ورته سردرد جوړ کړی، بلکې د کابل ښار شکردرې ولسوالۍ ۲۴ کلنې شګوفې پژواک ته وویل، د فېسبوک له لارې له یوه کس سره اشنا شوه، اشنايي یې پر دوستۍ بدله شوه، خو نه پوهېده چې د مقابل لوري موخه د وخت تېرول و.

هغه وايي، په یوه قیدګیره کورنۍ کې یې ژوند کاوه، تل یې له نجونو سره تاوتریخوالی کاوه، دا چې له دغه وضعیت څخه ځان وژغوري، په پټه یې ځان ته فېسبوک پاڼه جوړه کړه او د هغې له لارې یې د مجازۍ نړۍ ډېر دوستان درلودل چې ورځې ورځې یې ورسره د مسنجر له لارې خبرې کولې.

د ده وویل، کورنۍ یې د لوړو زده کړو دوام خنډ کرځېدلې وه، ډېره عقده منه شوې وه او تل یې فکر کاوه چې څه ډول له دغه وضعیته ووځي.

هغې په دې اړه چې څرنګه دوکه شوې؟ وویل: «شپږ میاشتې سره ملګري وو، هره شپه او ورځ مو چټ کاوه، د واده کولو ژمنه یې راسره وکړه او تل بې یې ویل چې ډېره مې خوښېږې، زموږ چټ په لیدو کتو بدل شود، خو د هغه موخه خوشحاله وخت تېرول وو؛ ځکه چې مېرمن یې لرله او د دویم واده کولو هيڅ پلان یې نه درلود.»

شګوفې چې د ملګري د لومړۍ مېرمنې په اړه یې معلومات نه لرل او فکر یې کاوه چې دوی دواړه به سره واده کوي، وویل: «یوه ورځ یې ښځې ماته زنګ وکړ او ګواښ یې راته وکړ چې که یې له مېړه سره ملګرۍ ته دوام ورکړم، زما انځورونه زما کورنۍ ته ورکوي او ما به ملي امنیت ته ور معرفي کړي.»

هغه وایي، د ډېرو ګواښونو له امله یې د ملګري مېرمن په رواني ناروغي اخته شوې وه او په شپو شپو خوب نه ورته، ان دویم ځلي یې پرېکړه وکړه چې له رامنځته شوي وضعیته د وتلو لپاه ځان ووژني.

د کابل د خیرخانې اوسېدونکي شاه لالا وویل: «تېر کال مې له یوې نجلۍ سره کوژده وکړه او نږدې شپږ میاشتې ورسره نامزاد وم، له دې امله چې هغې له ټیلېفون او انټرنېټ څخه ناوړه ګټه اخیسته، پرې مې ښوده.»

هغه د خپلې کوژدنې د پرېښودو په اړه وایي: «یوه ورځ مې د کوژدنې کره ولاړم، د هغې ټیلېفون مې را واخیست، داسې مسیجونه مې ولیدل چې له بېګانه کسانو سره یې کړي وو، هغه مهال مې څه ورته ونه ویل، خو څو ځلې له ورته موضوع سره مخ شوم او په پای کې مې پرېکړه وکړه چې ترې جلا شم.»

ځیرک ټیلېفون او انټرنېټ د کورنیو ترمنځ مینه او محبت له منځه وړي

د کابل ښار د خیرخانې سیمې اوسېدونکې ۸۵ کلنه رقیه وایی، ځیرک ټیلېفونونو او انټرنېټ له کورنیو مینه او صمیمیت له منځه وړي، دا مهال ټول ځوانان، ماشومان او د منځني عمر خاوندان پرې مصروف دي.

دغه سپین سرې مور وایي: «ټوله ورځ مې اولادونه په کار کې وي، ډېر پسې خپه کېږم، کله چې کور ته راشي نو ټول له ټیلېفونونو سره مصروف وي او همدغه ټیلېفون یې په لاس کې کلک نیولی وي، نه پوهېږم چې په دې موبایل کې څه دي چې هيڅ زړه یې نه توریږي.»

