ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان په دویمه تمریناتي لوبه کې ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه

افغانستان په دویمه تمریناتي لوبه کې ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه

author avatar
20 Oct 2021 - 22:53
افغانستان په دویمه تمریناتي لوبه کې ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه
author avatar
20 Oct 2021 - 22:53

کابل (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۰): افغانستان د کرکټ د شل اووریز نړیوال جام دویمه تمریناتي لوبه له ویسټ انډیز څخه په ۵۶ منډو وګټله.

دغه لوبه چې نن د تلې په ۲۸مه په دوبۍ کې وشوه، افغانستان له پچې ګټلو وروسته د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د افغانستان کرکټ لوبډلې د سر دوو لوبغاړو حضرت الله ځاځي په ۳۵ توپونو د ۲ شپږیزو او ۸ څلوریزو په مټ ۵۶ منډې او محمد شهزاد هم په ۳۵ توپونو د یوې شپږیزې او ۶ څلوریزو په مټ ۵۴ منډې وکړې.

دغه راز رحمان الله ګربز ۳۳، نجیب ځدراڼ ۲۳، محمد نبي ۶، ګلبدین نایب ۳ او اصغر افغان یوه منډه وکړه.

افغانستان خپلې سیالې لوبډلې ته ۱۹۰ منډې هدف وټاکه خو ویسټ انډیز په ۲۰ اوورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۳۳ منډې وکړې.

د ویسټ انډیز له لوبډلې یوازې روسټن چېس په ۵۸ توپونو د یوې شپږیزې او ۶ څلوریزو په مټ ۵۴ منډې وکړې.

د توپ اچوونې په برخه کې محمد نبي تر ټولو ښه وځلېده، هغه په خپلو څلورو اوورونو کې ۳ لوبغاړي وسوځول او یوازې ۲ منډې یې ورکړې.

د یادونې ده چې افغانستان خپله لومړنۍ تمریناتي لوبه چې وړمه ورځ له سوېلي افریقا سره وه، وبایلله.

د کرکټ په نړیوال شل اووریز جام کې د افغانستان لومړۍ لوبه د راتلونکې عقرب میاشتې په ۳مه ده.

Visits: 82

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.