ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اعتراض کوونکي: امريکا دې شينوارو ته د بمونو مور د استعمال له امله د اوښتو زيانونو خساره  ورکړي

اعتراض کوونکي: امريکا دې شينوارو ته د بمونو مور د استعمال له امله د اوښتو زيانونو خساره ورکړي

author avatar
19 Oct 2021 - 16:11
اعتراض کوونکي: امريکا دې شينوارو ته د بمونو مور د استعمال له امله د اوښتو زيانونو خساره  ورکړي
author avatar
19 Oct 2021 - 16:11

جلال اباد (پژواک، ۲۷ تله ۱۴۰۰): د ننګرهار د سپين غر ولسوالۍ اوسېدونکو په اعتراضيه ناسته کې له امريکا څخه وغوښتل چې د دوی پر سيمه د بمونو مور د استعمال له امله دې دوی ته د اوښتو زيانونو تاوان ورکړي.

دوی پر نړيوالې ټولنې هم غږ کړی چې له امريکا دې د دوی پر سیمه د بمونو مور د استعمال پوښتنه وکړي.

امریکا د ۲۰۱۷ کال د اپريل په ۱۳مه د ننګرهار د سپين غر ولسوالۍ په اسدخېلو تنګي سيمه کې چې هغه مهال د اچين ولسوالۍ مربوط وه، تر ټولو ستر نا اتومي بم (جي بي يو۴۳) چې د بمونو مور په نوم شهرت لري، په يوه غره ييزه سيمه استعمال کړ.

د هغه مهال افغان او بهرنيو چارواکو ادعا کړې وه چې د ياد هوايي بريد موخه د داعش وسله والو ځپل و چې ۹۵ وسله وال په کې وژل شوي وو.

د يادې سيمې اوسېدونکو پرون په خپلې ولسوالۍ کې د اعتراضيه راټولېدنې پرمهال وويل چې امریکايي ځواکونو د دوی په خبره د خپل اشغال پرمهال د داعش ډلې د ځپلو نه، بلکې د خپلې دغې وسلې د ازمايښت لپاره دغه سيمه په نښه کړه.

د دوی د معلوماتو له مخې، په سيمه کې د همدغه بم د استعمال له امله ۲۰ کورونه ړنګ شوي، يو شمېر کرنيزې ځمکې له منځه تللي او همدا اوس هم نه فصلونه حاصل ورکوي، ماشومان او لويان په رواني ناروغيو اخته دي او ډېر نور زيانونه هم د سيمې خلکو ته اوښتي دي.

د اعتراض کوونکو غوښتنه دا وه چې امريکا بايد د دوی د شويو زيانونو تاوان ورکړي او نړيواله ټولنه هم بايد له امريکا پوښتنه وکړي چې ولې يې پر دغه سيمه دا ستر بم غورځولی دی.

يو قومي مشر اول خان وويل، د امريکا له لوري د بمونو مور بم کارولو له امله يې کورونه، ښوونځي، کلينيکونه او کرنيزې ځمکې ويجاړې شوي، پر بېلابېلو ناروغيو اخته شوي او نوي ماشومان يې په داسې حال کې پیدا کيږي چې روغتيايي ستونزې لري.

يو بل قومي مشر ملک سيال خان وويل، په ځمکو کې يې د دغه نااتومي بم کارولو له امله فصلونه نه کېږي او له نړيوالې ټولنې يې وغوښتل چې د امريکا له حکومت څخه د دې ستر جرم غرامت او خساره ورته واخلي.

Visits: 82

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.