رقیې وویل چې دغه ستونزه یوازې د دوی په کور کې نه، بلکې د ډېری خپلوانو او نږدې کسانو په کورونو کې شته او زیاته یې کړه: «همدغو ټیلېفونو له کورنیو څخه مینه او صمیمیت له منځه وړي دي.»

نوموړې زیاته کړه: «یو مهال به چې کله ماښام شو، سړي به یو ځای ناست وو او مجلس به یې کاوه، ښځې ځان ته او ماشومان به هم ځان ته ناست وو، اوس خو قیامت دی، ښځې او سړي د دې پر ځای چې د خدای ج ذکر وکړي، په موبایل کې مصروف وي. څو ورځې مخکې مې خپل زوی او نګور چې نوی یې واده کړی و، ښه بې اب کړل، مېلمانه یې لیدو ته راغلي وو، خو دوی دواړه په خپلو ټیلېفونونو کې مصروف وو، ډېره خجالته شوم.»

ټیلېفون او انټرنټ اسانتیاې رامنځته کړې دي.

د کابل ښار د بي بي مهرو سیمې اوسېدونکې شفیقه چې اووه اولادونه لري، وایي: «زما په نظر د ځوانانو ترمنځ له ټیلېفون او انټرنېټ نه سمه ګڼه اخیستل په کورنیو پورې اړه لري، باید ټولې کورنۍ پام وکړي؛ ځکه که مثبته ګټه ترې واخیستل شي، د ځوانانو او هلکانو په تربیه مثبت اغېز کوي او د هغو د دیني او علمي معلوماتو د زیاتېدو لامل کېږي.»

نوموړی وایي چې ټول اولادونه یې له ځیرک ټیلېفون او انټرېټ څخه ګټه اخلي؛ خو د منفي ګټې اخیستلو اجازه هيڅکله هم نه ورکوي.

صالح د سترګو ډاکتر دی او وایي، هغه کسان چې په دوامداره توګه له کمپیوټر او ځیرک ټیلېفون څخه ګټه اخلي، د سترګو د سوي، بخار او ان د سترګو د دید د کموالي لامل یې کېږي.

هغه لارښوونه کوي: «له کمپیوټر او موبایل نه د استفادې پر مهال باید اتومات عینکې په سترګو کړئ او په هر نیم ساعت کې کار ودروئ. خپلو سترګو ته دمه او یا هم عادي مساج ورکړئ او د کتبي پیغامونو پر ځای له صوتي پیغامونو کار واخیستل شي.»

په ورته مها یوه دیني عالم حفیظ الله اخندزاده احدي، پژواک ته وویل چې ټیلېفون او انټرنېټ د بشر له ښو نوښتونو دي چې ډېرې اسانتیاوې یې رامنځته کړې دي. خو هغه څه چې اړین دي هغه په حلاله لار کې ورنه مثبته ګټه اخیستل دي، له ټیلېفون نه باید له اندازې ډېره ګټه وانه خیستل شي.

هغه زیاته کړه: «که له اړتیا سره سم په مثبته لار وکارول شي، نو لوی نعمت دی؛ خو که ډېر استفاده شي، نو زیان رسوي، ټیلېفون او انټرنېټ د انسان درې اصلي حواس مصروفوي، کله چې د انسان سترګې، فکر او غوږونه تل تر اړتیا ډېر مصروف وي، له انسان نه څه شی نه جوړیږي، الله ج موږ ته سترګې، غوږونه او زړه راکړي، د هغو په وسیله فکر او تدبر کوو، هر یو هغه امانت دی چې الله ج له موږ نه پوښتنه کوي چې د څه لپاره دې ترې ګټه واخیسته؛ ځکه دغه د الله تعالی نعمتونه دي او باید په ناحق څېزونو کې ترې ګټه وانه خیستل شي؛ ځکه موږ د قدرت له خلاقیت، فکر او تدبر نه لرې پاتې کېږو او ورو ورو له چاپېریال څخه هم لرې کېږو که دا د دې لامل کېږي چې ان خاوند له خپلې مېرمنې لرې شي، اولادونه ناسالمه تربیه اخلي او ځوانان ناسمو لارو ته سوق کېږي.»

Visits: 58

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.