ژبه

د پلخمري- مزار لويې لارې په اوږدو کې ویجاړ پلونه بېرته رغول کېږي

پلخمري (پژواک، ١٠ لړم ١٤٠٠): د بغلان حکومتي مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د ١٥ کيلومتره سړک او يو شمېر ويجاړ شوو پلونو د بيارغولو چارې پيل شوې.

د بغلان د اطلاعات او کلتور ريیس مولوي مصطفی هاشمي د لړم په ١٠مه پژواک اژانس ته وویل چې د پنځه ميليونه افغانيو په لګښت د پلخمري- مزار لويې لارې د پلونو او د دهنه غوري ولسوالۍ د ١٥ کيلومتره سړک بيارغولو چارې پيل شوې.

ده وويل چې دغه سړک او پلونه د تېر حکومت په وخت کې د جګړو له امله ويجاړ شوي وو چې اوس يې بيارغونه پيل شوه.

د نوموړي په وينا، حکومت له خپلې ژمنې سره سم د سالنګ له لويې لارې وروسته د پلخمري- مزار لويې لارې د بيارغولو چارې هم پيل کړې.

دغه راز يوه بل حکومتي مسوول مولوي سميع الله ياسر پژواک ته وويل چې پر دهنه غوري سړک جغل اچول کېږي خو د پلخمري- مزار سړک پلونه بيا په اساسي ډول رغول کېږي.

ده وويل چې د يادو سيمو اوسېدونکي د دغه سړک او پلونو په جوړولو کې په خپله خوښه مالي او نورې مرستې کوي چې بيا په همدې برخو کې لګول کېږي.

همدارنګه د سيمې يوه اوسېدونکي عبدالوکيل پژواک ته وويل چې حکومت د پلخمري- مزار لويې لارې د پلونو بيارغولو چارې پيل کړې دي.

هغه وايي: ((د دغو پلونو په جوړېدو سره به خلک او موټر وکولاى شي په خپل وخت سره منزل ځاى ته ورسېږي.))

د يادونې ده، د بغلان ترڅنګ په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د سړکونو او پلونو بيارغولو چارې پيل شوې دي.