ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ نړیوال شل اووریز جام په سیالیو کې پاکستان له افغانستان څخه لوبه وګټله

د کرکټ نړیوال شل اووریز جام په سیالیو کې پاکستان له افغانستان څخه لوبه وګټله

author avatar
30 Oct 2021 - 06:26
د کرکټ نړیوال شل اووریز جام په سیالیو کې پاکستان له افغانستان څخه لوبه وګټله
author avatar
30 Oct 2021 - 06:26

کابل (پژواک، ۷ لړم ۱۴۰۰): د کرکټ نړیوال شل اووریز جام په سیالیو کې افغانستان خپله دویمه لوبه له پاکستان سره وکړه چې دغه هېواد په ۵ ویکټو ترې وګټله.

دغه لوبه نن د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې وشوه چې لیدو ته یې زرګونه افغانان له ملي بیرغونو سره ورغلي وو.

د لوبې پچه افغانستان وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.

افغانستان په ۲۰ اوورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۷ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې ۱۴۸ منډې هدف وټاکه.

د افغانستان د سر لوبغاړي ژر وسوځېدل خو د پای لوبغاړو محمدنبي او ګلبدین نایب ښه ملګرتیا وکړه او هره یوه ۳۵- ۳۵ منډې وکړې، دغه راز نجیب الله ځدراڼ ۲۲ منډې وکړې.

په توپ اچونه کې پاکستانیو لوبغاړو عماد وسیم ۲، شاهین اپریدي ۲، حسن علي، حارث رووف او شاداب خان یوه- یوه ویکټه واخیسته.

دغه راز افغان لوبغاړو مجیب ځدراڼ ۱، محمد نبي ۱، نوین الحق ۱ او راشد خان دوه ویکټې واخیستې.

پاکستان ته په ورستیو دوو اوورونو کې ۲۴ منډې په کار وې چې د اصف علي په نوم لوبغاړي یې په ۱۹ اوور کې پر کریم جنت څلور شپږیزې ووهلې او لوبه یې وګټله.

له دې وړاندې افغانستان د کرکټ نړیوال شل اووریز جام په سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه له سکاټلېنډ څخه ګټلې وه او او دغه هېواد ته یې د ۱۳۰ منډو په توپير ماتې ورکړې وه.

خو پاکستان بیا د دغه ګروپ تر ټولو قوي لوبډلو هند او نیوزیلېنډ ته ماتې ورکړې وه.

د افغانستان د کرکټ لوبډلې مینه والو په خواله رسنیو کې د افغانستان نننۍ لوبه ستایلې او لیکلي یې دي چې که څه هم افغانستان لوبه و نه ګټله خو ښه لوبه یې وکړه او سیاله لوبډله یې په پرله پسې توګه تر فشار لاندې راوستې وه.

ټاکل شوې ده افغانستان د کرکټ نړیوال شل اووریز جام په سیالیو کې خپله درېیمه لوبه له نیمبیا سره وکړي.

دغه لوبه د لړم په ۹مه د متحده عربي اماراتو په ابوظبي ښار کې ترسره کېږي.

Views: 47

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.